تاند- د افغانستتتان ولسمشر حامد کرزي نن /جمعه/ د چین له مشرانو سره وکتل.
ښاغلي کرزي د چین له ولسمشر او نورو چارواکو سره په داسي حال کې وکتل چې چین د افغانستان د لوګر د عینک د مسو کان د استخراجولو کار ځنډولی او له هغو امتیازونو په شا شوی چې په قرارداد کې یې منلي ول.
کرزي د چین له ولسمشر شي جین پینګ او صدراعظم لي کیکیانګ سره په پېکینګ کې د خلکو په لوی هال کې وکتل.
ټاکل شوې وه چې دوی به د عینک د مسو د کان په اړه هم خبرې کوي خو د چین د حکومت په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
ولسمشر کرزي چینايي مشرانو ته وویل:«موږ چین د سیمې او نړۍ د ثبات معمار بولو. افغانستان چین ته د یوه داسي ګاونډي په سترګه ګوري چې تل یې زموږ سره ښه کړي.»
کرزي له چینايي ولسمشر او صدراعظم سره له کتنې وروسته وویل چې له چینايي مشرانو سره به د ده خبرې د دواړو هیوادونو اړیکو ته نوې ساه ورکړي.
ښاغلي کرزي د چین له ولسمشر سره د بندیانو د تبادلې، تخنیکي او اقتصادي همکاریو او تعلیم په برخو کې څو مفاهمې لاسلیک کړې.
د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني هم چین ته تللی چې د دغه هیواد له چارواکو سره د لوګر د عینک د کان په اړه د چین د ایم سي سي شرکت د قراداد د اجرا کېدو په باب خبرې وکړي.
چینايي شرکت ویلي چې د مسو د کان لپاره د وسپنې ویلي کولو فابریکه، برېښناکوټ او د اورګاډي پټلۍ نه جوړوي او د افغانستان حکومت ته د کال څه باندې ۲۰۰ ملیون ډالره منلی امتیاز هم نه ورکوي.