تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د کابل د یو ورځیني سفر په لړ کې نن /جمعه/ د افغانستان د ولسمشر او اجرايي ريیس ترڅنګ د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم ولیدل.

ښاغلي عباسي د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله سره په جلا جلا کتنو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې او د دې بهیر لپاره د پاکستان د اسانتیا پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

ده له ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، کریم خلیلي او پیر سید حامد ګیلاني سره په کتنه کې د افغانستان له قومي ډلو څخه د خپل هیواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

خاقان عباسي وروسته له دې کابل ته راغی چې تېره میاشت یې په واشنګټن کې د امریکا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل.

د دواړو خواوو له کتنې لږ وروسته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغی او ولسمشر غني کابل ته د ښاغلي عباسي د سفر بلنه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *