موټر د روغتون په مخ کې ودرېد، یو تن په منډه روغتون ته راغی، د مالوماتو د څانګې په مخ کې ودرېد، په ورخطایۍ یې وویل: عاجل ناروغ مو راوړی، تذکره راکړﺉ، چې ناروغ راوړو.

د مالوماتو د څانګې مسؤل د روغتون کارکوونکو ته په تلیفون کې وویل، چې په بیړه له موټر څخه ناروغ راښکته کړي او عاجل خونې ته یې یوسي.

نوکریوال ډاکټر په عاجل خونه کې سپین ږیری په چپرکټ اوږد وغځاوه، څه پرې شوي دي؟ دا جامې یې ولې په خټو ککړې دي؟ اوهو دا خو یې پښه ماته، تاسې همدلته اوسی، زه ځم چې جراح راولم.

ښه ځنډ وروسته د سپین ږیري پښه په سپین بنداج تړل شوې وه، د بستر په خونه کې په چپرکټ غځېدلی ؤ، په خوله او پزه یې د اوکسیجن ماسک تړلی ؤ او په ښي لاس کې یې د سیرومو ستن بنده وه.

نرس د ناروغ د دوسیې په کتلو بوخت و، چې دروازه راخلاصه شوه، سپین سرې مېرمن یې لکڼه لګوله او د ناروغ په چپرکټ یې تکیه وکړه، په بنده سا او ژړغوني آواز یې خبرې شروع کړې.

خدایه زه دې ځار شم، څنګه خراب قسمت مو دی، خلک اولاد وغواړي، خدای زوی ورکړي، ژوند یې ور سره ښه شي، موږ هم د زوی څښتن شوو، خو نه مو یې په شتون کې خیر ولید او نه په بېلتون کې…

نرس د ناروغ له بستر خونې نه په وتو وو، خو د سپین سرې ښځې له دې خبرو سره څه په زړه کې ور وګرځېدل، پښه یې ونیوه، مخ یې ور واړاوه، مورې کاکا خو تر اوسه په خبرو نه دی راغلی، چې د پېښې په اړه ترې وپوښتو او له اولاد څخه مو ګیله په څه ده؟

سپین سرې د ټیکري پیڅکه را ونیوه، خپل ګونځې مخ ته یې یووړه، سترګې یې پرې پاکې کړې، اوښښی زویه څه مو کوې، زموږ په حال دې خدای هېڅوک هم نه کوي، خو اولاد بد شی دی، هرڅومره که له مور او پلار سره بد چلند وکړي، بیا هم د مور او پلار بد نه ورباندې لورېږي.

نرس په خبره کې ور ولوېد، آخر خبره څه ده؟

سپین سرې یو ځل بیا خپلې سترګې د ټیکري په پیڅکه پاکې کړې، له پنځو لوڼو وروسته خدای پاک یو زوی راکړ، له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېدو، په ډېر ناز مو لوی کړ، درسونه مو ورباندې وویل، څه هستي او شتمني مو چې درلوده په ده مو مصرف کړه، درسونه یې خلاص کړل، دنده یې واخیسته، تر دې وخته ښه وو، په خپله خوښه مو واده ورته وکړ، خو د واده په دریمه ورځ یې په کور کې یوازې پرېښودو، نه دا چې زموږ دروازه یې دا شپږ میاشتې په سترګو نه ده لیدلې، بلکې خپله دروازه یې هم زموږ په مخ بنده کړې، څو ځله یې د ځینو دوستانو په لاس احوال را ولېږه، چې کور ته خو څه، چې په مخه دې هم نه راځي، زه د دوی له خاطره خپله مېرمن نه شم خپه کولای، له ما سره یې په همدې شرط واده کړی، چې د خواښې او خسر مخ باید ونه ویني.

زړې ښځې په خپله لکڼه دواړه لاسونه تکیه کړل، دا شپږ میاشتې کېږي، چې زموږ هېڅ خبر یې نه دی اخیستی، چې وږي یو او که تږي، خو خلک ریښتیا وایي، چې اولاد د زړه ټوټه ده، د زړه ټوټه کله څوک پرېښودای شي، سهار یې پلار وویل، غواړم نن مې زوی وینم، هغه ځای ته ورځم، چې هلته دی موټر ته درېږي، ګوندې وي چې موټر څو دقیقې وروسته راشي او د ده په لیدو مې سترګې خوږې شي، په دې خو مې باور دی، چې خبرې خو هسې هم نه راسره کوي او که یې سترګې را باندې ولګي نو کېدای شي لاره راڅخه چپه کړي.

زړه ښځه یو ځل بیا په سلګو شوه، درېغی چې اولاد د مور اوپلار نیمایي رحم، عاطفه او مینه درلودای، خاوند مې د خپل یوازني زوی د لیدو په غم کې دومره غرق تللی ؤ، چې په لاره کې یې هسکې او ژورې هېڅ نه لیدې، ښه و، چې نیژدې ګاونډی مو ورباندې راخبر شوی و، خدای دې خیر ورکړي، له لښتي څخه یې را پورته کړی ؤ او تر دې ځایه یې په موټر کې را رسولی ؤ، دا دی، دی د خپل زوی د لیدو له امله په روغتون کې بستر او زوی به یې خدای خبر، چې ورباندې ځان خبر هم کړي او کنه؟

۱۳۹۲ـ ۰۷ـ ۰۴

2013-09-26

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *