سرخط ورځپاڼه
حمید فراز
استاد محمد تنها په بي‌بي‌سي وېبپاڼه کې د ستر فزیکپوه “سټېفن هاکینګ” له مړینې په تاثر خپله یوه لیکنه خپره کړې ده. زه چې يې د لوستلو پر مهال کوم یوازېني جالب ټکي ته متوجه شوم، هغه په خپله د لیکنې د منځپانګې او د لیکوال د اصلیت و فکر تر منځ خورا فاحش او چیغې وهونکی تفاوت و. د استاد تنها د لیکنې محور دا پوښتنه ده چې “موږ ولې هر څه له عقیدې سره تړو؟” په داسې حال کې چې دی پخپله تل کوښښ کوي چې ځای-بې‌ځایه”ساینس د عقیدې پر وړاندې ودروي.” هغه هم دې حیرانوونکي حقیقت ته په پام چې “عقیده و دین” او”ساینس” دوه خورا بېل ډګرونه دي.

د ساینس تعریف ته په پام چې عقیدې و دین کومه موضوع -له مرګ وروسته ژوندون- خپل مقصد ګرځولی دی، ساینس په هغه کې هيڅ د ورګډېدو حق ځان ته نه ورکوي، ځکه ساینس يوازې د مشاهدې و تجربې له مخې مسایل څېړي او تر مرګ وروسته ژوندن داسې څه نه دی چې دی یې مشاهده یا تجربه کړلای شي. «البته په دې لیکنه کې زه يوازې د اسلامي دین و عقیدې په اړه غږېږم.»

ساینس پر بهرنۍ نړۍ یانې “مادې” بحث کوي او يوازې دا پوښتنه ځوابوي چې “څنګه؟” مګر دین و عقیده پر دروني نړۍ یعنې”نفس” غږېږي او دې پوښتنې ته ځواب وايي چې “ولې؟”
لکه څنګه چې په بهرنۍ دنیا کې له بې‌پایه کایناتو سره مخامخ یو، همداسې مو په درون کې هم د کايناتو غوندې یو بل عظیم جهان ودان دی. لکه څنګه چې د یوې روښانتیا ته سخته اړتیا ده، همداسې د بلې وضاحت ته هم حیاتي ضرورت دی چې ان له ورباندي پوهېدو پرته انسان ته ساه اخیستل هم په لوی عذاب بدلېدای شي.
ساینس که د یوې نړۍ په تیارو کې د وړاندې تګ مشال په لاس راکوي؛ نو دین و عقیده د بلې نړۍ تیاره ګوټونه راته روښانه کوي.

مرګ د انساني ژوند هغه تر ټولو ستر حقیقت دی چې هم یې په واقع کېدو د انسان دروني نړۍ سخت ټکان خوري او هم یې بهرنی جهان پر وړاندې ځان خورا بې‌وسه احساسوي. د انسانیت له پیله انساني ذهن و فکر تل په همدې اړه جدي اندېښنو او ژورو پوښتنو بوخت ساتلی دی؛ ایا مرګ د انساني ژوند وروستی پړاو دی؟ ایا د روح خورا مبهم نوعیت او د انسان د “ارادې و انتخاب” انتهايي غیرعادي ځواک ته په پام بل ژوندون شته؟ تر مرګ وروسته له انسان سره څه کېږي؟ که څه نه کېږي او همدا یې د هستۍ وروستی سټېج دی نو بیا د جبر و اختیار، ظلم و مظلومیت او زور و کمزورۍ فلسفې په نظر کې نیولو عدالت او د انساني خپلمنځي اعمالو حساب-کتاب څنګه کېږي؟ ایا د دوی د محاسبې لپاره د بل ژوندانه د شتون اړتیا منطقي و لازمي نه برېښي…؟

دغو او داسې نورو ډېرو پوښتنو ته تر ټولو منطقي او بهترین ځواب يوازې همدا دین و عقیدې وړاندې کړی دی. بناءً لکه څنګه چې ساینس د انساني ژوند سخت ضرورت او د ستر ارزښت وړ دی، همداسې دین هم تر هغه ډېر د زیات اهمیت وړ دی، ځکه کله چې ساینس د خپل اوسني پرمختګ په پرتله د نطفې په حال کې و، دین ان هغه مهال د انساني ژوندانه د تر ټولو ستر حقیقت “مرګ” او همدا شان دروني نړۍ د رازونو په اړه د انسان جدي اندېښنې ځوابولې!

د ساینس او دین و عقیدې دواړو هدف د انسانانو د ژوند بهتره کول دي. یوه انسانانو ته د مادې د قوانینو د موندلو په پایله کې د عجیبو و غریبو اختراعاتو په ورکولو خورا ستر خدمت کړی او ژوند یې ور ارام کړی دی. بل هم د هغوی د نه ځوابېدونکو پوښتنو په ځوابولو هغوی ته د روحي و ذهني ګډوډۍ په ګرداب کې له ځان بایللو او په اخلاقي انحطاط له اخته کېدو نجات ورکړی دی، خپل اصلیت ته یې متوجه کړي دي او د خپل خالق په ورپېژندلو یې د ژوند مقصد ور په ګوته کړی دی.
که له یوه څخه د هیروشیما او ناګاساکي غوندې بشري فاجعو په را منځ ته کېدو او نورو کېمیاوي او بیولوجیکي وسلو په جوړېدو د بشریت پر ضد کار اخیستل شوی دی، همداسې له بله هم د بشري ژوندانه په اوږدو کې په غلط تعبیرېدلو وخت ناوخته انساني ټولنې زیانمنې کړل شوې دي. نه باید د یوه غلطه استفاده د هغه اهمیت و ارزښت تر سوال لاندې راولي او نه هم باید د بل ناسم تفسیر د هغه رښتینولي او حقانیت ته څه صدمه ورسوي.

بناءً د دین و عقیدې او ساینس د موضوعاتو خورا متفاوتو ډګرونو ته په پام نهایت غیرمنطقي ده چې دوی دواړه له یو بل سره د همږغي کولو پر ځای د یوه و بل په تقابل کې درول کېږي او استاد تنها همېشه دا کار کړی دی. ده تل دین و عقیده د ساینس پر وړاندې ټوکه ګڼلې ده او ملنډې يې ورباندې وهلې دي. د استاد تنها په اند د دین پیروان احمقان دي او لکه څنګه چې په خپله لیکنه کې وايي، د یوې “روښانې ټولنې” د را منځ ته کېدو لپاره باید د دین ځای فقط ساینس خپل کړي.
دا عیناً هغسې جذباتي او خورا غیرعلمي برخورد دی لکه څنګه چې یې سټیفن هاکینګ غوندې ستر او قدرمن انسان ته د دین ناپوه “مردار” ویونکي پیروان له ساینس سره کوي. استاد تنها د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايي؛ “مونږ څوک یو چې د یو چا دومره علمي لاسبري ته یوازې د خپلو باورونو له زاویې وګورو؟ آیا مونږ ریښتیا پوهېږو چې هاکینګ څه کړي او په څه باور وو؟ آیا مونږ ریښتیا په ټوله مانا د هغه باورونو باندې پوی شوي یو؟ په هغه څه پوی شوي یو چې ده به ویل؟ د ده په ساینسي نظریاتو لا ډېر کم ساینسپوهان پوهېدل نو مونږ څنګه دا حق ځانته ورکوو چې د ده په عامو نظریاتو پوی شوي یو؟”.

خو دی کاشکې له دین و عقیدې سره د برخورد پر مهال دغه پوښتنې له ځانه هم وکړي. ایا ده پخپله واقعاً دین له تعصبه په خلاص دید مطالعه کړی و پېژندلی او ورباندې پوه شوی دی؟ ایا د دې دومرې ستري پدیدې چې د میلیارډونو انسانانو ژوند ته یې رنګ و مفهوم ورکړی دی، عدالت و قسط ته یې هڅولي دي او خپل مقام یې ورپېژندلی، ماهیت درک کړی دی؟ او ایا خپل -علمي- مسلک ته په کتو یې پر دین د نیوکې پر مهال له علمي و منطقي روشه کار اخیستی دی؟

استاد تنها او یا د ده له لوري پر شا ټپول کېدونکو او د ده د کړۍ کسانو چې تر اوسه هم کله په لیکنو، فېسبوک، شخصي مجالسو او نورو پلاټفورمونو کې دیني و عقیدوي مسایل مطرح کړي دي، استدلال یې يوازې و يوازې په جذباتو -او ان ریشخند- په ځینو تاریخي وقایعو کړی دی، نه دا چې علمي و منطقي شننه او جاج اخیستنه یې د خپل تنقید بنیاد ګرځولې وي. په داسې حال کې چې د تاریخ پاڼې له داسې ډېرو حوادثو ډکې دي چې تقریباً هر څوک هر څه په ثابتولای شي. ان طالبي-غیرانساني فکر هم په توجیه کېدای شي.
په کار خو دا ده چې په دغسې مسایلو کې له جذباتو او احساساتو لېرې منطقي و اصولي بحث وشي چې هغه د متقابل درنښت په فضا کې د هرې تګلارې د سرچينو دقیقه او له تعصبه په خلاص ذهنیت شننه ده.

استاد تنها د خپلي لیکني په یوه برخه کې ډېره پر ځای ګیله کوي، چې باید د نظر و باور اختلاف د چا د سپکاوي باعث ونه ګرځېږي. مګر دې ته بیا پام نه کوي چې له علمي موضوعاتو سره جذباتي او سلیقوي برخورد په خپله اتومات همدغه سپکاوي ته لار هواروي. په حقیقت کې سټيفن غوندې خیرخواه او نابغه انسانانو ته د مردار ویونکو کسانو په فکري جوړښت کې د همدغسې چلند لوی لاس دی، ځکه دا یې له طبیعي پایلو څخه ده او که دغسې برخورد بیا یو ډاکټر کوي؛ نو به بالکل هغه “که کفر از مکه برخیزد …” غوندې بده خبره وي.

اصلاً د دې پر ځای چې په لوی لاس دوې د بشریت په خیر تګلارې د یوې-بلې په ضد کې دروو او ټولنه ناحقه پر دوو متضادو او دښمنو قطبونو وېشو، عاقلانه دا ده چې د هغوی د همږغۍ او اتحاد د را منځ ته کولو او پر مشترکاتو يې د خلکو د پوهولو لپاره کار وکړو. ساینس هيڅکله د دین خلاف نه دی او نه هم دین و عقیدې د ساینس د دښمنۍ دعوه کړې ده. بلکې لا د ساینس څرګند او خورا قوي تايید کوي او ان انسانان په دې اړه تحقیق، خاصې توجه او عقل و فکر کارولو ته تشویقوي.
استاد تنها د خپلې لیکنې په پای کې دا هم وايي؛ “ساینس او منطق ته -دي- تر بل هر باور اولویت ورکړل شي ترڅو ټولنه سوکه سوکه خپل د تورو شپو بړستن نوره ونغاړي.”

لومړی خو یې فقط له دغې یوې جملې د دین په اړه خپل ټول نړۍلید خورا ښه څرګندېږي، دویم دا چې په دې خبره کې یې ولې دا قطعي پرېکړه کړې ده چې پر ساینس باور د نجات لار او دین و عقیده شا ته پرېښودل له تورو شپو د وتلو لامل ده؟ د کوم منطق له مخې باید ساینس ته پر دین و عقیدې فوقیت ورکړل شي!؟ ولې باید دغسې غوڅه فیصله وشي، هغه هم د دغسې دوو خورا بېلو او متفاوتو تګلارو په اړه!؟ ښکاره ده چې دا یو جذباتي و احساساتي او غیرعلمي لیدلوری دی.
د دغسې خبرې پر ځای خو په کار دا وه چې ویل شوي وای هرې یوې ته دې د هغې د خپل ارزښت و مقام په نظر کې نیولو خپل خپل اهمیت ورکړل شي. هرې یوې ته دې د درنښت په سترګه وکتل شي او له هرې یوې څخه دې د بشریت د خیر لپاره اعلی استفاده وشي. همدا شان، د دواړو په باره کې دې سالم علمي او له جذباتو لېرې بحثونه او سوالونه مطرح کړل شي او بیا دې علمي اصولو ته په ژمنتیا ځواب کړل شي!

له دې څخه په پوره وضاحت ښکاري چې دی اصلاً د دین پر ماهیت نه پوهېږي!
خبره ډېره اوږدېدای شي، خو زه یې نه غځوم. فقط په پای کې دا وایم چې موږ له استاد تنها غوندې پی‌ایچ‌ډي کسانو څخه د پراخ فکر، له تعصبه خلاصې جهان‌بیني او د ټولنې له منځه د جاهلانه افکارو، دریځونو او پرېکړو د محوه کولو خورا لویه تمه لرو. که دغسي علمي شخصیتونه دا کار و نه کړي او په ټولنه کې موجود فکري و نظریاتي اختلافونه -چي بېخي باید عادي و طبیعي وي- د سپکاوي او دښمنۍ له بڼو د یوه عادي نظریاتي اختلاف سطحي ته را و نه باسي نو بل څوک به دا کار وکړي!؟
البته دا یادونه هم لازمي بولم چې په دې لیکنه کې زما هدف په هيڅ صورت د چا د شخصي باور جاج اخیستنه نه ده، بلکې مقصد مې له موضوعاتو سره پر علمي و اصولي برخورد کولو ټینګار دی. همدا شان موخه مې په ټولنه کې د هغو افراطي باورونو پر وړاندې د مبارزې هڅه ده چې یوه خوا په کې هاکینګ غوندې د بشریت ستر خادم انسانان له ساینس سره د احمقانه دښمنۍ په وجه “مردار” ګڼي او بله خوا په کې د ورته متعصبانه لیدلوري له مخې له ټولنې د دین محوه کول غواړي.
له افراط و تعصبه د یوې ازادې او”فکري ویښتیا” برخمنې ټولنې په هیله!

سرخط ورځپاڼه
Sarkhat

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *