ژباړه: حمیدالله حمیدي-

معلومه خبره ده چې د ټولو انسانانو مرګ او ژوند یوازې د خدای پاک په لاس کې دي او په دې هم پوره باور لرو، مخکې له دې چې انسان نړۍ ته راشي د مرګ ورځ، خوراک او څښاک هر څه یې له پیدایښت وړاندې ټاکل شوي وي. هغه عمر چې د خدای پاک له لوري راته ټاکل شوی، یوه ثانیه هم بدلون نه کوي. دلته هغه لارې چارې درښيو چې پر مټ يې تر وخت مخکې زړښت مخه نيول کېدای شي:

په ژوند کې څو کوچني بدلونونه کولای شي ستاسو د عمر د زیاتوالي لامل شي. وروستیو څېړنو ښودلې، ځینې بد عادتونه لکه سګرېټ څکول، ورزش نه کول او په کافي ډول د مېوو او سبزیو نه کارول د دې لامل ګرځي چې مرګ مو ژر مېلمه شي او یا هم په کم عمر کې د زړو کسانو څېره خپله کړی.

خو له نېکه مرغه ځینې واړه کارونه شته چې په ترسره کولو سره یې کولای شی هم ښکلې څېره ولری او هم ځوان پاتې شی:

۱زیات خوراک مه کوئ

۲ټلوېزیون ته ډېر مه ګورئ

۳لمر ته د ډېر وخت لپاره مه کېنئ

۴له یوازېتوبه ځان وژغورئ

۵مېوه او سبزي وخورئ

۶ورزش وکړئ

۷سګرېټ مه څکوئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *