فاروق فاروقي

د کندوز د دشت ارچي ولسوالي په پېښه کې به بې له شکه بېګناه خلک په تېره ماشومان هم وژل شوي وي چې د خوابدۍ او خواشینۍ وړ ده، خو په دې پېښه کې ځینې مهم طالب قوماندانان هم وژل شوي دي. ځینې د غونډې برخوال وو، او ځینې تصادف یا وارخطایۍ د غونډې ځای ته بیولل.

د باوري معلوماتو پر اساس د کندوز د مدرسی په دې پیښه کې د طالبانو د سیاسی کمیسون دوه غړي وژل شوي دي. د طالبانو مشهور قومندان ډاکتر احرار چې د زابل اوسیدونکي دی او د منځنۍ اسیا لپاره د طالبانو سیاسي نماینده دی، دوهم سید ادریس اغا چې د رابطی مسؤل و. د طالبانو پخوانی حزبی قومندان د او د شکردرې اوسیدونکی دی. دوی له بیشکک نه د تاجکستان دوشنبې او بیا د شیرخان بندر له لارې کندوز ته راغلل د شمال زون تنظیمه ریس دوی هلته د لیدلو لپاره ورغوښتي وو کله چې طیارې راغلې دوی له کوره وتلي وو او د پناه په نیت د غونډې ځای ته ورغلل؛ دوی داسی فکر کړی و چې موږ هدف یو.

 د ډاکتر احرار جسد نن د میمنې له لارې بادغیس او بیا تورغونډۍ ته ورسید. ملګری یې په زابل کې انتظار دي او د سید ادریس اغا جسد نن په کابل ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.

One thought on “د ارچي په حمله کې د طالبانو دوه مهم وژل شوي کسان”
  1. پنجابیانو سره باید په احتیاط اړیکې ټینګې شي. هغوي هيڅکله هم خپل نړیوال او دوه اړخیز وجایب او مکلفیتونه ندي اجرا کړي.
    د دواړو هېوادونو ترمنځ د 1961 کال ترانزیت مواقفتنامه ، د هغې ضمایم او تعدیلات هېڅکله هم عملي نه شول . دوی هروخت زمونږ پر سوداګرو او دولت لارې بندې کړې ، محصول یې زیات او زمونږ لوری یې تاواني کړ.
    د1985 زېږدیز کال د ژنیو موافقتنامه چې د هغه په اساس شورویان زمونږ له هېواده ووتل ، پخوانی شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالات د دې موافقتنامې تضمینوونکي ول ، هم د پنجابیانو له خوا رعایت نه شو.
    له 2001 کال راپدې خوا ټولې دوه اړخيزې موافقتنامې د پنجابیانو له خوا نقض شوې.
    د دري ژبې د هغه مشهور متل په اساس چې « آزموده را آزمودن خطاست » ، له پنجابیانو سره په هر ډول نړیوالو اړیکو کې باید له ډېر احتیاط نه کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *