انسان هغه وخت د ترقۍ اوپرمختګ لوړ معراج ته رسيداى شي چې د علم او پوهې په ګاڼه سينګار وي اود ساينس او تکنالوژۍ په ميدان کې يې پوره پوره پوهه او تجربه ترلاسه کړې وي٠
هغه ټولنې او وګړي چې د پوهې او علم له نوراني کاروان څخه ليرې پاتې وي اود ساينس او تکنالوژۍ رڼا يې نه وي خپله کړي په حقيقت کې مړه او ړانده دي او د ژوند له ټولو ښيګڼو او ښکلاوو نه محروم او بې برخې٠
د يوه نيکمرغه ، متمدن او پرمختللي ژوند لپاره د علم او پوهې خپلول او د ساينس او تکنالوژۍ په ډګر کې وړاندې تګ مهم او ضروري دىاو انسان هيڅکله نه شي کولاى پرته له دې د ژوند په ستونزو او ربړو بريالى او برلاسى او د نړۍ د ترقۍ له کاروان سره ملګرى شي٠
يوه ټولنه هغه وخت د پرمختګ او هوسا ژوند ګلاليو پړاوونو ته رسداى او پر خپلو پښو د ودريدو جوګه کيداى شي چې ګوټ ګوټ ته يې د علم زرينې وړانګې رسيدلې وي او د ساينس او تکنالوژۍ ډيوې يېې بلې او روښانه ساتل شوې وي٠
دا ټولو ته ثابته ده چې ناپوهه او بې علمه وګړي د ځان او جهان دښمنان او تل د نورو د اوږو پيټى وي، د ژوند په هره ساحه کې له کړاوونو او کشالو سره مخ وي او خپل ژون ته ادامه نه شي ورکولاى٠
دا ټولو ته ثابته ده چې ناپوهه او بې علمه وګړي د ځان او جهان دښمنان او تل د نورو د اوږو پيټى وي، د ژوند په هره ساحه کې له کړاوونو او کشالو سره مخ وي او خپل ژون ته ادامه نه شي ورکولاى٠
پې علمه ټولنې له ټولو ښکلاګانو او رڼاګانو څخه بې برخې او په پوره ذلت، احتياج او بدبختۍ د ژوند شپې ورځې سبا کوي خو هغه ټولنې چې د علو، ساينس او تکنالژۍ رڼا يې خپله کړې وي د مريخ پر بام ګامونه ږدي او په ستورو او سپوږمۍ کې ځان ته محلونه جوړوي٠
د مريخ پر بام يې کيښودل ګامونه
د سپوږمۍ زړه کې يې جوړ کړل محلونه
اى نصرته داد علم برکت دى
چې انسان کوي هوا کې پروازونه
د سپوږمۍ زړه کې يې جوړ کړل محلونه
اى نصرته داد علم برکت دى
چې انسان کوي هوا کې پروازونه
د ساينسي علومو او تکنالوژۍ له لاسته راوړلو پرته انسان هيڅکله نه شي کولاى چې د يوه مترقي، اسوده، ابرومند او خوشحاله ژوند خاوند شي او د ژوند په ستړې لار کې په پرتو خنډونو، کړکيچونو او ازميښتونو بريالى او برلاسى شي٠همدا لامل دى چې انسان بايد د خپلې بقا، ارامۍ او برياليتوب لپاره ساينس او تکنالوژۍ ته مخه کړي او د علم او پوهي په برکت ځان ته يوه نيکمرغه، ډاډمنه او پر خپل پښو ولاړه پرمختللې ټولنه جوړه کړي٠
د انسان د برياليتوب او سعادت راز په علم او پوهنه کې نغښتى او پرته د معارف له رنګينو رڼاګانو څخه بشري نسلونه هيڅکله نه شي کولاى د وخت له تيارو او د حالاتو له ګوښونو سره مقابله وکړي او د ژوند له ګږليچونو او ګردابونو څخه د ګلونو او رنګونو ګلالي منزل او او بريو او سرلوړيو ځلانده او رنګين ساحل ته ورسيږي٠
يو شاعر څه ښه ويلي:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته
نو راځۍ چې مټې راونغاړو او د ټولنې د مخکښانو او خدمتګارانو په توګه د هيواد په ښيرازۍ،، ټولنيز بدلون او صنعتي او اقتصادي پياوړتيا کې کاري ونډه واخلو تر څو په نړۍ کي د يوه ويښ، ژوندي او بامسئوليته ولس په توګه وځليږو او ګران هيواد د دني ا له نورو هيوادونو سره د ژوند په بيلابيلو ډګرونو کې د سيالۍ جوګه شو.