د کور په چمن کې یې زما پل پټيده. له دیوال سره پخواني کتار ګلاب لکه ازغي ښکاریدل، ټول وچ شوي وو. دروازه نیم کشه وه ومې ټکوله، د کور له دننه په زګیروي غږ شو:

« راځه »

 عبدالرحمان په جرمني کې وطني کوټه جوړه کړې. ګردچاپیره یې توشک دي. خپله یې په یوه کونج کې بسترې ته ډډه وهلې. ناروغي زهیر کړی. د کوټې هوا دپه وه، خو د ده ویښته داسې ببر و لکه باد چې رپولي وي.

پوښتنه مې پرې وکړه. راته ویل یې چې د ځیګر له درده دومره نه دی په عذاب لکه له یوازیتوبه چې کړیږي. ما ډاډ ورکړ چې شکر غبرګ زامن دې شته.

سترګې یې ورپولې. ورته انتظار شوم چې څه ووایي. بیا مې پوښتنه ترې وکړه:

-ښه یې؟

ورو یې هو کړل. ورته ومې ویل:

-دا پردې به بیرته کړم تیاره ده

 د دوا کڅوړه یې ورکش کړه ما اوبه ورته ونیولې. ده سر وخوځاوه له ترموزه یې چای ورواخیست.

د کړکۍ خواته یې وکتل لکه څوک چې بهر ته غوږ نیسي. ورته ومې ویل:

-څه خو دې پکار نه دي؟

سترګې یې پټې ونیولې. پوښتنه مې وکړه:

-کوم ځای دې ډیر درد کوي؟

پر خپلې ښۍ خوا یې لاس تیر کړ، بیا یې سترګې سره ورغلې. ورو راپاڅیدم دروازې ته لا نه وم رسیدلی چې راغږ یې کړل:

-څه شوې؟

-ما فکر وکړ چې ویده شوې

– زامن مې پنځه ورځې شپږ ورځې وروسته راځي په دوو پښو دلته راته ودریږي بیا بیرته ولاړ شي.

-دلته ژوند همداسې دی که کار ونه کړي څه به خوري

ده سر پر بسترې کیښود. دباندې د پیشو میو میو شو. سر یې راجګ کړ:

-د ګاونډي زیړه پیشو ده پخوا چې روغ وم راتله به اوس دا هم نه راځي دا دروازه مې د دې لپاره خلاصه پرې ایښي وي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *