د حمل په دیارلسمه نیټه د دشت ارچي د دفتاڼو د کلي په یوه مدرسه کې د دستاربندي په مراسمو باندې بمباري په لسګونو کسان وژلي او ژوبل کړي دي. هغوی چې له حکومت سره خواخوږي لري، ډیر زور یې په دې خبره دی چې د کوټې شورا هیات او د طالبان مهم قوماندانان پکې وژل شوي دي او هغوی چې له طالبانو سره خواخوږي لري، په دې زور اچوي چې په دې پیښه کې ملکي کسانو ته درنه صدمه رسېدلې ده.

 خو دغه دواړه متفاوت ګزارشونه که سره یو ځای کړو نو مشترک ټکی یې دا دی چې د افغانستان خلک وژل شوي دي، د افغانانو میندې بورې شوې دي او د افغانانو ماشومان یتیمان شوي دي.

  طبعا الوتکو له دې سره دلچسپی نلرله چې عام او ملکي کسان ووژل شي خو دا دستور دی چې له وچو سره لامده هم سوځي. د صدارت په څلور لاره کې چې تیر ژمی شاوخوا سل کسان ووژل شول، طبعا د طالبانو او د هغوی د انتحاري مقصد به دا و چې تر وسه وسه پولیس ووژني، نه عام لارویان، مګر کله چې د جګړې اور بل شي، بیا نو ډیر ځله ملکي کسان هم له منځه ځي.

د ارچي په بمبارۍ کې ټپي شوی ماشوم/ عکس د فرانس پریس عکاس اخیستی دی

 نو، اصلي جنجال جنګ جوړ کړی دی او د دې پیښو د مخنیوي لپاره باید له جنګ سره مخالفت وشي.

 طالبان وایي چې اوربند او د سولې خبرو ته ځکه تیار نه دي چې په افغانستان کې امریکايي عسکر حضور لري مګر په دې باره کې بیا څه نه وایي چې د جنګ ادامه خو امریکایانو ته نه بلکې افغانانو ته صدمه رسوي او د ارچي په مدرسه کې، یا د کابل د جمهوریت روغتون په څنګ کې یا د لشګرګاه د غازي ایوب خان سټیدیم مخې ته چې څوک مري، هغه د دې وطن اوسېدونکي او کلمه ګوی دي.

 دا خبره بیا بیا شوې ده او دلته یې یو ځل بیا کول پکار دي چې امریکایان خو که وغواړي د هوا له لارې هم او ان له هند سمندرګي څخه هم په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکولای شي.

 نو که د جنګ د دوام منظور د امریکایانو له حضور سره مخالفت وي، دا خو هغه د دري متل دی چې ده کجا او درختها کجا؟ دا چې د افغانستان مدرسې ړنګیږي، جوماتونو کې انتحاري حملې کیږي، د جنازي په لمونځونو کې چاودنې کیږي یا په سړکونو کې ماینونه فرش کیږي او په دغو هڅو باندې له امریکایانو سره د جهاد نوم ږدو، دا هسې ټوکې دي او منطق نلري.

 د شمالي کوریا مشر په دنیا کې په کم عقلۍ باندې مشهور دی خو دغه کم عقل سړي هم له امریکا سره د جنګ لاره خوښه نکړه او دې نتیجې ته ورسېد چې د خپلو اختلافونو د اواري لپاره خبرو ته کېني.

 د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس ډاکتر اکرم خپلواک څو ورځې له مخه په وضاحت سره وویل چې که طالبان د سولې خبرو ته کېني نو د امریکا د عسکرو د وتلو لپاره د تقسیم اوقات جوړول به د دې خبرو اترو یوه موضوع وي.

 ایا د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره په اصطلاح جهاد کې باید جومات او مدرسه له منځه لاړ شي، که خبرې وشي او واقعي حل لارې وموندل شي؟

 حقیقت دا دی چې د دشت ارچي د مدرسې په پیښه کې یا د وطن د مختلفو ساحو په دغسې غمجنو پیښو کې د ملامت او سلامت بحث زموږ مشکل نه حل کوي، زموږ واقعي  مشکل له جنګ سره دی. د جنګ د خاتمې لپاره باید او د اوربند او د سولې د مذاکراتو لپاره باید هڅې زیاتې شي.

  طالبانو څو اونۍ له مخه وویل چې جنګ د حل لاره نه ده. حکومت هم همدا خبره کوي او امریکا هم وایي چې د افغانستان مشکل باید د سولې د خبرو له لارې اوار شي، نو اوس چې د جنګ په بې فایدې والي باندې له هر لوري اعتراف کیږي، پکار ده چې د جنګ د ختمولو لپاره خبرې پیل شي او ستونزو ته سیاسي حل لارې وموندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *