تاند- د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاعي بودجو د کمېدو له کبله د ناټو عمومي منشي وايي، افغانستان به د ناټو تړون وروستی ماموریت وي.

تېره میاشت د فرانسې دفاع وزیر وویل چې هیواد یې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې پر خپل پوځ ۲۵۱ ملیارد ډالره ولګوي چې د کال شاوخوا پنځوس ملیارد ډالره کېږي او تر اوسنۍ دفاعي بودجې یو اعشاریه ۹ لږه ده.

دغه راز د جرمني او بریتانیا د دفاعي بودجې کموالی ښيي چې په اروپايي اتحادیې کې پر پوځ لګښت ته لومړیتوب نه ورکول کېږي.

له دې داسي ښکاري چې د ناټو تړون بهرني ماموریتونه له جدي شک سره مخامخ دي.

حاضردمه د ناټو په غړیو هیوادونو کې یوازینی هیواد چې د خپل خالص داخلي تولید دوه فیصده یعني تر ټولو زیاتې پیسې لګوي، د امریکا متحد ایالتونه دي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن په دې خاطر خبرداری ورکړ، ویې ویل، که اروپایان پېټی د امریکا پر اوږو واچوي او دوی بې پروايي ته دوام ورکړي اروپا به له خطر سره مخامخ شي.

حاضردمه د ناټو تړون په سلو کې ۷۰ بودجه د امریکا متحد ایالتونه ورکوي.

راسموسن وویل، د ده په باور د ناټو نور غړي باید د دغه تړون د بودجې په مهیا کولو کې له امریکا سره ځانونه نژدې کړي او دوی دا کار کولی شي. غښتلې ناټو پیاوړې اروپا ته اړتیا لري. او پیاوړې اروپا غښتلې سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

د اروپايي هیوادونو له لوري د دفاعي بودجې کمېدا ډېره حیرانوونکې نه ده ځکه چې د یورو بحران د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه مجبوره کړي چې په مجموع کې بودجه لږه کړي. د ټولې بودجې له کمولو سره د دوی دفاعي بودجه هم په اتومات ډول کمه شوې ده.

خوا دا مسله په داسي وخت کې مطرح شوې چې اروپایان باور لري چې نور پوځي خطر نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *