يوسف فخري دېرش کلن ؤ چي له دنيا او ما فيها يې لاس واخست تنها، خاموش او د زاهدانه ژوند تېرولو لپاره يې هغه ويرانه خانقا آباده کړه چي د شمالي لبنان د درې قاديشا په څنډه کي موقعيت لري. نژدې کليوالو د هغه په اړه بېل بېل فکرونه درلودل چا به ويل:

( هغه د يوه شتمن او شريف ټبر وګړی دی، د يوې ښځي سره يې مينه درلوده د هغې د بې وفايۍ له کبله يې زړه مات سو، ښار يې پرېښودلو د هغې د هېرولو په خاطر يې يوازيتوب غوره کړو).

چا به ويل: (هغه د خيالونو د نړۍ اوسېدونکی يو شاعر دی چي خپلو خيالونو او جذباتو ته د شعر او نظم رخت رغولو لپاره د ټولنيزو هنګامو يې لمن را ټوله کړې ده).

چابه دا ډول اټکلوله: (هغه يو عبادت کوونکی صوفي دی چي له دنيا او دنياوي چارو يې مخ اړولی دين يې قناعت بللی دی.

 او چا به په غوڅه توګه ويل ( هغه لېونی دی) لاکن زه؟ زه په دا پېښه کښي يو مخيزه خاموش وم ولي چي زه پوهېدم په اروا کښي څه دا ډول نازک رازونه هم ميشت وي چي اظهارول يې د اټکلونو تروس تېر وي. خو بيا هم د دې عجيب و غريب انسان سره د ليدلو او مجلس کولو مي زښت آرزو درلوده – ځکه مي دوه ځلي دا هڅه وکړه چي د هغه سره ووينم، حقيقت يې ځان ته معلوم کړم، مقصد او مدعايې درک کړم لاکن رډ، رډ،کاتو او د ځينو داسي ټکو پرته چي د هغه سنګدلي، سوړ هر کلی او بزرګي ورځني جوتېدله، نور هيڅ بريامي په برخه نه سوه. لومړی ځل چي مي هغه وليدلو نو يې د صنوبر د ګڼوونو سره په خوا کي قدم وهلو. په ډيره خوا خوږي او ښايستګي مي سلام ور واچولو لاکن هغه بې د سر له خو ځښته بل کوم ځواب رانکړو او بيړنی له هغه ځايه رهي سو.

په دویم ځل چي زه او هغه سره مخامخ سو د هغه د خالقاه سره په خوا کښي د انګورود باغيچې په منځ کښي ولاړ وو، زه يې خوا ته نژدې سوم ورځني و مي پوښتل (پرون د يوه چا د خولې خبر سوم چي دا خانقاه کوم سرياني عابد په څوارلسمه پېړۍ کښي و دانه کړې وه! ولي په دې اړه تاسو و ماته کوم معلومات راکولای سئ؟)

هغه زښت په ستوغه لحجه راته وويل. (زه نه پوهيږم چي دا خانقاه به چا ودانه کړې وي او نه ورباندي پوهيدل غواړم!) دا چي يې راته وويل شايې راباندي راوګرځوله په طنزيه لهجه يې راته وويل: (ته دي له خپلي انا ولي په دې اړه پوښتنه نه کوې؟ تر ټولو په عمر هم هغه مشره ده  او د دې درو تاريخ هم تر بل هر چا ښه ورمعلوم دی!) زه پر دا خپل طفلانه حرکت پښيمان او پريشان بيرته راستون سوم. دوه کاله خو دغه ډول راباندي تير سول چي دا د اسرارو ډک سړی مي پر خيال او تصور غوړېدلی و.

﴿۲ ﴾

د خزان د موسم کيسه ده:- زه د يوسف فخري د خانقاه سره خوا کښي نژدې غرونو په درو کښي ګرځيدم چي توپان را باندي راغئ، باد سو، باران سو، تر ما دا ډول تاو سول لکه څه ډول چي يو مست سمندر تر هغه کښتۍ تاو سي چي پارو يې ورمات کړئ وي او بادبان يې توندي سيلۍ ورڅېرلی وي. په داسي حال کښي مي د خانقاه لار ونيوله د خپل زړه سره مي وويل. دا د خلکو بيزاره سړي سره دليدلو په زړه پوري موقعه ده. توپان او لانده کالي مي د زړه سوي لپاره غنيمت وباله. ځان مې هم دا ډول د زړ سوي په حالت کي خانقاه ته ور ورسولو، لامي د دروازې ځنځير اوس  ورشرنګولی نه وو. چي هغه سړی مي تر  سترګو سو چي د يوې مودې يې ما د ليدلو تمنا په خپل زړه کښي ساتلې وه. د هغه په لاس کښي يو  مرغه و چي سر يې زښت ژوبل سوئ او وزر يې مات و، مرغه دا ډول چوڼېدی لکه چي د خپل ژوند وروستي ساعتونه شميري، د سلام وروسته مي ورته وويل. (و بخښه چي په داسي يو حالت کښي تاسو ته راغلم. لاکن څه مي کړي و، نا وسه سوم، توپان خورا توند دئ او کلئ له دا ځايه زښت آزاد دئ)، هغه په خپل تندي ګونځي وغوړولې،په ځير، ځير يې راته وکتل د حقارت په ډکه لهجه يې راته وويل.

(دلته يو شمېر سمڅي سته، که دي زړه وای پناه دي پکښي اخستئ سوه).

دا چي يې راته وويل د مرغه پر سر يې دا ډول مينه ناک لاس را تېر کړو چي تر دې وړاندي مي هيڅ داسي ليدلي نه و. دا توپير منه ډوله رحم او سنګدلي چي مي وليدلی بيخي هېښ پاته سوم. زما لپاره زياته حيرانونکې پېښه دا وه چي هغه راسره دومره بې قدري ولي روا ساتي؟. هغه اوس په پوښتونکو سترګو راته وکتل لکه چي زما ذهني اضطراب يې درک کړو راته و يې ويل. توپان کله هم تروه غوښه خپل خوراک نه ګرځوي بيا ته ولي ځني ډاريږې چي په تاخت يې؟ په ځواب کښي مي ورته وويل. دا سمه ده چي توپان له تر شګۍ سره اړيکي نه ساتي لاکن ساړه او تازه شيان يې خوښ دي نو ځکه زه په دې باور يم که يې بيرته په دام کښيو تم نو يوه خوندوره ګوله به مي کړي تر ستوني به يي تېر کړي دا چي يې واورېدل څيره يي يو څه خنده رويه غوندي سوه راته ويي ويل. (توپان که چيري تا د خونده ډکه ګوله و پاموي او تر ستوني دي شيوه کړي دا به ستا لپاره د دومره لوئ عزت باعث سي د کوم چي ته هيڅ حقداره نه يې) ما په ځواب کښي ورته وويل. (دا ځکه له توپانه په تاخت دلته راغلم چي هغه عزت زما په برخه نه سي چي زه يې هيڅ حقداره نه يم.) د خپلي  نرۍ مسکا پټولو په خاطر چي د هغه پر شونډو بې اختياره وغوړيده، اوس يې و ماته شا راوګرځوله و يوې چوکۍته يې اشاره وکړه چي د يوې سرې انګيټۍ په څنګ کښي پرته وه. راته ويې ويل (پر دا چوکۍ کښېنه او خپل کالي وچ کړه!). ما ورځني مننه وکړه دواړه کښېنستو زه پر هغه لرګينه چوکۍ کښېنستم چي اور ته ور څرمه وه په منځ کښې توږلې غرنۍ ډبره پرته وه هغه په يوه خاورينه پياله چي تېل ورپکښې وو ګوتي ډوبي کړې د مرغه په ژوبلو وزرونو او خوږمن سر باندې وموږلې. بيا يې را ته وويل (باد او غبار دا خوار مرغه ښکېل کړو خوار په نيم زاله حالت کښي په غرونو  را پرېوتو). ما په ځواب کښي ورته وويل (دغه ډول زه هم باد او غبار ستا پر در راپريستلم، په دې تر اوسه نه پوهېږم چي زما يې لاسونه رامات کړي دي او که يې سر راله مات کړئ دئ؟

هغه زما څېرې ته په ځير، ځيرکاتو وروستې وويل (څومره به جالبه وای که د انسان فطرت د مرغانو پشان وای. نوره به جالبه وای چي توپان د انسان لاسونه او سر ور ماتولای سوای لاکن بزدلي د انسان په رګونو کښي پرته ده توپان يې لا پخپل موج کښي ليدلی نه وي چي په سمڅو او کونجونو بېړنی ننوزي).

د خبرو د غځولو په اراده مي ورته وويل. مرغانو ته هغه شرف حاصل دئ چي انسانان ورځني بې برخي دي، انسانان د هغه قانون او دود په سوري کښي ژوند تېروي چي يې خپل ځان ته ټاکلي دي لاکن مرغان د دې عام او پراخ قانون سره سم ژوند تېروي د کوم له رويه چي مځکه تر لمر ګرده چورلي). اوس د هغه په سترګو کښي رڼا ښکاره او څيره يې روښانه سوه. لکه زه  چي يې خپل ځيرک شاګرد  وموندلم. هغه راته وويل (ډېرښه! ژوندی اوسې دا کوم څه چي ته وايې او دغه دي عقيده هم وي نو انسانان پرېږده. د هغو ضعيف دودونه او ناکاره قوانين پرېږده د مرغانو په څېر په يوه داسي ځای کښي ژوند تېر کړه چي د ناموس الهْی پرته د هره څه بې برخي پاته وي). ما يې په ځواب کښي وويل (زه چي دا څه وايم هم ورباندي اعتقاد ساتم) هغه اوس خپل لاسونه وغوړول په ډېره ستوغه لهجه يې راته وويل. (اعتقاد بېل شی دئ او عمل ور باندي کول بېل شی دئ. داسي ډېر خلک سته چي خبري خو د سمندر پشاني کوي لاکن ژوند يې د باراني اوبو تر ډنډ پراخ نه وي. خپل سرونه د غرونو تر څوکو هم هسک پاموي لاکن ارواوي يې د سمڅو په تيارو کښي بيدې پاته وي). دا چي يې وويل هيڅ د خبري مو قعه يې رانکړه را څخه ولاړ سو، شاوخوا پرتې خاشې يې سره راغونډي کړې په اوردان کښې اچولو مهال يې راته وويل: (بوټان دي وکاږه، پښې وچي کړه نودبل(رطوبت) انسان ته  ضرر رسوي خپل کالي دي ښه وچ کړه او هيڅ ډول خجالت مکوه). زه يو څه نور اور ته ورنژدې سوم، تر لندو کاليو مي توښ  ولاړيدو او هغه د خانقاه په وره کښي ولاړ غضب ناکه فضا يې په ژور تيا سره څارله، يو ګړی وروسته مي ورځني وپوښتل. دې خانقاه ته مي ډيره موده وسوه چي راغلي ياست؟ هغه بې د کومي پاملرني راته وويل (دې خانقاه ته زه هغه وخت راغلی وم څه مهال چي مځکه سپېره او ويرانه پرته وه. په سمندرونو تيارې غوړېدلي وې.

او روحونه د اوبو پر سرو رپېدل). زه نور پټه خوله سوم له ځان سره مي وويل څومره عجيب و غريب دئ دا سړی او څومره تريخ دئ حقيقت ته يې رسېدل په کار دي لاکن له ده سره خبري کول او د ده د روح اسرار ته رسېدل زښت اړينه ده نو ځکه صبر دځان توښه کومه، آن تر دا چي د ده ستوغه ورځ او غضب په لطف او کرم اړوم.

﴿۳ ﴾

شپې خپل تور څادر پر درو باندي غوړولئ و. باد او باران دومره په زور وو چي په زړه کښي مي دا راوګرځيده توپان د ژوند و ډرولو او مځکه د خس او خاشاکه مينځلو ته بيرته په جوش راغلئ دئ. د يوسف فخري له ما بيزاري اوس نوره په مينه او خوا خوږي بدله سوې وه. ګويا د اصل اجزاو پاروني د هغه په روح کښي هغه اطمينان اخښلئ و چي ځني وختونه د عکس العمل په توګه را څرګنديږي.

هغه جګ سو دوې ډيوې يې بلي کړې، بيا يې زما په وړاندي د شرابو ډک منګی او يو پتنوس کښيښودلو چي ډوډۍ، کورت، د زيتون تېل او څه وچه مېوه پکښې پراته وو. هغه اوس مخامخ راته کښېنستو، زښت د لطف او مهربانۍ په انداز يې راته وويل. (له ما سره چي څه د خوړلو او څښلو اسباب پروت وو ټول ستا په وړاندي دي راځه راسره شريک سه. (موږ دواړو د ماښام ډوډۍ په چوپتيا کښي سره وخوړله. دباد سرپی، د باران شرنګی مي اوريدلو ما چي به هره ګوله راپورته کوله د يوسف فخري څيرې ته به مي وکتل چي د ده د خد و خال څخه د ده ذهني حالت او وجداني تلوسې او آرزو ګاني يې درک کړم. د دسترخوان تر ټولولو وروسته يې د اور دان ترڅنګ د پيتلو يوه چای جوشه را واخيستله، په دوو پيالو کښې خورا خوندوري شنې چای واچولې. بيا يې د سګرېتو پيکټ پرانستلو په خورا نرم ږغ يې را ته وويل (در واخله. سګرېت وڅکوه!!). ما يو سګرېټ ځني را واخيستلو، په دا بل لاس کښي مي د شنو چايو پياله وه، دا مهال چي مي سترګو کوم څه ليدلو هيڅ باور مي نه ورباندي راتلو. زما د سګريټ د بلولو او د شنو چايو د درو،  څلورو کوټونو کولو پس هغه خپل سر وخوځولو، لکه چي زما په افکارو  پوهېدلی وي راته ويې ويل. (و تاته په دې خانقاه کښي د شراب، سګريټ او شنو چايو په شتوالي حيرانتيا دريږي تش دانه د خوراک پر شيانو او بستره باندي هم حيرانتيا اخستـئ يې، تازه هيڅ نه ګرموم. ته هم د دا ډيرو خلکو د ډلي يو يې چي د خلکو څخه د ګوشه توب په خاطر د ژوند او  ژوند له ټولو فطري خوندو نو او عادي خوشاليو ګوشه توب يو لازمي سبب اټکلوي). ما په ځواب کښي ورته وويل. ( وو! دا عقيده په غوڅه توګه زموږ په ذهن کښي غوړيدلې ده چي د خدائ د عبادت لپاره له دنيا مخ اړول دا مانا لري چي يوازي او پرئيز ګارانه ژوند  دي تېر سي او د دنيا هر خوند او خوشالي دي پرېښودل سي، تش او به او  په وښودي ګُزاره وسي) هغه راته وويل. (د خدائ د مخلوق سره په استوګنه کښي هم د خدائ عبادت کولای سو نو ځکه عبادت لپاره يوازيتوب او ګوشه توب اړينه نه ده. ما د خدائ موندلو لپاره دنيا پريښې نه ده، خدائ خو مي تش د خپل مور او پلار په کور کښي نه هر ځای مي ليدلو. له خلکو مي ګوشه توب ځکه اختيار کړو چي زما اخلاق د دوئ له اخلاقو بېل و او افکار مي د دوئ له افکارو تو پير من وو. د خلکو سره مي ټولنيزي اړيکي ځکه غوڅي کړې چي د خپلي روح کيڼ اړخ ته اوښتونکي څرخونو کښې مي ښي اړخ ته تاويدونکي څرخونه وليدلو. تمدن مي ځکه پرېښود او زما په اند هغه يوه زړه بې فايدې قوي او ډارونکې و نه وه چي جرړي يې د مځکي په تيارو کي غوړېدلي او ښاخونه يې آسمان ته رسيدلي و لاکن لالچ بد اخلاقي جرم او ګناه يې ګلونه و ميوه يې بدبختي، فکر او انديښنې وې.

ځينو  هڅه وکړه چي پيوند يې کړي، د دې وني طبيعت تغير کړي لاکن هيڅ بری يې په برخه نه سو دا ډول هغوی د ناهيلۍ، ناوسۍ، او ناکامۍ په حالت کښي مړه سول) هغه اوس چوکۍ ته ملا ايله کړه ږغ يې نور هم جګ سو ګويا د کلام له تاثير يې يو خوند هڅېدلو. د خبرو لړۍ يې وغځوله و يې ويل.

(نا! ما د  ر هبانيت او عبادت لپاره يوازيتوب نه دئ خوښ کړئ په دې خاطر چي عبادت د زړونو سپېڅلې ترانه ده په ناشمېره ساندو کښي ګير پاته د دې باوجود تر خدايه رسي. او رهبانيت چي دویم نوم يې پر بدن جبر کول او آرزوګاني يې وژل دي. يوه ستونځه سته چي زما په مذهب کښي کوم ځانګړی ځای نه لري.

خدائ پاک بدن د روح عبادت ځای ګرځولئ دئ او زموږ مسوليت جوړيږي چي موږ يې ساتنه وکړو چي دا ډول روڼ، سپېڅلي او هڅاند هم د هاغه (الوهيت) قابل وګرځي کوم چي پکښي استوګن پاتيږي.

نا!زما ملګريه! ! ما د زهد او عبادت لپاره ګوښه توب خوښ کړئ نه دئ په دې خاطر مي خوښ کړو چي ماله خلکو د هغو له قوانينو د هغو له زده کړو، د رسم او رواجه، د هغو له اندونو، کړاوونو د هغو له رش او له کشه مي ځان ګوښه کېدل غوره و بلل ما يوازيتوب ځکه مهم و پامولو چي د دغو خلکو ناولي مخونه نور ونه وينم چي خپل روحونه و پلوري په بيه يې دا ډول شيان رانيسي چي په ارزښت او بيه کي څو چنده تر هغو پست پاته وي. ګوشه توب مي په دې خاطر مهم وپامولو چي نور هيڅ له دا ډول ميرمنو سره ليدل نه غواړم چي په هسکه غاړه سترګي رغړوي، په شونډو کښي يې ناشميري خنداوي ناڅي لاکن په زړونو کښي يې هم تش يو  غرض.!

ما يوازيتوب ځکه غوره وبللو چي د هغه نيمګړو فلسفيانو د ملګرتيا ځان په ډ ډه کړم چي په خوب د علم سيوري وويني او په دا باور سي چي د معرفت په عالم کي ارزښت هم هغه دئ کوم چي په دايره کښي نقطې ته حاصل دئ او چي کله په ويښه د حقيقت سيورئ وويني په دې عقيده سي چي د دوئ د حقيقت واړه او کامل جوهر پخپله ولکه کښي کړو. خلوت نشيني مي په دې خاطر مناسب  وبلله چي نور د هغه ناپوهانو د تاوده هرکلي ډاريدلئ وم چي مهرباني د اړتيا، تېر او بېر د بزدلۍاو غرورد عظمت يوه بڼه نوموي. مجرد توب مي ځکه ژوند وګرځولو چي روح مي د دې دولت لرونکو سره په اوسېدلو،اوسېدلو نوره ستومانه وه چي په دا خيال دي لمر، ستوري او سپوږمۍ د دوئ له خزانو راخيژي او د دوئ په جيبونو کښي پر يوزي. د هغه رهبرانو مي نور زړه را ډک سو کوم چي د قوم دآرزوګانو سره لوبيږي سترګي يې په طلايي غبارونو او غوږونه يې په مترنم ټکو ور ډکوي د هغو پادريانو زښت تنګ سوئ وم، کوم چي خلکو ته نصيحتونه کوي خپله هيڅ وخت عمل نه ورباندي کوي او له هغو د داسي شيانو د غوښتلو هيله څرګندوي چي د خپل نفس څخه يې هيڅ وخت طلبو لای نه سي.

يوازيتوب مي ځکه د خپل ژوندون مرکز و پامولو چي تر ننه د انسان د لاسه و ماته داسي يو شی رارسيدلئ نه دئ چي قيمت دې ما پخپله خوښه ادا کړئ نه وي ما ګوشه توب په دې خاطر خپل مقصد و پامولو چي د دې لوئ پراخ او ډارونکي تعميره مي نوره کرکه راپاريدلې وه کوم چي دنيا يې (تهذيب او حضارت) نوموي هاغه تعمير چي د صنعت او نقاشۍ د کمالاتو آينه او د انساني کوپړيو پر کوړه ودان سوئ دئ د يوازيتوب تلوسه ځکه راپکښي وزېږېده چي په يوازيتوب کښي د روح او فکر زړه او بدن لپاره ژوند دئ. ما په دې ويرانو ځنګلونو کښي ځان ته کور ځکه خوښ کړو چي د لمررڼا، د ګلو وږمې او د ويالو سندري لري.

ما دا غرونه ځکه خپل استوګن ځايونه وګرځول چي دلته د سپرلي بې دردي د ګرمۍ ليوالتيا د خزان ترنم نوازي او د ميني اراده پرته ده. دا نړيدلې خانقاه مي په دې هيله ودانه کړه چي د مځکي له پټو رازونو سره بلدتيا او د خدائ له يادګارونو سره اشنايي مي موخه وه اوس هغه چوپ سو، ساه يې لنډېدله، لکه يو دروند بار چي يې د سره ايسته سوی وي. اوس د هغه په سترګو کښي عجيب و غريب جادوګري ځلاوي ځلېدلې او پر څېره يې د عزت نفس، ارادې او قوت موجونه په نڅاسول. ما تر ډېره د يوې ځانګړي خوشحالۍ په غيږ کښي د هغه څېرې ته کتل. زه په دې نور هم خوشحاله وم د کومو پټو خبرو د معلومولو آرزو چي مي د يوې مودې په زړه کښي ځنګوله، اوس هغه ټول پر ځای او حق دي ولي ته نه پوهېږې د ټولنيزو نا خوالو چي کوم تشخيص تاسو وړاندي کړلو راته دا ډول څرګنده سوه چي تاسو بشپړه طبيب يا ست او د يوه طبيب سره هيڅ نه ښايي چي د رنځور تر روغتيا يا مرګ نه وړاندي د رنځور د علاجه منکر  سي، دنيا ستا غوندي خلکو ته زياته اړتيا لري، دا به د  انصافه وتلې وي چي ته ټولني ته د ګټي رسولو استعداد لرې او بيا هم لمن ورځني ژغورې؟. هغه اوس ښه تر ډېره و ماته په ځير، ځير وکتل بيا يې د نا هيلۍ او خواشنۍ په ډکه لهجه راته وويل.

د خپل زېږون دپيله د طبيبانو دا خواهش پاته سوی دی چی رنځور له رنځه وژغوري دا ځکه ځينو پکښي نشتر او ځينو پکښي دارو راوړل لاکن درېغه ټول در ټوله بې د کوم اميد او بري پرته مړه سول. کاش! د زمانې د ګردشونو دا رنځېدلی رنځور خپل لړلئ بستر ټينګ نيولئ. او پخپلو زړو زخمونو يې قناعت کړی وای خوداسي نه ده هغه د خپل څادره لاس راباسي هر هغه څوک تر غاړه ونيسي چي د رنځور پوښتني ته راغلي وي لاکن کومه خبره چي مي زيات لېونی کوي او ويني مي په رګونو کښي خوړ کوي هغه دا ده چي دا خبيث رنځور يوار خو طبيب ووژني او وروسته پښېماني ورباندي څرګندوي خپلي سترګي پټي کړي د زړه سره و وای. رښتيا هم دا کامل طبيب و.)نا؟ وروره! په دنيا کښي څوک هم د انسان سره هيڅ ښيګړه کولئ نسي څه ډول چي يو بزګر، هغه که هر څومره ماهر او عقلمند هم وي. په مني کي کرونده ريبلی نسي) ما په ځواب کښي ورته وويل.

ښاغلې! د دنيا د خزان موسم په وتو دئ ورپسې ښکلئ زړه وړونکئ سپرلی را روان دئ چي ګلونه به پکښي وغوړيږي، په باغونو کښي به رنګونه ونڅيږي او ويالې به په درو کښي سندري زمزمه کړي) .

هغه اوس يو سوړ اسويلی واخيستو، تندی يې ګونځي کړو په غمګينه لهجه يې راته وويل کاش! چي و ماته دا  څرګند والی چي څه خدائ پاک د انسان ژوندون (موخه مي زمانه) د خپل واړه تعلقات سره. په دغه موسمونو کښي وېشلي دي، چي د خپل رفتاراو تسلسل لکبله د عادي موسمونو سره مشابهت لري؟ ولي زرونو کلونو پس پر مځکه باندي داسي يو انسان جماعت را څرګنديدلئ سي چي د روح او رښتينتوب د اصولو سره سم ژوند تېروي به؟ څه داسي وخت به هم راسي چي د انسان به عزت او بزرګي پکښي په برخه سي د ورځي د رڼا د شپې د اطمينانه برخمن د ژوندون په ښي اړخ کښي به کښينې؟څه دا خوب به يې تعبير ومومي. ولي دا خوب به هغه مهال خپل تعبير ته رسيږي چي کوم ګړی مځکه د انسانانو په غوښو خپله لوږه او د هغه په وينو خپله تنده سړه کړي؟ اوس هغه ولاړ سو خپل ښی لاس يې آسمان ته جګ کړو. لکه د دې عالم سيواد يوه بل عالم په لور چي اشاره کوي هغه راته وويل:

(دا دنيا د لېوني خوب دئ او دا خانقاه د داسي خوبونو  ځای نه دئ ولي چي زه يې د انګڼ هم يې د کونجانو د هر يوه، يوه شي سره په يقيني توګه بلد يم يوازي دانه د دې غرونود هريو کاڼي سره عادي يم زه دا حقيقت د يقين تر بريده تسليموم چي زه موجود يم او د وجود په ژورتيا کښي لوږه هم تنده لرم. دا حق لرم چي د ژوند په خوراک او څښاک کښي هغه لوښی وکاروم چي په خپل لاس مي رغولئ دئ. هم دا يې علت و چي د خلکو ميلمستاو او غوړيدلو دسترخوانوته مي  شاکړله. او اوس به تل هم دلته ميشت يم).

       اوس هغه د کوټې په منځ کښي قدم وهلو او ما دا مهال د هغه د خبرو د هغه د اسبابواو علتونو په اړه خپل د فکر نيلی ځغلولو کومو چي د ده په وړاندي د انساني ټولني دا رنګ عکس را کښلئ و. چي کږې وږې کرښي يې درلودلې يا يې تور داغونه درلودل آخر چي مي دا ورته وويل هغه نور ودرېدلو. (زه ستا د خيالونو هم دي مقصدونو ډېر زيات احترام لرم  لاکن زما په علم کښي ده او علم د افسوس پيلامه ده. چي ستا د ګوشه توب لکبله، دې قسمت رټلي قوم يو داسي وګړی د لاسه ورکړو چي قوم ته يې د ګټي رسولو او ويښولو توان درلودلو) اوس هغه خپل سر خوځولو، راته ويې ويل.

دا قوم هم د نورو قومونو پشان دئ ولي چي ټول خلک د يوه فطرته زيږيدلي دي تر منځ که يې کوم توپير سته هم هغه يې تش د خارجي منظرونو توپير دئ کوم چي هيڅ حقيقت نه لري. په دغه اساس د مشرقي قومونو بدبختي په اصل کښي د ټولي نړۍ بدبختي ده، کوم شی چی ته د مغربي ودي سره تعبيروې هغه د بې پايانه غرور يو پراخ سيورئ دی اوبس!. فرېبجن به تل فرېبجن پاته وي د يوه حال ويونکي که نوکان و کاږې که يې خوله ور وګنډې حال ويونکئ به وي د وريښمو جوړ لباس که واغوندي، په محلونو او حرم سرايونو کښي که ميشت سي درواغ رښتيا نومېدلای نه سي. په اورګاډو کښي کښيني او که په الوتکو کښي والوزي خيانت په امانت اوړېدلای نه سي.

غلامي. د ژوند غلامي، د ماضي غلامي، د اصولو، خصلتونو او د لباس غلامي، د مړو غلامي، غلامي به غلامي پاته وي، پرته بې له دې که يې څېره ورنګوې يا يې لباس ورله تغير کړې! غلامي به غلامي پاته وي څه وسوه که خپل ځان په ازادي نوموي هم.

 نا! زما ملګرې! مغرب تر مشرق زښت ترقي يافته دئ نه مشرق تر مغرب زيات زوال خوړلئ دی په دواړو کښي هيڅ توپير نسته پرته بې له دې چي د يوه ليوه يا کوم بل ځناور تر منځ شتون لري ما د ټولني ځانګړي منظرونه وليدل تر هغو وډر مي ازلي انصاف خوښونکئ ناموس تر سترګو سو چي بدبختي، غلامي او جهالت په يوه درجه کښي څاري، يوه قوم ته پر بل قوم فضيلت نه وربخښي، دا چي يو ټبرپرېږدي پر بل ظلم نه کوي.) د التباس تربريده په حيرانتيا سره مي ورته وويل. (وو! باطل دی دا تمدن هم يې واړه منظرونه باطل دي دا واړه ايجادات او اختراعات څه دي؟ پرته بې له دې نقاصو چي عقلونو ته يو دروغجنه تسلا ورځني رسيږي حالانکې هغه په اضطراب او پريشانۍ کښي ګير پاته وي او دا د واټنونو غفلت، د غرونو او درو همواري او پر فضا باندي غلبه د څه  ده ؟.پرته له هغو لګېدلو ميوو چي سترګي په ډکيږي او نه زړه په مړېدلای سي، نه اروا اوج ته رسولای سي پاته سوې هغه معماوي او کيسۍ کوم چي په علومو او هنرونو سره تعبيريږي ګويا زرين تناوونه دي چي انسانان يې په ځلاو او شرنګي هوسيږي پخپلو پښو کښې ګرځوي، بلکې دا هغه پنجرې دي چي انسان د عالم زيږون په پيل کښي د کيشوانو او غيڼکو څخه ودانول راپيل کړي و په دې هيڅ نه پوهېدلو چي د دې واړه کاريګرۍ حاصل به بې تش دا وي چي خپلي موټي به په دا پنجرو کښي بنديواني ګوري. وو!د انسان دا ټولي کارګزارياني، واړه موخي، برياوي، ټولي جنګ جګړې او دا واړه آرزوګاني دروغجني دي.

وو! د دنيا هر يو شی دروغجن دئ او د ژوند په واړه چټلياتو کښی د يوه شي پرته هيڅ بل يو شی د روح د رغبت، ميني، شوق او ليوالتيا وړ نه دی. دلته تش يو شی دئ) ما ورځني پوښتنه وکړه ښاغلې هغه کوم يو شی دئ؟.

هغه يو ګړی پټه خوله وو. وروسته يې لاس په ټټر باندي کښېښودلو، سترګي يې پټي کړې په څېره کښي يې ځلا او تازګي وغوړېده، په ريږدونکي او خواږه ږغ يې راته وويل (هغه د روح ويښوالی دی، هغه يو تصور دی چي د بې هوښۍ او ناخبرۍ په ساعتونو کښي د انسان پر احساساتو ناڅا په يرغل وروړي د سترګو بصيرت يې ور رڼوي او  ژوند د انسان لپاره په سندرو کښي نغښتئ په رنګينو حلقو کښي را ايسار د مځکي او پراخي فضا تر منځ د يوه نوراني څلي په څير و لاړ ښَکاري هغه ضمير دی چي د وجود د لمبو يوه لمبه ده  ناڅاپه په روح کښي وبليږي هغه خس او خاشاک ايرې کړي چي روح يې له څلورو اطرافو ګير ساتلې وي سرپی يې سي پراخه فضا کښي لاهو سي. هغه يوه جذبه ده چي د انسان پر زړه باندي نازليږي او هغه حيرانتيا او هېښتيا اخستئ ودريږي هر هغه شی بې حقيقته ورته وايسي چي د ده په خلاف وي. د هر هغه شي څخه بد وړي چي د ده سره ملګرتيا نکوي او د هر هغه چا په ضد د  بغاوت ناره پورته کوي چي د ده په رموز او اسرار نه پوهيږي هغه يو پټ لاس دئ چا چي زماله سترګو پرده پورته کړه، ما خو د خپلو عزيزانو دوستانو او هيواد والو سره يو ځای ګډ ژوند تېرولو چي يوه ورځ مي د خپله زړه څخه د حيرانتيا او پريشانۍ په حالت کي وپوښتل(دا خلک څوک دي چي راګوري او زما لور ته د راکتونکو حيثيت کوم دئ؟

زه دوئ څه ډول پېژنم او دوئ مي چيري ليدلي دي؟ زه په دوئ کښي څه دپاره استوګن يم او له دوئ سره ناسته پاسته مي څه دپاره ده. په څه خاطر له دوئ سره ږغېږم؟ زه په دوئ کښي پردی يم او که دوئ په دې کلي کښي نابلده دي. کوم چي ژوند زما لپاره ترتيب کړ او کيلۍ يې و ماته راوسپارلې.) هغه اوس د څه ساعت لپاره پټه خوله سو لکه چي د تيرو وختونو يادونو يې په حافظه کي هاغه تصويرونه او نيم کښه انځورونه تازه کړل چي اظهارول يې دی نه خوښوي، بيا يې خپل لاسونه وغوړول قرار يې وويل. (دا دئ هغه کيفيت چي څو کلونه وړاندي راباندي غوړيدلئ و، دنيا مي خوشي کړه بدخوابي تېرول د فکر جذبې او چوپتيا څخه خوند اخستلو لپاره دې ويران ځنګل ته راغلم،داچي يې راته وويل د شپې ژوري تيارې څارلو ته د خانقاه وره ته رهي سو  وره ته چي نژدې سو. هغه چيغي کړې لکه توپان ته چي مخاطب وي. دا يوه تلوسه چي د روح په تل کښي رازيږي کوم څوک چي يې پيژني هغه يې د خبرو په وسيله اظهارولای نه سي او چي څوک يې پېژني نه هغه يې تر قيامته په رازونو پوهېدلای نه سي).!

﴿۴ ﴾

يو ښه ګړی د فکر په ټال او د توپان د چيغو، نارو سره يې تېر سو. يوسف فخري به کله په کوټه کي قدم وهلو او کله به په وره کښي ودرېدلو غضبنا کي فضا ته يې په ځيرسره کتل لاکن زه پټه خوله ناست وم د هغه روحاني څپې مي هڅولې او د هغه قولونه مي په حافظه کښي ځنګول دا مهال مي دفکر موضوع د هغه ژوند او د يوازيتوب هغه خوندونه او کړاوونه چي د ده په ژوند کښي نغښتي پراته وو شپه چي نيمه تېره سوه هغه مي څنګ ته ودرېدلو او تر ډېره يې راته کتل لکه چي په حافظه کښي د هغه چا خدو خال خوندي کول غواړي. چي ده ورباندي د خپل يوازيتوب او ګوشه توب راز څرګند کړئ دئ. آخر يې د سکون په ډکه لهجه راته وويل (زه دا مهال په توپان کښي ګرځيدوته بيرون ځم دا مي يو عادت ګرځولی دئ چي په دوبي هم په مني خوند ورځني اخلم دا ونيسه! سګريټ او د چايو چای جوشه که دي شرابو ته زړه و نو په دا منګي کي پراته دي. ګوره! تلتک او بستره په هغه کونج کي پراته دي که چيري خوب درغلو قراربيده سه) دا يې راته وويل يو خيرن تور کوټ يې په غاړه کړو، په خندا يي راته وويل (زه هيلمن يم سهار د تګ مهال به ور وتړې ولي چي يبا به زه ټوله ورځ د صنوبر د ګڼو ونو په منځ کښي تېروم). هغه اوس  د وره په لور رهي سو، يوه اوږده همسا اخستلو مهال يې راته وويل که دي چيري د خانقاه په څنډو کښي توپان بيا راګير کړي ګوره چي دلته په راتګ کښي هيڅ ځنډ و نه کړې او زه دا هيله څرګندوم چي ته به له توپانه ډارېدل نه، مينه کول به زده کړې. ښه ده، ښه شپه درته غواړم!). دا يې وويل بيړنی رهي سو. زه د خانقاه په وره کښي ودرېدم تر ډېره مي پسې کتل چي آخر ځي کوم لوري ته لاکن نور هغه تيارو زما له سترګو نهام کړو لاکن تر ډيره مي د هغه د پښو سکاسه اورېدله.

﴿۵ ﴾

سهار سو توپان درېدلی دی، وريځي بيرته سوي دي. د اطرافو غرونه او ډاګونه د لمر په رڼا کښي لمبيدلو ما د خانقاه ور وتړلو او پخپله اروا کښي مي د دغه معنوي ويښتيا يو ژور اغيز را اخستی راستون سوم، کوم چي يوسف فخري زښت په شدت سره د اظهار په وسيله راباندي څرګند کړی و لاکن کوم ګړی چي آبادۍ ته را نژدې سوم ټول خلک مي روان وليدل او د هغو ږغونه چي مي واورېدل نو ودرېدم د خپل زړه سره مي وويل بې دشکه د روح ويښتيا د انسان لپاره زښت اړينه ده ولي چي هم هغه د هستۍ موخه ده نو بيا څه تمدن د خپلو بيلو لباسونو او بڼو له رويه د روح د ويښتيا پيلامه نسوه؟ موږ د موجوده حقائقو څه ډول انکارېدلی سو ولي چي وجود درلودل يې په کار د لوېدلو بشپړه دليل دئ امکان لري چي موجوده تمدن يو نړېدونکئ (عرض) وي لاکن ابدي ناموس (اعراض) يوه زينه ګرځولې ده چي پوړۍ (مطلق جوهر) ته ورسيږي تمامي سي تر دا وروسته مي بياکله هم د يوسف فخري سره ليدل نه دي سوي ولي چي د ژوند اړتياو زه د هغه خزان په موسم کـي د شمالي لبنان څخه په يوه ګوښه هيواد کي مېشت کړم، چيري چي توپان بد رنګ او بد خونده دئ لاکن هلته د تجرد د جنون يو ډول سته؟.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *