تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د افغانستان له قوانینو سره سم حتي طالبان هم د رای ورکولو او کاندیدو حق لري.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمکیسیون ویندوی دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس پرون /یکشنبه/ وویل چې د سرطان د ۱۶ پر ځای به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات د میزان په اته ویشتمه نېټه ترسره شي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی علیرضا روحاني وویل«د طالبانو په ګډون ټول په شرایطو برابر افغانان د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د نومونې او رای ورکولو حق لري.»
په عین حال کې داسې هیلې شته چې د سولې په اړه د ولسمشر غني د وروستیو وړاندیزونو په نتیجه کې به طالبان تر انتخاباتو وړاندې اوربند وکړي او خلک به اجازه پیدا کړي چې په ډاډه زړه خپلې رایې استعمال کړي.