د ارچي په بمبارۍ کې ټپي شوی ماشوم/ عکس د فرانس پریس عکاس اخیستی دی

تاند- د کندوز ولایت په ارچي ولسوالي کې پر یوې مدرسې په هوايي حمله کې ملکیان او وسله وال طالبان وژل شوي دي.

شاهدان وايي چې په دې برید کې، چې نن /دوشنبه/ وشو، اکثره وژل شوي کسان د مدرسې زده کوونکي دي خو چارواکي وايي چې په وژل شویو کې ډېری وسله وال طالبان دي.

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ادعا کړې چې په وژل شویو کې د طالبانو مهم قوماندانان شامل دي.

دوی په عین حال کې منلې ده چې په حمله کې ملکیان هم وژل شوي دي.

په کندوز ښار کې د روغتون یوه ډاکتر نعیم منګل فرانس پریس اژانس ته وویل«ګڼ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي. په ټپیانو کې تنکي ماشومان هم شامل دي چې د کندوز ساحوي روغتون ته راوړل شوي دي.»

د ټپیانو خپلوانو د روغتون په خوله کې فرانس پریس ته ویلي چې حمله په داسې وخت کې وشوه چې په مدرسه کې د زده کوونکو د فراغت مراسم جوړ شوي وو.

د دفاع وزارت یوه ویندوی محمد رادمنش تایید کړه چې افغان هوايي ځواک د کندوز په ارچي ولسوالي کې برید کړی خو ویې ویل چې هوايي ځواک د طالبانو د روزنې پر یوه مرکز بمباري کړې ده.

ویاند په برید کې د ملکیانو مرګ ژوبله رد کړه.

رادمنش همداراز ادعا وکړه«د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.»

رادمنش دا هم وویل چې ۲۰ تنه نور طالبان ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د اردو د شلمې فرقې ویندوی غلام حضرت ادعا کړې چې د طالبانو په دغه روزنیز مرکز کې د کوټې د شورا یو غړی هم وژل شوی دی.

غلام حضرت وايي چې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.

له ده دا پوښتنه نه ده شوې چې روغتون ته وړل شوي ټپي ماشومان څوک دي.

د افغانستان اکثره دولتي ویندویان له دې سره سره چې اوس رسنۍ زیاتې دي او عکس او نور شواهد د موبایل او نورو وسایلو په ذریعه اسانه ترلاسه کېږي، ضد و نقیض ادعاوې کوي.

د کندوز یوه بل چارواکي خبري اژانسونو ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې په دې برید کې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي یا ټپیان دي.

7 thoughts on “د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې بمبارۍ ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې”
  1. ولسمشر غني باید د دې ناوړې پېښې د تعقیب او د عاملینو د محکومولو او سزا ورکولو حکم وکړي.‌ دا ډېر احمقانه او وحشیانه کار دی چې د دوه درې طالبانو د وژلو لپاره د ماشومانو په داسې یوه غونډه برید کیږي چې د دیني علم د زده کولو لپاره سره راټول شوي وي. اصلا کیدای شي دا کار په حکومت کې دننه د سولې د مخالفانو او یا د ژبنیو او اتنیکي متعصبینو له خوا شوی وي. که داسې حماقت روان وي حتما هغه ماشومان چې د دیني علومو د زده کړې شوق لري د چټلستان مدرسو ته ځي او له هغه ځای نه خو ټولو ته معلومه ده چې څه ترې جوړوي.‌

  2. Nobody needs to go anywhere else to became a MOJAHID we are all mojahiden stop putting your dirt on somebody else.

    This place that some of us very respect as a DENE MADRSA giving us noting else then terrorist

    They were not one or two they were 25 of them send to were they wished for JANAT and 70 arabic imagines prostitute

    Some people should stop and think about things more seriously

  3. د دستار بندی په مراسمو کی ټول د طالبان ملګری او دهغوی دوستان سره راغونډیږی. که ملکیان هم وژل شوی هغه ملکیان هغه کسان دی چه د طالبانو محفل ته ورغلی وو او د هغوی خوا خوړی وو. کله چه د کابل په انتحاری که بیګناه وژل کیږی د طالبان خوا خوږی خو د سل واری و وژل شی. وایی مکوه په جا چه و بشی په تا

  4. په د باندی باید فکر وشی چه ایا داسی کړنې دولت ته زیان رسوی او که ګټه؟
    د دوو طالبانو د وږلو لپاره (چه هغه به حقیقت وی او کنه) په ټوله مدرسه باندی بمباری کول څه معنا لری؟
    ایا د دینی زدکړو او مدرسو بندول مقصد دی؟
    ایا د دینی زدکړو لپاره خلک پاکستان ته لاړ شی تر څو د افغان دولت په ضد تربیه شی؟
    ایا په دولت کی د ننه داسی کسان موجود دی چه غواړی عوام د دولت په ضد راوپراوی؟
    یا د نورو بهرانیانو په اشارو داسی کارونه کیږی تر څو جنګ ته دوام ورکړی؟

  5. Pakistan needs those Terrorist nest because they are using it for there interest why on earth we need them there is a historical background which some of ower Afghans should be aware then talking about this issue

    Secondly in this world everything is valued by there good to society emotional and imagination thinking would never take place of reality.

    Third point is that why is that always MULLAH MADRSA and fake imagination is against progress all those who wanted good for ower nation were labelled by those good for nothing MULLAHS and they destroyed ower country those Afghans which have dought should refer to history

    This fight is not from today but from very long time those who want to stop progress would be crushed under the weight of it.
    Neither Mullah madras or few thousand old imagination can stop human journey if you have dought then just look in present you can’t find very little from a decade ago

    Wake up the days of Mullah and madrasa is over..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *