پر ځينو رسنيو خپاره شوي راپورونه ښيي چې د افغانستان د ملي امنيت لوی رييس محمد مصعوم ستانکزی د پارلمان له خوا استيضاح کېږي او په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په اړه ورڅخه د وکيلانو له خوا کلکې پوښتنې کېږي، خو د دغې کيسې تر شا سوکه سوکه نورې کيسې او دسيسې سر راپورته کوي.

سرخط ته له ځينو باوري سرچينو څخه رسېدلي مالومات ښيي چې د پارلمان دوه وکيلان له څه مودې راهيسې هڅې کوي چې نور وکيلان هم وهڅوي چې ستانکزی استيضاح کړي.

دغه وکيلان يو د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون او بل يې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی محمد نعيم حميدزی لالی دی.

دولتي سرچينې وايي، دوی په دې توګه غواړي د ملي امنيت پر لوی رييس محمد معصوم ستانکزي فشار راوړي.

په دې سربېره، د دغې کيسې يو سر تر پير صاحب سيد اسحاق ګيلاني پورې هم رسېږي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د ملي امنيت لوی رياست د همايون همايون او حميدزي لالي پر ضد يوه دوسيه جوړه کړې چې له اسنادو او شواهدو سره يې لويې څارنوالي ته وسپاري.

د سرچينو په خبره، په دغه دوسيه کې، پر دغو کسانو د ځمکو د غصب، تزوير، قاچاق او نورو هېوادونو ته د جاسوسي تورونه پورې شوي دي.

په دې سربېره، د ملي امنيت لوی رياست د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګيلاني پر ضد هم دوسيه جوړه کړې وه او لويې څارنوالي ته يې سپارلې وه.

دغه دوسيه د هغو څرګندونو په اړه وه چې اسحاق ګيلاني په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې وکړې.

په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې وېډيو کې ښکاري چې په دغه کنفرانس کې اسحاق ګيلاني وايي، هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

د سرچينو په خبره، اوس د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی حميدزی لالی هڅې کوي چې د ملي امنيت پر رييس معصوم ستانکزي فشار راوړي چې د دوی دوسيې وتړي.

دوی د پارلمان وکيلان له بېلابېلو لارو هڅوي چې د ملي امنيت رييس استيضاح کړي او په دې توګه پر هغه فشار راوړي چې دوسيې يې وتړي.

دوی يوازې خپلې نه، بلکې د اسحاق ګيلاني د دوسيې تړل هم غواړي.

سرچينو سرخط ته د هغو تذکرو کاپيانې هم سپارلې دي چې ګواکې له دغو دوسيو سره مرسته کوي او د اسنادو په توګه څارنوالي ته لېږلې کېږي.

سرخط غوښتل په دې اړه د همايون همايون او حميدزي لالي دواړو نظرونه واخلي.

خو د همايون همايون سکرټر وويل چې ښاغلی له نورو وکيلانو سره په يوه جلسه کې دی، وخت نه لري او حميدزي لالي بيا ټلېفون ته ځواب و نه وايه.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “د ملي امنيت د لوی رييس د استيضاح تر شا پټ داستان”
  1. ملي امنیت باید دومره پټ کار وکړي چې هیڅوک پرې پوه نشي. دا څنګه دوسیې دي چې لا یې د عملي کولو اول قدم نه دی اخیستل شوی او ترې تورنو کسانو پورې یې جزیات رسېدلي دي.

  2. خو زه بیا یوه ورځ د احوال څخه و د کور په په یوه ټکسی کی سپور شوم ، خو چی کله د عبدالحق څلورلاری ته راورسیدلم نو می له ډریوره څخه وپوښتل چی ، یوازی همدای ټکسی چلوی او که کومه بله دنده هم ورسره لری ، نو په ځواب کی یی راته وویل چی من در امنیت هستم او خپله توفنګچه یی هم را وښودله ، نو دا باید ووایم چی بعضی بیسواده خلک شته چی د امینت په لیکو یوازی د خلکو د زورونی لپاره ګمارل شوی دی نه د هیواد د خدمت لپاره او دا ټول د یو او بل د پیژندنی پر بنسټ ګمارل شوی دی چی باید په راتلوونکو انتخاباتو کی د امنیت په ریاست کی له سره نظرسنجی وشی او د لوړو زده کړو لرونکی او مستحق کسان وګمارل شی نه اوباشان او لنډه غران .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *