تاند- د افغانستان سرحدي ځواکونو پر کونړ د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ په ځواب راکټي بریدونه کړي او د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حمله وغندله.

پاکستاني الوتکو پرون (چهارشنبه) هم د کونړ ولایت د دانګام ولسوالي پر شهیداني سر کلي  څلور بمونه وغورځول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم سرغړونه غندلې او دا کار یې د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف بللی دی.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم سبا افغانستان ته راشي.

 د کونړ د دانګام اوسېدونکي وايي چې د پاکستان د پوځ هیلي کوپترونو د پر له پسې دوهمې ورځې په مخه د دوی پر کلیو د توپونو او راکټونو حملې کړي دي.

دوی وايي چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د ډ‌یورنډ له پورې غاړې څخه پرې د درنو وسلو ډزې کېږي چې له کبله یې یو شمېر کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې پاکستاني څرخکې یو ساعت د افغانستان په هوايي حریم کې ګرځېدې او د درنو وسلو ګولۍ یې ویشتې، د افغانستان له لوري ځوابي اقدام ونه شو.

دوی د پاکستاني هیلي کوپترو شمېر له ۴ تر ۵ ښيي.

خو د کونړ چارواکي وايي چې سرحدي ځواکونو د پاکستان د راکټي بریدونو په ځواب کې راکټي بریدونه کړي دي.

One thought on “افغانستان د پاکستان هوايی بریدونه وغندل”
  1. this is policy of pakistan/in the first the villages near to border make empety from peoples,and after bring absorvation post to the front line,
    this game from 25 years fallow by pakistan.thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *