زموږ او ستاسې په ټولنه کې چې زیاتې ستونزې لرو او باید زیات کار وشي د پارلمان او یا د وکیلانو دنده ستر مسؤلیت دی، خو هغه څوک چې ملي ګتې تر شخصي ګټو لوړې ګنې او هدف يې ولس ته د خدمت کول وي، زما په اند داسې کسان به د ګوتو په شمېر وي، تر ټول مهمه موضوع دا ده چې څنګه یو دروند امانت چې هغه رایه ده، خپلو ځانونو ته د دنیا او اخېرت د عذاب سبب و نه ګرځو.
زما په اند د افغانستان له اوسنیو مشرانو او مقتدیرو چارواکو له خولو څخه بغیر له شخصي اهدافو نه د وطن د بهبود په خاطر یوه کلیمه ویل هم زه د افغانانو لپاره غنیمت ګڼم، خو تېره ورځ مو د حزب اسلامې له امرانجینر ګلبدین حکمتیار صاحب څخه واوریدل چې اوسنی پارلمان د وکیلانو د پېر او پلور په بازار بدل شوي ده، چې زه يې په ټوله کې یو رښتونی حقیقت بولم خو له بله اړخه دا خبره د وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شوه.

علاوه له دې نه مونږ د حکمتیار له هغې خبرې سره په پوره ډول موافق یو چې ویل يې په راتلونکو پارلماني تاکنو کې یو داسې چاته ته رایه ورکړئ چې هغه په هیواد مین او دې خاورې ته د خدمت کولو لپاره وړشخص وي ولو که زمونږ له حزب څخه هم نه وي.
هېره دې نه وي، چې پارلمان د ولس یو عزتمن کور دي په کار ده چې د اشخاصو په ورلېږلو کې يې ډېر دقت وشي. هغه د پښتو متل ده چې وايې اسانو نالونه وهل، چونډخو هم ورته پښې پورته کړې وې، اوس مهال چې لا پارلمانې انتخاباتو ته ډېرې ورځې هم پاتې دي په لسګونو داسې کسان يې په مینه کې لالهاند دي، چې پارلمان ته د رسیدو په هیله د هند، ترکیه، امریکا ، دوبي او داسې نورو اروپايې هیوادونو کې د کورونو د جوړولو نقشې له ځانه سره لري او غواړي چې دا مظلوم ولس په پاکه رایه خپل ځانونه ناوړه اهدافو ته ورسوي.
بل دا چې، که چېرې مونږ تاسو خپل رایه د ګوند، ژبې، قوم، سمت، اړیکه، پیسې او داسې نور غیر اخلاقي لارو په نوم وکاروله پایله به يې زمونږ او ګران هیواد په زیان وي او تېروتنې به مو نه جبرانیدونکې وي.
په ټوله کې مې له ګرانو هیوادوالو او په ځانګړي ډول له پکتیالوڅخه هیله دا ده چې خپل امانت په ډېر دقت او هیوادنۍ مینه یو داسې چاته چې پوه، هوښیار،په رښتوني مسلمان، صادق او په هیواد مین شخص وي ورکړي، چې په دې سره به مو له خپلې خوا خپله انساني او اسلامې وجیبه اداکړې وي او له بلې خوا به مو د دونیا او اخېرت له دروند مصؤلیته ځان خلاص کړي وي، مونږ تاسو د صحنې شاهیدان یو چې تر دې دمه پارلمانې وکیلانو ټول کارونه یواځې د شخصي اهدافو په پار تر سره کړي دي.
هیله مې دا ده په راتلونکي پارلمان ته داسې څوک وړاندې کړو چې ټول هیلې يې د ولس په پرمختګ پورې تړلې وي او په رښتوني د وطن اصل بچی او خدمتګار وي، نه دا چې رایه مو د یو داسې چا په ګټه وکاروو چې هغه د یو څو ورځو سوداګروي او یواځینی هدف يې په هیواد کې ځان مطرح کول او له دې لارې په یو بهرني هیواد پورې ځان تړل وي، نو ددې پر ځای ښه دا ده چې خپله رایه امانت له ځانه سره وساتو ترڅو د خیانت په لاره کې يې و نه کاروو، ځکه یو چاته رایه ورکول په خپله یو لوی مسؤلیت دی.
مونږ او تاسې څو واره ځینو بې وجدانه او خود خوا اشخاصو غولولي یو، او ددې په ځای چې سیمې ته خدمت وکړي د ځان ګتې په نظر کې لري، نو په راتلونکې کې د خپلې سیمې د ابادي په خاطر هڅه وکړئ چې یو داسې شخص غوره کړئ چې ستاسې د رايي قدر ورسره وي او خپلې سیمې ته په رښتونې مانا خدمت ګار وي.
د یوه اباد او ښکلي افغانستان په هیله.