زموږ په ټولنه کې معمول دا دى چې هغه انسان مو ښه نه ايسي چې د ځان مړولو لپاره د حلال او حرام کيسه کې نه دي.
دا ډول خلک هر وخت په داسې يوه سيالۍ کې ښکېل وي چې خپل، پردی او د خاورې سمبالښت ترې هېر وي. چاته چې ځان یاد وي او نور څوک ورته په نظر نه راځي او یا هم د وطن سره مینه نه لري، زه ډاډه یم چې دوى په تمامه مانا په، دنیاوي او اخروي تاوان کې ښکېل دي.
نبي کریم ص هم فرمایلي دي، د خاورې سره مینه کول، ایمان تکمیله وي او دا تکملیدنه د هېواد سره بې کچې مینه غواړي، خو بې کچې مینه دلته په کم شمیر وګړو کې شته او په ډیری وو کې نه لیدل کېږي.
دلته زمو په خاوره ټول نه خو په سلو کې ۸۰ فیصده، سوداګر او حکومتي چارواکي، نه ولس سره او نه د وطن سره مینه لري، بس د خپل ناموس او د ایمان په پیر کې ډوب یي.
که موږ نظر نورو پیشرفته، پرمختللو او متمدنه ممالکو ته پام وکړو یا یې په اړه معالومات لاسته راوړو او یا یې هم د نورو څخه وپوښتوو، نو کټ مټ دا ځواب لاسته راځي، چې د رسیدلو ملکونو، چارواکي او سوداګر، نه غواړې، چې فساد، ښاینتوب، د خاورې پلور له مخې ځانونه نور هم غني کړي او یا داچې د غریب، نادار او فقیر له منګلو یې وشکوه وي او خپله سرمایه په لوړه کړي، د هعوی هیڅکله دا تقاضا نه وي، خو برعکس د دوی رقابت په خپلو منځوو کې د مثبتو کړنو په دایره څرخي او په مشترکانه ډول ولس او هېواد رغه وي.
خو له بده مرغه، زموږ په هیواد کې مثب رقابت، په سلو کې لسو وګړو کې شته او په نورو کې نشته، چې همدا لوړ منفي رقابت موږ د ارتقاع له پړاونو پاتي کوي او د هېواد د زوال سبب مو ګرځي.
زموږ مبارک دین دا تقاضاوې لري، چې ځان هم موړ که، دبل غم هم وخوره، ځانته هم ارام ژوند برابر کړه، بل ته هم د ښه ژوند زمینه سازي او سهولت سازي برابره کړه.
په دندو مقرر وګړي یو شمیر قومندانان، ولسوالان، ولایتي شورا غړي، والیان، د پارلمان وکیلان، وزیران، سوداګر او… د ځان د مړولو کوشش کوي او وايي، چې( م زر ما دې وي توله زموږ دي وي)، هر شخص چې د ټول یې په لټه کې وي او د لاسته راوړلو همت یې کوي، نو لازمآ ماتې سره مخ کېږي. او په دې غټه دنیا کې ورته د سکون او ارام وخت ځای نادرکه وي، په دې نه پوهېږي، چې څه وکړي، خو په همدې، سوجونو، فکرونو او کشالو کې د عصبي تکلیف سره هم مخ شي.
دا چې ژوند ښه تیر شي، ارام وختونه ډېر شي، ولس د دوی ننګه او ملاتړ وکړي، نو اړتیا دا لیدل کېږي، چې مثبت رقابت پیل شي، او دا رقابت باید داسې یوه اجنډا ولرې، چې نه د کوم فرد سره او نه هم د وطن سره زیاتی وشي.
همیش د خپل وطن او د میشتو وګړو، په ادلون بدلون کې برخه واخلي او خاورې، هېواد او ولس ته صادقه، رښتینې چوپړونه وکړي، نو بیا سکونونه او د ارام وختونه ډېر موندلی شو.
نو راځئ! چې سر له سبانه په یو تړلي او مثبت رقابت کې نیک قدمونه واخلو، ځان، شیرین وطن، خاوره او ولس د ربړونو وژغورو.
3/4/2018
جلال اباد
سپین غر راډیو دفتر