ننګرهار
افغانستان تاريخ په اوږدو کې د سترو زبرځواکونو د سيالۍ پر ډګر بدل شوى، چې په لويه لوبه کې چې تزاري روسيې او انګلستان ترمنځ روانه وه، درې ځلې افغانستان تر انګليسي ښکېلاک لاندې راغى اوپه جګړو کې ښکېل پاتې شو او پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ او وروسته پاتې کېدا خواته ولېږدول شو ،له انګريزانو څخه تر خپلواکۍ وروسته عصري پاچا امان الله کړنې او فعاليتونو هم د سترو زبر ځواکونو له خوا له خنډو ځنډ سره مخ او واکمني يې پاى ته ورساوه، انګريزانو وکولى شو له داخلي مذهبي او قومي ډلو په مرسته د شاه امان الله واکمني له منځه يوسي او د اړو دوړ رامنځته کړي، انګريزانو هم افغانستان د خپل نفوذ سيمه ګڼله او روسانو هم خو تل لپاره د دواړو ځواکونو د سيالۍ پر مرکز بدل و، په معاصر تاريخ کې د ظاهر شاه څلوېښت کلنه واکمني د ارامۍ او سياسي ثبات کلونه و، خو پردې مهال او بيا وروسته د سردار داود خان او خلقي حکومتونو کې د سړې جګړې قرباني هېواد و، چې په شمال کې شوروي اتحاد او په جنوب کې له هندي ملت او خاورې او افغان ملت او خاورې څخه جلا شوى نوى راټوکېدلى دولت پاکستان ، چې په حقيقت کې د لويديځې نړۍ په ځانګړي ډول د انګلستان او امريکا متحده ايالتونو دولتونو د ګټو د خونديتوب او په سيمه کې د لويديځ د ګټو ساتندويه ځواک ، ژاندرام دنده لرله ، د لويديځ پلانونه او تګلارې يې يو بل پسې پلې کړې او افغانستان د دواړو زبرځواکونو د ګټو قرباني او په يو لوى ناورين او جګړه کې ښکېل شو، چې تراوسه هم د جګړې د اور لمبې لا بلې دي او د جګړې بڼه ورځ تر بلې بدلېږي او پيچلى کېږي.
د شوروي اتحاد تر پاشلتيا وروسته نړۍ په يوه قطبي نظام بدل او امريکا متحده ايالتونو دولت د نړۍ يوازينى زبرځواک په توګه عرض او اقدام وکړ، او د نړۍ په لر او بر کې د خپلو موخو او ګټو په خاطر لاسوهنې وکړې او په بين المللى نظام کې يې کوم خنډ او مخالف ځواکمن دولت شتون نه درلود، څه چې د امريکا د واکمنو زړه غوښت په نړۍ کې عملي کاوه، چې پردې مهال په افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه، چې په جګړه کې ښکېلې غاړې د ګاونډيو هېوادونو په ګټه او لمسون يو د بل پر وړاندې جنګېدلې، د سپتمبر يوولسمې پېښې وروسته امريکايانو او ملګرو پر افغانستان بريد وکړ او په خپله خوښه يې د نوي نظام بنسټ کېښود تر دې وړاندې په څو جګړو کې امريکا بريا ترلاسه کړې وه، او دسياستپوهانو له انده په پوځي لحاظ امريکا خپله برتري يا لوړتيا ثابته کړه، خو په اقتصادي لحاظ د دې جوګه نه و، چې د نړۍ مشري وکړي، افغانستان ته په راتګ کې ګاونډيو هېوادونو او د سيمې د ځواکمنو دولتونو د روسيې په شمول له امريکا سره هر اړخيزه مرسته وکړه، چې له امله يې امريکايانو وکولى شو، خپلې ځينې روښانه موخې لکه د طالبانو رژيم له مېنځه وړل او د اسامه بن لادن وژل يې ترلاسه او خپل دايمي حضور يې يقيني کړ، چې په اوږد مهال کې افغانستان کې پاتې کېدل او له دې خاورې د خپلو موخو او ګټو استفاده يې تګلاره ده، چې روسيې ، چين او ايران د مهارولو او تر فشار لاندې ساتلو په خاطر جګړې ته دوام ورکوي او د سيمې او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ته د ايمي سرخوږى جوړوي، که دا ډول ورته نورې موخې لري په لومړيو شپو او ورځو کې يې کولى شو د طالبانو رژيم سقوط او جګړه وګټي که يې غوښتنې واى جګړه مهار اوسوله تامينولى شوه او د افغانانو په خوښه ځواکمن دولت رامنځته کېداى لپاره ښه فرصت يې درلود، خو په مختلفو بهانو يې جګړې ته دوام ورکړ او نهايي موخه يې هم لا تراوسه نه ده، ترلاسه کړې په لومړيو کلونو کې د سيمې هېوادونو ورسره پوره همکاري وکړه کله، چې پوه شول د سيمې هېوادونو ګټې ګواښل کېږي، د امريکا او افغان دولت له مخالفينو سره يې مرسته پيل کړه او د جګړې ډګر نور هم تود شو ، چې اوسمهال جګړه د امريکايانو له لاسه وتلې او د جګړې د پردې ترشاه نور زبر ځواکونه او سيمې هېوادونه لکه چين ، روسيه ، ايران، پاکستان او نور حضور لري او د جګړې بڼه پارتيزاني، چريکي ترهګري او استخباراتي ده، چې د يوه ځواکمن هېواد ( امريکا ) له واک او کنترول بهر دى، په نړيواله کچه اوسمهال د روسيې او لويديځ امريکا او چين روانې ديپلوماتيکه نرمه جګړه روانه ده يو د بل ديپلوماتان له هېوادونوشړي او يو او بل ته ګواښونه کوي تېره ورځ روسيې اعلان وکړ چې انګلستان له اور سره لوبې کوي، همدا ډول د چين او امريکا سوداګريزې اړيکې هم خړې پړې دي، همدا روانه نرمه جګړه وروسته بياپه فزيکي توده جګړه بدلېږي، کله چې د يادو زبرځواکونو ګټې په خطر کې وي نو زموږ هېواد هم د نيابتي جګړې پر ډګر بدلېږي دلته په لنډ ډول د هېوادونو لاسوهنو ، سـياليو او او نقش ته لنډه نغوته وکړم.
١- روسيه : د شوروي اتحاد تر پاشلتيا وروسته روسيه په نړيواله کچه په کمزوري حالت کې قرار درلود او په خپلو کورنيو ستونزو او شخړو کې ښکېل و او ناټو وکولى شو د روسيې تر پولو او نفوذ تر سيموځان ورسوي، په روسيه کې د ولاديمير پوتين تر واکمن کېدا وروسته په لومړيو کلونو کې د روسيې داخلي نظم ، اقتصاد او ثبات ټينګ او وروسته بيا د خپل نړيوال موقف، مقام او پرستيژ بيا ترلاسه کولو او په نړيوال سياست کې فعال نقش او حضور لپاره د مقابلې او سيالۍ ډګر ته ووت لومړى يې کريميا ټاپو او سيمه د روسيې برخه کړه، بيا يې د اوکراين ختيځې سيمې او د سوريې په جګړه کې امريکا ته ماتې ورکړه، او بشارالاسد رژيم يې وساته اوسمهال امريکايان له سوريې څخه وځي، په سوريه او عراق کې د روسيې او ايران ملاتړ د دې لامل شو ، چې په سيمه کې داعش پروژې مخه ونيسي او د امريکا د ګټو او موخو مخنيوى وکړي، چې په سوريه او عراق کې داعش تر ماتې وروسته په افغانستان کې د پاکستان په مرسته د داعش پروژه رامنځته په لومړيو کې د هېواد ختيځو ولايتونو کې جګړه ييز فعاليتونه پيل او اوسمهال د هېواد په شمال کې هم فعال او حضور لري، د سياستپوهانو له انده ياده ډله په سيمه کې د روسيې چين ، ايران ګټو پر ضد او لويديځې نړۍ د ګټو لپاره رامنځته شو ې ده، بيا هم پدې جګړه کې چې تر ټولو جګړو ناوړه بڼه ده، بې ګناه افغانان قرباني کېږي، د اسې انګېرل کېږي، چې لويديځ او امريکا غواړي د منځني ختيځ د ماتې زيان د لته په افغانستان کې جبران کړي، روسانو او ايرانيانو ته ماته ورکړي، روسيه او سمهال په پوځي او سياسي لحاظ د نړۍ پر يو زبر ځواک بدل شوى، چې سږ کال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په نړيواله کچه خپل ستر پوځي سيال ياد کړ او ولسمشر پوتين هم څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې او په تېرو اونيو کې د تر ټولو پرمختللي راکټونو او وسلو ازمايښت هم وکړ او د پوځي ځواک نمايش يې وړاندې کړ، د داعش پر وړاندې د طالب په ملاتړ هم تورن دى او د افغانستان په پېښو کې په يوه ډول نه يو ډول ښکېل دى او خپلې ملي ګټې پالي او تعقيبوي يې او د اوسنى حکومت په اډانه کې هم ډېرى پلويان لري او د امريکا او لويديځ ګټو ته زيان رسولى شي او د دې ادعا لري، چې افغانستان مو ګاونډى او د نفوذ سيمه ده او له دې ځايه ورته خطر او ګواښ پېښ دى، اړيو د خپلو ګټولپاره په افغانستان کې جګړه وکړو ، پدې توګه روسيه له امريکايانو او متحدينو سره په سيالۍ او جګړه کې په نا مستقيم ډول ښکېل دى. راتلونکې کې د مخامختيا ويره او اندېښنه هم شته .
چين : د چين ولسي جمهوريت چې اوسمهال د نړۍ دويم اقتصاد دى په افغانستان کې د خپل اقتصادي سيال او په سيمه کې د سياسي سيال امريکا شتون او حضور د خپل هېواد ملي ګټو لپاره جدي ګواښ او خطر ګڼي، له بلې خوا د چين په سيانکينګ ايالت کې مسلمان تندلارو مخالفو او بېلتونپالو شتون او فعاليت هم اندېښمن کړي او په خپل ګاونډ افغانستان کې تندلارې ترهګريزې ډلې چې ويل کېږي تر ډېره د لويديځ او امريکا لپاره فعاليت کوي د ويرې او اندېښنې احساس کوي. چين هم اوس مهال د افغاستان په سياست او جګړه کې له لويديځ او امريکا سره په نا مستقيمه جګړه او سيالۍ کې ښکېل دى. په مختلفو شکلونو د افغانستان په مسايلو کې دخيل دى.
پاکستان : له لومړي سره په سيمه کې د لويديځ د ګټو د خونديتوب لپاره رامنځته شوى او له لويديځ ډېرى استخباراتي پروژې يې عملي کړي، له پيله د پراختيا غوښتنې سياست مخ ته وړي او غواړي چې له هند سره د سيالۍ په خاطر پراخه جغرافيه او نفوس ولري په همدې منظور غواړي پر افغانستان بشپړ برلاسي ولري يا هم حد اقل د پاکستان لاسپوسى حکومت وي، چې د پاکستان ګټې خونديتوب کړي او بهرنى سياست واک له پاکستان سره له بلې لوري د افغانستان په ګاونډ کې له بېلتونپاله بلوچ غورځنګ سره په وسله واله مبارزه کې ښکېل دى او په پښتونخوا کې هم ملتپاله ګوندونه دزيات واک و ځواک غوښتنه لري، يادو مسايلو ته پام سره د افغانستان په جګړه مستقيم او نا مستقيم ډول ښکېل دى، څه موده وړاندې دپاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف اعلان وکړ، چې د افغانستان د جهاد پروژه د امريکا د نبراسکا پوهتون پروژه وه او موږ عملي کړه، په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان د دولت ډېرى مخالفين د پاکستان له خوا تمويل ، تجهيز او د جګړې ډګر ته لېږل شوى او هم په خپله پاکستاني پوځيانو د سلاکارانو په ډول او هم يې پوځي ځواکونو په ډول په جګړه کې برخه اخيستې ، تر نورو هېوادونو دا هېواد د افغانستان په جګړه کې د يوه لوري په توګه نقش درلود د بېلګې په ډول له افغان دولت سره د ژبنو تړون لاسليک کول، چې له مخې يې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه له افغانستان څخه ووتل او پاکستان د مجاهدينو نماينده ګي وکړه اوسمهال هم د سولې د خبرو اترو يو اړخ دى او د وسله والو طالبانو په استازو که په نړيوالو کنفرانسونو کې برخه اخلي لکه څلور اړخيزو خبرو او نورو کې په هر ترتيب دا هم تر ټولو زيات نفوذ او اغېزه لري او د پخوانيو مجاهدينو قومندانان او رهبران د پاکستان د جاسوسۍ سازمان ته نږدې او روزل شوي افراد وو.
چې تر ډېره د پاکستان د ګټو لپاره نيابتي جګړه پرمخ بيايي کله چې د افغانستان سولې خبرې اترې پيل شي په نا مستقيم ډول د جګړې اور پوکى وهي او کله نا کله بيا په مستقيم ډول د افغانستان پر خاوره هوايي راکټونونو بريدونه کوي، په تېرو څو ورځو کې په ختيځ ولايت کونړ کې هوايي بريدونه د بېلګې په ډول يادولى شو چې د سولې پر وړاندې خنډونه ايجادوي.
او پاکستان هيله لري چې د اسلامي نړۍ مشري وکړي او د دې ادعا لري چې دا ټولې ځواک په توګه ځان د دې مقام جوګه ګڼي.
سعودي عربستان : په منځني ختيځ کې له ايران سره د سيالۍ او د اسلامي نړۍ د مشرۍ په خاطر د افغانستان په مسايلو کې ښکېل دى او د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې او وروستيو جګړو کې د لويديځ او امريکا د ګټو د يوه شريکوال په توګه عمل کوي، څو ورځې وړاندې د سعودي عربسان د وليعهد محمد بن سلمان وينا چې تندلاري اسلام او وهابيزم د امريکا پروژه وه اوسمهال ورته اړتيا نشته او متعدل اسلام ته بېرته ورګرځو د دې شاهدي ورکوي، چې په نړۍ او سيمه کې د تندلاريتوب او ترهګرو ډلو مالي او معنوى ملاتړى هېواد دى، له بل لوري سعودي شهزادګان او شاهي کورنۍ هم د اسلامي نړۍ د مشرۍ نقشه لري او په همدې منظور په اسلامي نړۍ کې د نفوذ او اغېزې هڅه کوي په دې ډول په تېرو څلورو لسيزو کې سعودي عربستان د افغانستان د جګړې يوه برخه ده اوسمهال هم له خپلو سيالانو ايران ، ترکيې او نورو سره په سيالۍ کې ښکېل دى.
ترکيه : له سعودي او ايران سره د منځني ختيځ د کنترول او نفوذ او اغېزو پر سره په اسلامي نړۍ کې په سيالۍ کې ښکېل دى او دا هېواد هم د پراختيا غوښتنې سياست تعقيبوي او د عثماني ترکيې په څېر د خلافت رامنځته کولو خيال او فکر لري هڅه کوي د اسلامي نړۍ په سياسي او جګړه ييزو مسايلو کې شامل وي او د خپلو سيالانو ګټې په سيمه او حتى په افغانستان کې ګواښي او دا هېواد په مستقيم ډول د ناټو چوکاټ کې د امريکا متحد دى له بلې لوري له خپلو سيمه ييزو سيالانو سره د افغانستان په جګړه کې په نا مستقيم ډول ښکېل دى.
ايران : د ايران اسلامي جمهوريت چې د اسلامي انقلاب له پيله د لويديځ په ځانګړي ډول امريکا سره په ټکر کې دى او په منځني ختيځ کې د امريکا د ګټو لپاره ګواښ دى او په سيمه کې ايران هم په مذهبي – سياسي او فرهنګي لحاظ د پراختيا غوښتنې سياست تعقيبوي او د شيعه مسلمانانو مشري کوي او د منځني ختيځ نفتو ته يې هم سترګې پټې کړي د پخواني فارس په څېر د امپراتورۍ جوړولو خوب وخيال لري. چې د امريکا له خوا د شيطاني محور په هېوادونو کې هم شامل دى په ښکاره د امريکا يو غليم هېواد دى، هڅه کوي په خپل ګاونډ افغانستان کې امريکا او ملګرو ته جدي خطرونه،ګواښونه او ننګونې ايجاد کړي او هم د امريکا او نورو له شر څخه ځان وساتي او په جګړه کې په شکل د اشکالو د خيل شي، د ايران د ولت په افغانستان کې ځانګړي مذهبي او سياسي پلويان لري، چې ډېرى د اوسني حکومت په آډانه کې شامل دي، پر ايران هم د طالبانو د ملاتړ تور دى او ايرانيان هم د داعش له ويرې چې تر ډېره له سني تندلارو مسلمانانو جوړ دى او ويل کېږي، د لويديځ او امريکا مالي معنوي ملاتړ هم لري ځان لپاره ستر او جدي خطر ګڼي او له هرې ممکنې وسيلې غواړي مقابله وکړي، دا هېواد له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانستان په جګړه کې ښکېل او د سياسي، مذهبي او فرهنګي پراختيا غوښتنې سياست تعقيبوي.
يا د هېودونه د افغانستان په جګړه کې ښکېل او خپلې ګټې تعقيبوي او له خپلو سيالانو سره نيا بتي استخباراتي جګړه پرمخ وړي لکه هند د پاکستان پر وړاندې، پاکستان د هند پروړاندې سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه د ايران او ايران د عربانو ، تر کان د عربانو پروړاندې امريکايان د روسانو، روسان د امريکايانو، چينايان د امريکايانو او امريکايان د چينايانو سيالي کوي او يادو هېوادو ګټو لپاره افغانان او نورې ترهګرې ډلې نيابتي استخباراتي جګړه جاري ساتي، چې زيات زيان يې افغان ولس ګالي او ډېره قرباني ورکوي، اوسمهال په نړيوال ډګر کې د امريکا پوځي ، سياسي، اقتصادي سيالان روسيه او چين پرځواکمنو هېوادونو بدل شوي او دا دواړه افغانستان د خپل نفوذ سيمه يادوي او په دې سيمه کې د امريکا حضور او هم د ترهګريزو ډلو حضور او فعاليت خپلو ملي ګټو لپاره جدي ګواښ ګڼي هڅه کوي هم ځانونه وساتي او هم د خپل نفوذ سيمه پراخه اولويديځوال په افغانستان کې مات کړي او د زيات واک و ځواک زمينه ځان ته برابرکړي پدې توګه اوسمهال افغانستان د سترو زبرځواکونو د سيالۍ او نيابتي جګړې پر ډګر بدل دى او د جګړې دوام لپاره له مختلفو لوريو څخه مختلفې بهانې لټول کېږي، او افغانان د پرديو جګړو او ګټو قرباني ولس دى. د جګړې او ناوړه سيالۍ د اوږدېدا اندېښنه او ويره شتون لري.