تاند- د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هیواد په ختیځه پوله کې د غیرقانوني کډوالو په تېره بیا افغانانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د ډېرو کډوالو لپاره ترکیه اروپا ته د ټوپ د تختې حیثیت لري.

د ترکیې سبا ورځپاڼه وايي چې دغه هیواد ته په تازه ورغلیو کډوالو کې ډېری افغانان او پاکستانیان دي.

نورو ترک رسنیو ویلي چې دغه هیواد ته د افغان کډوالو د ورتګ یوه اصلي وجه په افغانستان کې ناامني او ورسره جوخته بېوزلي ده.

د سږ کال په لومړۍ میاشت یعني جنورۍ کې د ترکیې ختیځو ښارونو ته ۱۷ زره ۸۴۷ افغان کډوال تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۷ کې ترکیې ته ۴۵ زره افغانانو پناه وړې وه.

خو په وروستیو ۲۱ ورځو کې ترکیې ته تر ۲۰ زره زیات افغانان په قاچاقي لارو تللي دي.

راپورونه وايي چې یو شمېر افغانان د ترکیې په لویو ښارونو کې د کار په لټه کې دي خو یو شمېر نور له ترکیې د اروپا لور ته روان شوي دي.

ایرزوم، چې د ترکیې په ختیځ کې دی، د افغانانو مهم مېشت ځای دی. اکثره قاچاقبر افغانان دغه ښار ته راولي.

د ایرزوم سیمې یوه چارواکي ایردال ګوزیل د ترکیې خبري اژانسونو ته ویلي چې لږترلږه ۴۰۰ افغان کورنۍ په دغه ښار کې اوسي.

هره کورنۍ د کور خاوند ته د میاشتې درې سوه ډالره کرایه ورکوي.

ده همداراز ویلي چې افغانان د قاچاقبرو له لوري له ایران څخه په بسونو کې د ترکیې سرحدي کلیو ته راوړل کېږي او بیا له کلیو ښارونو ته ځي.

ده همداراز ویلي چې سیمه ییز چارواکي د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ترک چارواکي وايي چې اکثره افغانان، چې دغه هیواد ته ورځي، سخت کړاوونه تېروي، لوی خطرونه په غاړه اخلي. تېره میاشت ۱۷ افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي، چې په یوه میني بس کې سپاره ول، د ټکر په نتیجه کې مړه شول.

ځینو نورو افغانانو پولیسو ته ویلي چې قاچاقبرو په لویو لارو کې پرې ایښي دي.

دوی په ساعتونو بې هدفه پلی مزل کړی دی.

د ترکیې رسنۍ وايي چې د ورځې شاوخوا ۵۰ افغانان د ترکیې خاورې ته داخلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *