تاند- په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې وايي چې د پیسو د کموالي له کبله د دوی فعالیت له خطر سره مخامخ دی.

د ماین پاکۍ موسسې په داسې حال کې د بودجې د کموالي شکایت کوي چې لا هم د افغانستان په څه باندې ۲۰ سلنه خاوره کې ماینونه شته او هره ورځ لږترلږه ۶ افغانان د ماینونو له لاسه وژل کېږي.

د ایم ډي سي موسسه وايي، که نړیوال د ماین پاکۍ له موسسو سره مالي مرسته وکړي، افغانستان به تر ۲۰۲۳ کال پورې له ماینونو یومخ پاک شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې ماینونه اېښودل کېږي.

د ایم ډي سي موسسې مشر شهاب حکیمي وايي چې د ماین پاکۍ موسسو د افغانستان په سلو کې ۷۰ خاوره له ماینونو پاکه کړې ده خو له دې سره په یو وخت له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ماین پاکۍ موسسو بودجه کال په کال کمېږي.

په متوسط ډول د میاشتې ۱۸۰ افغانان د ماینونو په چاودنو کې له ژونده بې برخې کېږي.

One thought on “د ماین پاکۍ موسسې د بودجې له کموالي شکایت کوي”
  1. دا د مین پاکی ټیکدارانو میلیاردونه دالر یی کلونه غلا کړل او نور هم غواړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *