تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په کتنه کې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د مشرانو د خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ولسمشر بارک اوباما د حکومت یوه چارواکي وویل، د دواړو خواوو خبرې په ښې فضا کې ترسره شوې او پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیره به پاکستان ملاتړ وکړي.

د دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم خپور شي، په وینا نوازشریف جان کیري ته اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په په اړه توضیحات ورکړل.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې له پاکستان څخه د ملابرادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه چې پاکستان تېره اوونۍ خوشی کړ.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، جان کیري او نوازشریف د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د وسله والو سخت دریځو د فعالیتونو په باب هم خبرې وکړې.

د دغه چارواکي په وینا، امریکا دا د افغانستان او پاکستان ګډه ستونزه بولي.

ده زیاته کړه، موږ په دې کتنه کې د پولې په دواړو خواوو کې د یاغیانو د فعالیتونو او پټنځایونو په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل، د پاکستان صدراعظم تایید کړه چې دا ستونزه د پاکستان امنیت ته خطر او تهدید دی.

د سپینې ماڼۍ یوه مسوول مقام وویل، جان کیري د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړه.

د ده په وینا نوازشریف بلنه ومنله او ټاکل شوې ده چې نوموړی د روانې میاشتې په وروستیو کې امریکا ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *