تاند- د خوړو نړیواله اداره (WFP) وايي، په افغانستان کې ۱۳ ملیون تنه غذايي امنیت نه لري.

د ملګروملتو او نړیوال بانک د تعریف پر اساس د غذايي امنیت نه لرل درې وخته ډوډۍ نه لرلو ته ویل کېږي.

په ملګروملتو پورې د دې اړوندې ادارې اجرايي ريیس ډیوید بیزلي نن /یکشنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، درې کاله وړاندې د دې ډول افغانانو شمېر نژدې ۹ ملیونه وو.

د ده په وینا له ۱۳ ملیونه افغانانو څخه، چې غذايی امنیت نه لري، ۸ ملیونه یې سخت خوار دي او حتي د یوه وخت ډوډۍ په ګرانه نه شي موندلی.

ښاغلي بیزلي د افغانانو غذايي امنیت د اندېښنې وباله، ویې ویل چې د جګړې دوام او د وچکالیو په وجه اقلیمي بدلون په تېرو درو کلونو کې افغانان لا بېوزلي کړي او پر دې سربېره خپل هیواد ته د ملیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدو هم دا ستونزه پراخه کړې ده.

ده خبرداری ورکړ چې که د افغانانو د غذايي امنیت د جدي ستونزې غم ونه خوړل شي، لا ډېر افغانان به بې ځایه شي.

د خوړو د نړیوالې ادارې د ريیس په وینا له دې ستونزې سره د مقابلې او له ۲ ملیونه او ۷ لکه افغانانو سره د مرستې لپاره د ده اداره ۱۸۴ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د خوړو نړیوالې ادارې ته ۳۰ ملیون ډالره په لاس ورغلي دي.

2 thoughts on “د خوړو نړیواله اداره وايي۱۳ ملیونه افغانان د نس مړولو وس نه لري”
  1. دا ډير د افسوس او شرم ځای دی چې ۱۳ میلونه افغانان درې وخته ډوډۍ نلري، خو دولت یې په تیرو ۴ کالو کې د پيسوپه ویش او فساد سره لاس او ګریوان او د امنیت ساحه یې ورځ تر بلې تنګیږي. که چیرته په دولتي چارواکو، ولسي جرکه او سناء کې لږ هم غیرت او افغانیت موجود وي نو باید ټول استعفا ورکړي او که دا کار ونکړي نو افغان ویده ولس ته پکار ده چې دا مفسد، داړه مار او غله چارواکي سنګسار او دا چیپټرد تل لپاره بند کړي.

  2. د هر وږی او مظلوم انسان او افغان د ناخوالی او بدی ورځی پړه فقط او فقط د هغه چا پر غاړه ده کوم چه نن هڅه کوی د خپلو هیوادو وګړی د چاغښت او مړې خیټی د خطرنو څخه وژغوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *