ژباړه: افتخار احمد زهیر

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د هندوستان په کټک سیمه کې یوې شادو نوی پیدا شوی ماشوم تښتولی دی.

رسنۍ وایي د کټک په تلابستان کلي کې د شپاړسو ورځو یو ماشوم چې په خپل کور کې له مور سره ویده وو، دې بیزو یا شادو د مور له څنګه راوچت کړی او تښتولی دی.

کله چې مور خپل ماشوم ولیده چې چې بیزو یې ترې تښتوي نو چیغې یې کړې او (ماشوم له بیزو وژغورې) نارې یې وهلې خو ماشوم ترې بیزو وتښتاوه، له دې وروسته یې په همدغه سیمه کې اړونده ادارې ته د شادو له لورې د خپل ماشوم د تښتولو شکایت وکړ.

د کټک سیمې د ځنګلونو اداره وایي چې د ماشوم د ژغورنې لپاره یې ۳۰ کسان په درې ګروپونو ویشلي تر څو ماشوم ډېر ژر پیدا کړي .

د دغه پلټونکې ډلې مشر سنګرام کیشري د ماشوم د مور له قوله ویلي چې ماشوم یې یو ډول انفکشن یا عفونت درلود  او د دې له وجې غږ او ژړا هم کمه او ان تر دې حده چې نه اوریدل کیده، نو په دې وجه د ماشوم معلومول ډېر سخت دي او تر اوسه دوی نه دي بریالي شوي چې تښتول شوی ماشوم پیدا کړي.

د دغې سیمې خلکو هندي رسنیو ته ویلي چې له دې یو څو ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د شادوګانو لخوا په ډلیزه توګه پر خلکو د لرګیو او کوچنیو ډبرو بریدونه شوي چې یو شمیر خلک پکې ټپیان شوې هم دي .

دوی وايي په دې اړه یې څو ځلې د ځنګلونو ادارې ته خبر ورکړی خو تر اوسه پورې یې پرې جدي اقدام نه دی کړی .

یو کال پخوا (د ۲۰۱۷ اپریل) د هند په اترپردېش ایالت کې پولیسو د یوط ماشومې د موندلو هڅه پیل کړې وه چې د دوی په وینا ډېر وخت یې له بیزوګانو سره تېر کړی دی. (تفصیل)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *