استاد شهسوار سنګروال
لومړی سي آې اې :
افغانستان چې د نړۍ د پېښو مرکز ګرځېدلی و، د نړۍ هېوادونو او خبريالانو هم افغانستان ته مخه کړه. ويليام کيسي چې په استخباراتي چارو کې د ريګن سلاکار وه وخت په وخت پاکستان ته سفر کاوه او د افغانستان په اړه يې له جنرال اختر سره ليدل، امريکې يو د بل پسې خپل لوړ رتبه پلاوي مخ په پاکستان ور مات کړل. دغه ډول هلې ځلې هغه مهال چټکې شوې چې جيمي کارتر، د شوروي اتحاد له يرغل نه درې اونۍ وروسته د جنوري ۲۱ نېټه (۱۹۸۰ کال) د امريکا ولس ته وويل: «موږ د مبارزې په داسې يوه پړاو کې يو چې په افغانستان د شوروي اتحاد د وسلوال بريد ټوله نړۍ د جګړې له ګواښ سره مخ کړې ده.
د امريکې غټه اندېښته پدې کې وه چې شوروي ښايي يوازي په افغانستان کې تم نشي، بلکې غواړي چې فارس خليج او د هند سمندر هم تهديد کړي.
که چېرې د شوروي پلان عملي بڼه خپله کړي نو شوروي اتحاد به په دغه سيمې خپل کنترول ټينګ کړي، که داسې شي نوبيا د لوېديځې اروپا، لرې ختيځو هېوادونو، مينځنى ختيز او پخپله د امريکې ګټې تر ګواښ لاندې راځي. نو د امريکا له پارلمان نه غواړم هغه نظامي او اقتصادي مرستې تصويب کړي چې په پام کې دي، پاکستان ته په واک کې ورکړ شي.»[1]
له دې سربېره امريکې په ۱۹۷۸ کال دېرش (۳۰) بېليونه ډالره C.I.A ته په واک کې ورکړي وه چې د افغانستان، انګولا او نيکاراګوا چارې د پټو عملياتو له لارې وڅاري. د دغو استخباراتي چارو په سر کې وېليام کيسی و…
په سيمه کې هغسې هم امريکې کوښښ کاوه چې د ايران د پاچا له ګوښه کېدو وروسته د استخباراتو هغه وسلې او ټکنالوژي پاکستان ته ولېږدوي چې د مينځنۍ اسيا ميځني واټن توغندي پرې وڅاري.
خو د امريکا متحده ايالاتو دغه اندېښنه لرله چې ضياء الحق غواړي، هستوي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي، دا ځکه چې په دې تړاو:
«په امريکا کې د پاکستان سفير سلطان محمد خان څو وارې د امريکې چارواکو ته په بېلابېلو بڼو د افغانستان د مسئلې او د پاکستان د هستوي تګلارې په تړاو څرګندې غوږ وهنې کړې وې»[2]
د امريکا متحده ايالاتو، د اوښيارې دېپلوماسۍ له مخې نه يوازې د امريکا ولس ته يې په افغانستان د شوروي اتحاد وسلوال يرغل له ګواښه ډک وباله بلکې مصر، انقرې، رياض، چين، پاکستان او خپلو لوېديځوالو متحدينو ته هم ور په ګوته کړه چې بايد د شوروي پر وړاندې په ټينګه ودرېږو.
که څه هم آيت الله خميني له امريکې سره د دپلوماتانو د يرغمل ستونزه لرله، خو د شوروي پر ضد په يوه خوله وه.
شوروي اتحاد که څومره د ملګرو ملتو د منشور له «۵۱» مادې نه خبرې کولې چې ګني د ۱۹۷۸ کال د تړون پر بنسټ افغانستان ته يې لږ شمېر پوځونه رالېږلي دي. چې دغه ځواکونه به يووازې په خپلو مرکزي قرار ګاوو کې ځای پر ځای وي. ولې بيا هم نړيوالو ورسره ونه منله او خپلو غبرګونونو ته يې پراختيا ورکړه.
د امريکې او د هغې د متحدينو پوځي او اقتصادي مرستې دومره ډېرې شوې چې مجاهدينو د افغانستان د حکومت پر ضد خپلو بريدونو ته دومره زور ورکړ چې د شوروي د سرو لښکرو څلوېښتمې اردو په ۱۹۸۰ کال د مارچ په مياشت کې مخ په کونړ عمليات پيل کړل… له يوې خوا په لږ وخت کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې په ټول افغانستان، په ځانګړي ډول د هېواد د پلازمېنې کابل او د کابل شاوخوا سيمو ته د مجاهدينو ليکې را ورسېدې او له بلې خوا د سپينې ماڼۍ کارپوهانو، ولسمشر کارتر ته وويل (د جنوري ۲۳ نېټه ۱۹۸۰ کال) د شوروي لخوا د افغانستان نيول د اسيا په جنوب لوېديځ کې د امريکا ګټو ته لوی ګواښ دی، او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دغه بريد د نړۍ سولې ته لوی ګواښ ګڼلی شو. هغه وه چې د اسيا او افريقا ۱۹ هېوادونو ته يې چې ۴۵ مليارده ډالره سپما کړي ول خپل پلاوي واستول… امريکا د شوروي پر وړاندې پوځي او اقتصادي هڅې چټکې کړې، چې په پارس خليج، عمان خليج او دهند په سمندر کې خپلې گټې وژغوري. د الکساندر ليا خفسکي د څرګندونو له مخې د مجاهدينو وسلوال بريدونه د امريکا د مرستو له مخې دومره پياوړي شول چې:
«په ۱۹۸۰ کال د فبروری په مياشت کې د شوروي اتحاد سفارت تر بريد لاندې راغی، چې څو تنه شوروي اتباع ووژل شول… نو بيا مسکو په کلکه له شوروي ځواکونو نه وغوښتل چې خپل عملیات لا پراخ کړي.»[3]
د امريکا د متحده ايالاتو مرستې نورې هم ځکه زياتې شوې چې واشنګټن په دې ډاډه شو چې د افغانانو ملي پاڅون اوس د دې جوګه دی چې شوروي په ګونډو کړي.
په لندن کې خپرېدونکې ورځپاڼې «انډېپېنډېنټ» دا په ډاګه کړه يوازې سي آی اې (C.I.A) له ۱۹۷۸ زېږديز کال نه راپدې خوا له دوه زره مليونو ډالرو نه په لوړه بيه وسلې را ونيولې او له يو زر ملينو ډالرو نه زيات بيا په نورو توکو ولګول شول چې مجاهدين پياوړي کړي.
نه يوازې امريکا د شوروي د يرغل پر وړاندې له مجاهدينو سره د هراړخيزه مرستو ټټروواهه بلکې مصر، سعودي عربستان، ترکيه خليجي هېوادونه، پاکستان، د لوېديځې اروپا هېوادونه چې تل يې د شوروي اتحاد له زياتېدونکي ځواک نه وېره لرله، د مقابلې ډګر ته را ووتل.
د مجاهدينو کوربه پاکستان له هر بل هېواد نه زيات دېته ژمن وه چې له مجاهدينو سره د مرستې په پلمه خپل پخواني دښمن افغانستان ته زيان واړوي، نو خپل ټوپک يې د مجاهدينو په اوږه کېښود او مخامخ پر افغانستان يې ډزې پيل کړې. او داسې کسات يې له افغانستان نه واخېست چې د سيمې په تاريخ کې ساری نلري.
دويم پاکستان: (آې اس آې)
په افغانستان باندې د شوروي اتحاد وسلوال بريد، د پاکستان لپاره يو لوی سياسي نعمت وه چې د افغانستان پر وړاندې يې، توره دوه برابره تېزه شوه.
جنرال ضياء الحق فکر کاوه چې دا د پاکستان لپاره يوه اسماني تحفه ده، نو ځکه يې د I.S.I مشر جنرال اختر عبدالرحمن ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان دپېښو بشپړ جاج واخلي. اختر عبدالرحمن له خپلې هر اړخيزې څېړنې وروسته جنرال ضياء ته وويل:
«د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو مقاومت بايد په لومړۍ کرښه کې له پاکستان نه دفاع وي. که چېرې سرو لښکرو ته وخت ورکړ شي او افغانستان په اسانۍ سره له خپل ستوني تېر کړي، ښايي د هغوي دويم ګام دا وي چې د بلوچستان له لارې پاکستان وګواښي.»[4]
د ۱۳۵۸ د جدي د شپږمې (۶) نېټې پېښه افغان ولس ته بوګنوونکې، يوه خونړۍ توره ورځ وه، ولې د پاکستان لپاره د خوښۍ ډکه ورځ ځکه وه چې جنرال ضياء ترې ښه پوځې، اقتصادي او سياسي ګټه واخسته. دی تر دغه دمه د نړيوالو لپاره د کرکې وړ وه. دا ځکه چې له يوې خوا د پوځي کودتا له مخې واک ته رسېدلی وه، له بلې خوا يې ذوالفقار علی بوټو په ۱۹۷۹ ز کال د اپرېل په څلورمه نېټه په دار ځړولی و او دريمه دا چې امريکا خپلې پوځي او اقتصادي مرستې د هستوي وسلو د جوړولو په پلمه بندې کړې وې.
ضياء الحق د خپل ځان د سپيناوي لپاره د افغان جهاد له لارې نړۍ، په تېره اسلامي او لوېديځې نړۍ ته وښوده چې دېته ژمن دی چې د شوروي اتحاد پر وړاندې په ټينګه ودرېږي او د کمونيزم دودې او پرمختګ مخه ډب کړي.
نوموړي د شوروي اتحاد ( ۱۹۷۹ کال د دسامبر ۲۷ نېټې) د ګواښ په پلمه له امريکا د پوځي مرستې غوښتنه وکړه او په حقيقت کې دغې نېټې يانې د روسانو بريد دواړو هېوادونو، په سر کې ضياء او ريګن ته يو ښه سياسي طلايي چانس په برخه کړ. دا ځکه چې پاکستان خپلې ستونزې لرلې او امريکا خپلې…
دغه ستونزې هغه مهال ډېرې شوې چې پاکستانيانو په اسلام اباد کې د امريکا په سفارت بريد وکړ او پوليسو يې مخه و نه نيوه.
دغه بريد د هغه غبرګون پر بنسټ وه چې د مکې جومات د يو شمېر بنسټ پالو له خوا په ۱۹۷۹ کال د نوامبر په شلمې نېټې ونيول شو او د ايران مشر يو شمېر مسلمانان ولمسول چې دغه کار د امريکې هېواد کړی دی او پړه يې د هغو پر غاړه ده.
د امريکا متحده ايالاتو هغسې هم د ايران د شاهي نظام د نسکورېدو وروسته د ايران له نوو چارواکو لاسونه وينځلي ول او آيت الله خميني دوی ته او دوی هغه ته د منلو وړ نه ول.
د امريکې او ايران تر مينځ سياسي کړکېچ پخپله پاکستان ته يو غوره چانس وه چې د امريکا او د هغه د متحدينو پام يې د سيمې دې لور ته را واړوه.
د اسلام اباد چارواکو (ضياء او اختر…)، د امريکا د باور لپاره خپله سينه وډبوله چې له شوروي اتحاد به د ويتنام کسات اخلي او دا هغه مسئله وه چې امريکا په سر کې ريګن او چارلس ويلسن ته ډېره د پام وړ وه.
د سپينې ماڼۍ چارواکو، په تېره د امريکا د استخباراتو ادارې هڅه کوله چې د شوروي اتحاد بدمرغي په خپلو سترګو وګوري. د C.I.A رييس وليام کيسي داسې انګېرله چې دا يوه خدايي تحفه ده چې شوروي اتحاد، موږ ته، خدای په داسې ځای کې په ګوتو راکړ چې بڼکې به يې وباسو.
نوموړی په دې بریالی شو چې د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ مالي کال لپاره اتيا (۸۰) ميلونه ډالره د افغانستان لپاره ځانګړي کړي.
که څه هم C.I.A ډېر لګښت کاوه او په دې لاره کې ډېرې وسلې او پيسې لګولې، خو يو شمېر امريکايانو ورسره مخالفت کاوه.
وسلې او پيسې:
د ملي امنيت د سهيلي اسيا د څانګې رييس «توماس.پي.تورنتون» په ډاګه د دې خبرې پخلی کړی چې واشنګتن اندېښنه لرله چې «شوروي اتحاد نفت خېزې سيمې» او د «هرمز تنګي» ته نږدې شوي دي.»[5] او دغه کار د امريکا متحده ايالاتو ګټو ته يو لوی ګواښ دی.
دشوروي دغه ګواښ او د دې په څېر نور ګواښونه له لوېديځې اسيا نه راواخله تر جنوبي او جنوب ختيځې اسيا ان تر مينځني ختيځ او خليجي هېوادونو پورې په پام کې وو چې امريکا او د هغه متحدين يې له ډېرو اندېښنو سره مخ کړي ول.
پاکستان بيا دغه اندېښنه لرله چې شوروي ځواکونه به د ډېورنډ له کرښې را اوړي او پاکستان به ګواښي.
ښايي دغه اندېښنه به پر ځای وه يا به نه وه ولې د پاکستان چارواکو کوښښ کاوه، د امريکا او د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو غوږو ته دا ورسوي چې پاکستان تر ګواښ او د شوروي ځواکونو تر خطر لاندې دی.
نو پر همدې بنسټ د شوروي پر ضد له يوې خوا مجاهدين پياوړي شول چې په ټول هېواد کې د شوروي پر ځواکونو بريدونه پراخ کړي او له بلې خوا په ۱۹۸۱ کال د C.I.A له خوا په بنکاک کې د سي آی اې د سيمه ييزو اډو د مشرانو يوه غونډه را وبلل شوه او په دغه کنفرانس کې د وسلو په څرنګوالي او څومره والي خبرې اترې وشوې.
«سټيو کول» د بنکاک د کنفرانس په اړه داسې کښلي دي چې: «په دغه ناسته کې د هغو وسلو نومونه په ډاګه شول چې مجاهدين به نور هم پياوړي کړي. پدغه کنفراس کې دغه پوښتنه هم را ولاړه شوه چې آيا شورويان به تر هغه دمخه، چې په پاکستان بريد وکړي پاکستان به څه وځغمي؟»[6]
نوموړي د دې خبرې پخلی هم کړی دی چې هارټ د مجاهدينو د وسلو څرنګوالي ته داسې ګوته نيولې ده چې: «مجاهدينو په زړو وسلو او نامنظمو جګړه ييزو تکتيکونو د شوروي ځواکونه له پښو غورځول. خو په ۱۹۸۲ کال هارټ د مجاهدينو لپاره د نورو پر مختللو وسلو غوښتنه وکړه.»[7]
جنرل ضياء الحق د دې پلوی وه چې امريکا پرمختللې وسلې برابرې کړي، ولې نه يې غوښتل چې د C.I.A غړي نېغ په نېغه له جنګياليو سره اړيکې ولري، وسلې او پيسې بايد د دوی له لارې په هغو ووېشي.
ضياء، جګړه اوږدوله خو غوڅوله يې نه. ولې په امريکا کې چارواکي په دې اړه وېشلي ول.
هغسې خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اغاشاهي هم د ضياء د اند پخلی نه کوه او د دې پلوی وه چې د ملګرو ملتو له لارې د سيمې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.
د امريکا متحده ايالاتو د پرمختللو وسلو يو لړليک وړاندې کړ چې موږ له ځمکې نه هوا ته توغندي، د ټانګ ضد توغندي، د ځمکې او سړک غاړې بمونه او نورې سپکې او درنې وسلې د بېلګې په توګه يادولی شو.
C.I.A خو دا نيت درلود چې افغانستان ته دا وسلې ولېږي او د حکومت ضد وسلوالو ته يې په واک کې ورکړي، ولې دېته يې هم اړتيا درلوده چې د پاکستان د حکومت نه اجازه تر لاسه کړي.
خو پاکستان ورته په ځغرده وويل چې امريکا بايد د پاکستان «اجنډا» ته غاړه کېږدي. دا ځکه چې جنرال ضياءالحق په افغان جهاد کې خپله اوږد مهاله ستراتېژي لرله. ده په يوې ځانګړې ناسته کې ريګن ته ډاډ ورکړ چې دی به افغان ځوانان دېته وهڅوي چې د «مقدس جهاد» پنوم په خالي لاسونو د «بېدينه» شورويانو پر وړاندې وجنګوي.
د ده د دې خبرو موخه دا وه چې د امريکې چارواکو په سر کې د ولسمشر ريګن د دوستۍ ډاډ ترلاسه کړي. چې د C.I.A په وسلو او پيسو خپل سياسي واک پياوړی کړي. نو همدا لامل و چې: «چې د پاکستان د خوښې لپاره، امريکا هېڅکله هم د پيسو او وسلو په وېشلو کې مداخله نه کوله او له مجاهدينو سره يې نېغ په نېغه اړيکه نه درلوده.»[8]
که چېرې به کوم امريکايي چارواکي غوښتل د پېښو په تړاو د پولې دواړو غواړو ته له مېشتو افغانانو سره اړيکه ونيسي نو بايد د پاکستاني چارواکو موافقه ترلاسه کړي. د ساري په توګه: «کله چې جنرال ضياء خبر شو چې چارلس ويلسن غواړي د افغانستان له جنګياليو سره په افغانستان کې وګوري سخت ټکان وخوړ، نو بيا يې جنرال اختر ته سپارښتنه وکړه چې ويلسن دېته اړ کړي چې افغانستان ته له تلو ډډه وکړي… ضياء غوښتل چې په افغانستان کې اوبه ګرمې وي خو بايد جوش نشي.»[9]
که له يوې خوا جنرال ضياء الحق نه غوښتل چې له افغان مجاهدينو سره وګوري، خو له بلې خوا يې: «پدې ټينګار کاوه چې مجاهدينو ته که يو ټوپک هم ورکړ کېږي بايد د پاکستان له لارې دا کار تر سره شي.»[10]
کومې وسلې او پيسې چې د C.I.A له لارې پاکستان ته راتللې نو د آي – اېس – آی لخوا ځای پر خای کېدې او بيا به دوی د خپل پلان او تګلارې له مخې وېشلې.
په تلک خرس کتاب کې د ليکوال له خولې راغلی دي چې: «يوه ورځ د اکتوبر په ۱۸ نېټه (۱۹۸۳ کال) د I.S.A دفتر ته لاړم له کوم ځای چې د افغانستان جګړه پر مخ بېول کېده.
دا ځای د راولپندۍ په شمال کې له اسلام اباد نه په ۱۲ کېلو متر واټن کې پروت وه. د جنرال اختر دفتر ته څېرمه چې د آی – اېس – آی اصلي تعمير وه.
دلته يوه لويه ډيپو وه چې په سلو کې ۷۰٪ د مجاهدينو وسلې پکې ځای پر ځای وې، پدې ځای کې ۳۰۰ لويې لارۍ دلته په ګراجونو کې تلې او راتلې. پوخي روزنځايونه، د سټنګر په ګډون سپکې او درنې وسلې هم دلته وې… آی – اس – آی موږ ته ويل چې کابل حکومت د تاسو د هر تن په وژلو (خاد) دېرش (۳۰) زره ډالره اېښي دي… (وګورئ ۳۶ مخ) دا هغه ډيپوګانې وې چې C.I.A د يوه راپور له مخې چې ګني د شوروي اتحاد له يرغل نه وروسته تر ۱۹۸۵ کال پورې د لس زرو (۱۰۰۰۰) زرو ټنو په شاوخوا کې وسلې له بېلابېلو هېوادونو نه اخستې وي. چې بيا دغه اندازه تر ۱۹۸۷ کال پورې پنځه شپېته زرو (۶۵۰۰۰) ټنو ته ورسېده.
پدغو وسلو کې راکټونه، ماشيندارې، د ټانګ او الوتکو ضد توغندي او سټنګر هم شامل ول. د دغو او د دې په څېر نور سپکو اودرنو وسلو ډېره غوښنه برخه يې له چين، اسرائيل او د مصر له هېوادونو نه د مناسب قېمت له مخې ترلاسه کړې وه.
له دې سربېره کومې زړې وسلې چې په پاکستاني ډيپو ګانو کې موجودې وې. يو شمېر يې په ډېرې ګرانې بيې وپلورلې او ډېر شمېر يې له چيني وسلو سره تبادله کړې، هغه وسلې يې ځانته وساتلې او خپلې زړې وسلې يې په مجاهدينو ووېشلې.
که څه هم دارنګه پاکستان ډېر مهم توکي چې له بهرنيو بېلابېلو هېوادونو د مجاهدينو په نوم را لېږل پاکستان ځانته ساتل. د ساري په توګه ډول ډول توکي او ان د روغتونو زړې کمپلې چې کلونه کلونه د پاکستان په روغتونونو کې وې پر ځای يې نوې واخستې او زړې يې مجاهدينو ته ورکړې.
څومره چې د وسلو خبره ده يوازې د سل زرو په شاوخوا کې «۳۰۳» ډوله ټوپک چې «۳۰۳» يې بلل را ونيول شول او بيا ورته د د «۳۰» ميلونو په شاوخوا کې د مرميو د تهيه کولو تکل وشو. موږ ډېرې داسې بېلګې لرو چې پاکستان د افغانانو له جهاد نه ډېره ګټه واخسته او ډېرې وسلې او پيسې يې پخپلو ډيپو ګانو او خزانو کې ځای پر ځای کړې.
هغه د سټيو کول خبره: «د آی.اس.آی خزانې د سي.آی.اې او سعودي عربستان پر پيسو په ډکېدو شوې. آی اس آی چې د راولپنډۍ په يوه نانښه شوې پته کې يې مرکز وه، د پاکستان په اوږدو کې د ځواک څښتن شو.»[11]
دا يوازې C.I.A او سعودي عربستان نه وه چې د I.S.I خزانې يې ډکې کړې بلکې د نړۍ نور هېوادونه هم ول چې پاکستان يې دومره چاغ کړ چې په پای کې د آټوم څښتن شو.
د نورو هېوادونو وسلې او مرستې:
د امريکا اوسنی سيال چين، د افغانستان د جهاد په مهال د شوروي پر وړاندې دواړه خواږه دوستان ول.
چين او شوروي چې دواړه کمونستي هېوادونه ول او «مائو» د شوروي اتحاد پر مټ او مرسته خپل انقلاب بري ته (۱۹۴۹ کال) ورسوه، خو د شپېتمې لسيزې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو تر مينځ سياسي اړيکې خړې پړې شوې او په پای کې يو د بل سيالان شول.
سي – آی – اې د دې لپاره چې د يوه کمونستي هېواد پر وسلو بل کمونستي هېواد وځپي، هغه وو چې د بيجنګ چارواکو د خپلو وسلو غوښنه برخه په C.I.A وپلورله چې د شوروي پر ضد جګړه کې وکارول شي.
د امريکې جاسوسې ادارې په ۱۹۸۱ کال دېرش (۳۰) ميلونه ډالره د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړي کړي ول او درې کاله وروسته دغه شمېره دوه سوه ميلونو ډالرو ته لوړه شوه.
«ګاري هارټ» په ۱۹۸۳ کال د سي – آی – اې د وسلو او پيسو په اړه په ډاګه کړې چې موږ دومره نقدې پيسې ولګولې او دومره وسلې مو را ونيولې چې موږ نه پوهېدو چې څوک څه ګټه ترې اخلي، ان تر دې چې له وسلو ډکې لارۍ به په کتار کې ولاړې وې چې د تشو ولو وار ورته ورسېږي په لسګونو زره توغندي (R.P.G-7 په اندازه) له ۱۹۸۰ز کال نه را واخله تر ۱۹۸۵ پورې، د الوتکو ضد توغنديو په ګډون، C.I.A د يوه لست له مخې را ونيول.
سي – آی – اې په ۱۹۸۴ کال له چين نه هم ډول ډول وسلې چې ځنې يې رايګان او ځنې نورې يې په ارزانه او اسانه توګه ونيولې او بيا يې پاکستان ته په واک کې ورکړې.
په ۱۹۸۵ کال يې د مصر هېواد ته سپارښتنه وکړه چې د څومره والي او څرنګوالي له مخې روسي ډوله وسلې جوړې او داسې وښودل شي چې ګنې مجاهدينو په جګړه کې نيولې دي.
C.I.A دا ډول وسلې د همدې موخې لپاره له پولېنډ نه هم تر لاسه کړې او د پولېنډ کمونستانو به پرې پلورلې.
د ترکې هېواد هم د وسلو برابرولو ټټر وواهه. د افغانستان جګړې هره ورځ خپل بعدونه پراخول، دا جګړه يوازې د سيمې جګړه نه وه، بلکې نړيوال ارزښت يې هم خپل کړی وه.
له يوې خوا په سيمه کې د افغانستان او پاکستان تر مينځ تاريخي او سياسي اخ و ډب وه او له بلې خوا په نړيواله کچه د شوروي اتحاد او امريکا تر مينځ د نړيوالو ګټو پر سر سيالي او لانجه وه. هر يوه غوښته چې د نړۍ بازارونه د ځان کړي، ولې د دواړو زبر ځواکونو د جګړې ډګر افغانستان وه.
د ملګرو ملتونو سازمان وپتېله چې دغې خونړۍ او له ګواښه ډکې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي نو ځکه خو يې خپلې دېپلوماتيکې هڅې چټکې کړې چې په جګړه کې ښکېلو غاړو سره وغږېږي.
د تلک خرس له کتاب څخه -پيسې او وسلې-د يوه را پور له مخې د پيسو بهير په دې ډول وو:
C.I.A تر ۱۹۸۴ کال پورې له بېلابېلو هېوادونو نه دومره وسلې ترلاسه کړې وې چې شوروي او افغان ځواکونه پرې له مينځه يوسي. خو د «ويلسن» Wilson په اند د ازادۍ جنګيالان دومره کولی شي چې وجنګېږي او مړه شي، خو د ازادۍ د ګټلو لپاره بيا هم کافي ندي، موږ په دې پوهېږو چې هغوی تر وروستي جنګيالي پورې يوازې په کاڼو هم جنګېږي، ولې تاريخ به موږ و نه بښي که دوی پرېږدو چې په کاڼو وجنګېږي.
د ويلسن خبرې د ويليم کيسي له خبرو او غوښتنو سره سمې او پرځای وې. ولې يو شمېر کسانو په دې لړ کې «مکمهان» د کيسي پر وړاندې وويل چې دا ډول کارونه چې د پټو عملياتو په بڼه ترسره کېږي دا به د C.I.A سياسي باور په قمارووهي …