تاند- د یونسکو مشرې ارینا بوکووا د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې اوس د نړۍ څلور اتیا فیصده اوسېدونکي لیک لوست کولای شي ، حال دا چې په ۱۹۹۰ کال کې یوازې شپږ اویا فیصده خلک باسواده وو. ارینا بوکووا د باسواده کسانو د شمېر زیاتېدل د بشر لپاره ښه زیری بللی دی. د دې په پیغام کې راغلي دي چې له باسواده کسانو سره ترنالوستو کسانو د خپل ژوند اختیار ډېر وي. دغه راز باسواده کسان مهارتونه په اسانۍ سره زده کوي او په ټولنیزو چارو کې ګډون او د خپل ذوق او کلتور څرګندول او شریکول ورته نسبتا اسانه وي.
د یونسکو مشره وایي چې که څه هم کال په کال د باسواده کسانو شمېره زیاته شوې ده خو بیا هم په مخ کې ډېر مشکلات پراته دي. په ځینو ټولنو کې اوس هم د جینکو د تعلیم او سواد په مخ کې خنډونه ولاړ دي او له لویه سره په سلګونو میلونه کسان لا لیک و لوست نه شي کولای.
د یونسکو د مشرې په پیغام کې لولو چې په اوسنۍ زمانه کې سواد خورا ډېر مهم ګرځېدلی دی ځکه ډوډۍ ګټل او مناسب کار و کسب پیدا کول له سواد او زده کړو پرته ډېر مشکل شوي دي او په اوسنۍ زمانه کې لیک لوست او سواد د سولې او د ټولنې د ترقي او پرمختګ لپاره ډېر اهمیت لري.