تاند- تُرک چارواکي وايي چې نژدې ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي به روانه اوونۍ کابل ته ولېږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دا اعلان نن /شنبه/ وروسته له دې وکړ چې د ترکیې رسنیو وویل چې په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد ختیځ ته په بې ساري ډول زیات افغانان ورغلي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت نن وویل، افغانان د ایران له پولو ترکیې ته اوړي. د دوی په وینا افغانان په خپله خاوره کې د تروریستي فعالیتونو د دوام او اقتصادي ستونزو له کبله ترکیې او نورو هیوادونو ته پناه وړي.
دې وزارت دا هم وویل چې ګڼ شمېر افغانان یې نیولي او د خپل هیواد د مهاجرت ادارې ته یې سپارلي دي.
د دغه وزارت په وینا د ترکیې د ختیځ په ایرزوم کې د ۵۹۱ تنو افغانانو د بېرته ستنولو پروسه بشپړه شوې او د هغوی لپاره به چارتر الوتکه مهیا شي څو کابل ته واستول شي.
دا وزارت وايي چې په راتلونکو ورځو کې به نور افغانان هم بېرته افغانستان ته واستول شي.
د سږ کال په لومړۍ میاشت یعني جنورۍ کې د ترکیې ختیځو ښارونو ته ۱۷ زره ۸۴۷ افغان کډوال تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۷ کې ترکیې ته ۴۵ زره افغانانو پناه وړې وه.
خو په وروستیو ۲۱ ورځو کې ترکیې ته تر ۲۰ زره زیات افغانان په قاچاقي لارو تللي دي.
راپورونه وايي چې یو شمېر افغانان د ترکیې په لویو ښارونو کې د کار په لټه کې دي خو یو شمېر نور له ترکیې د اروپا لور ته روان شوي دي.
ایرزوم، چې د ترکیې په ختیځ کې دی، د افغانانو مهم مېشت ځای دی. اکثره قاچاقبر افغانان دغه ښار ته راولي.
د ایرزوم سیمې یوه چارواکي ایردال ګوزیل د ترکیې خبري اژانسونو ته ویلي چې لږترلږه ۴۰۰ افغان کورنۍ په دغه ښار کې اوسي.
هره کورنۍ د کور خاوند ته د میاشتې درې سوه ډالره کرایه ورکوي.
د ترکیې رسنۍ وايي چې د ورځې شاوخوا ۵۰ افغانان د ترکیې خاورې ته داخلېږي.
د ډېرو کډوالو لپاره ترکیه اروپا ته د ټوپ د تختې حیثیت لري.