په هېواد کې نور قومونه اشرف غني ، اتمر او … په دې تورنوي چې متصب پښتانه دي.
د حکومت پیاوړی او چټک پوځي ځواک کې ډېری پښتانه جنګیالي دي. د حکومت په پلوۍ او ملاتړ کړکیچنې جګړې همدا پښتانه ګټي.
د کرزي په پرتله غني او اتمر په حکومت کې د پښتنو ونډه ښه کړه ، خو د همدې حکومت پر وړاندې د کفر فتواوې او مخالفت هم د پښتون دي. طالب په قومي لحاظ څوک دی ؟ داعش همدا د کونړ ، ننګرهار او د کوز اورکزي پښتانه نه دي؟ حقاني شبکه څوک دي ، پښتانه نه دي؟ همدا پښتانه نه دي چې د ټولو نړیوالو شبکو استخباراتي پروژې مخکې وړي او خپل پښتون، نور افغانان او انسانان وژني؟ د پښتو پښتو بغارې او نارې د څه لپاره ؟ تاسو خو په خپله په خپل بدن کې د سرطاني میکروب بیچکارۍ منډلي. تر کله به د خپل بام واورې د بل په بام شیندئ؟ همدا تاسو د اوسنۍ جګړې پیاوړي اړخونه یاست چې له ځان سره مو نور هم غرق کړل. په خپله مو ژوند نه کرکه ده، نور هم ځان سره وژنئ.
د کشمیر جګړه تاسو په سر اخیستې ، د پاکستان ټولې افراطي ډلې د پښتنو دي. د شمال پښتون میشتو سیمو کې د طالب نفوذ : له بده مرغه د ځینو ټولنیزو او سیاسي ستونزه له کبله ، د شمال پښتون میشتې سیمې له ښوونیز – پوهنیز بهیر نه ډېر شاته پاتې دي.
په دې سیمو کې ښوونیز بهیر ډېر ټکنی او ځنډنی دی. په ټوله کې فرهنګي چارې ولاړې شمېرلای شو.
هلته د پښتنو بیوسي هم د دې لامل شوه چې طالبان د پښتون په نوم پښتانه تر خپل اغېز لاندې راولي. طالبانو هلته له کلونو راهیسې پخې اډې جوړې کړې او د هغه ځای میشتو پښتنو ته طالب یو عقیدوي – پښتني لښکر ښکاره شو.
د دغه ځای پښتانه هلته د قومي تعصبونو او سیاسي ستونزو له کبله د طالبانو مالي او پوځي ملاتړي شول. هغوی ته په اخلاص ځای ، پانګه او ډوډۍ برابروي. د بلخ ، سمنګان ، بغلان ، کندوز ، تخار ، فاریاب او جوزجان نږدې ټولې پښتني سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. هلته ښوونځي په فعالیت کې غیرفعال دي ، ځکه طالب د پخواني فکر په اساس ورته ارزښت نه ورکوي ، ارزښت مدرسې ته ورکوي. د پښتنو اکثریت په شمال کې نالوستي ، کلیوال او له پاکستانه راغلي مهاجر دي چې پنجابي اسلامه اغیزمن او طالب د دین پتنګان بولي. له کلونو راهیسې ، هلته د طالب شتون د دې لامل شو چې طالب هلته هر اړخیز واک ترلاسه کړي. که حکومت دلته د طالب د فکري او فزیکي حضور مخه ونه نیسي ، کړکیچ لا ډېرېږي. هلته میشت وګړي ، یوخوا د حکومت بیغورۍ او بلخوا د طالب چالاکۍ داسې ښکېل کړي چې ازاد ژوند ته یې راستنول پراخ فرهنګي او امنیتي کار غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *