پکتیا جانې خیل قومي مخور: پوهنتون ته بریالي محصلان چې اقتصادي ستونزې ولري، قوم به یې مصرف پرې کوي
۱۳۹۷/۱/۱۹ یکشنبه  


خبریال: واحد ګل هاشمي –  د پکتیا ولایت په جانې خیلو ولسوالي کې د تازه تړون له مخې ویل شوي چې څوک خپل هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تګ عمر یې پوره  وي په ښوونځیو کې شامل نه کړي ۲۰ زره افغانۍ، څوک چې له دولسم ټولګي فارغ شي او د کانکور په ازموینه کې کډون ونکړي ۱۰ زره افغانۍ به ناغه ورکوي.

په تړون کې دا هم ویل شوي چې که څوک په کانکور ازموینه کې بریالی شوو او د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولی درس ووايی د جاني خیلو قوم به یې د زده کړو بشپړ مصرف په خپله غاړه اخلي.

په ورته وخت کې په پکتیا کې د ښواک، ګرده څیړۍ، وزې ځدراڼو ولسوالیو قومونو هم په خپل منځ کې تړون کړی چې هغه کورنۍ به جریمه کیږي په شرایطو برابر زده کوونکي په ښوونځیو کې نه داخلوي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا اونۍ مخکې د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالي کې د قومي مخورو له لوري داسې تړون وشو چې له مخې به یې هغه کورنۍ ناغه کیږي چې خپلې لوڼې او زامن چې ښوونځي ته د تګ په عمر برابر وي خو په ښوونځي کې نه شاملوي.

د دې تړون په اړوند د همدې ولسوالۍ د پوهنې آمر شریف خان مطمین وویل چې د تړون را په دې خوا د پوهنې په بهیر کې د پخوا په پرتله لوی تغیر راغلی دی. نوموړی وايي «اوس هره ورځ له ۴۰-۴۵ زده کوونکي مونږ ښوونځیو ته جذبوو چې ځینې وخت شمیره له دې پورته هم شي.»

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د دې تړون اړوند وویل:
((د دې تړون د کیدلو مختلف دلایل دي، یو خو دا چې موږ هلته له دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره په متواتر ډول ناستې درلودې، په همدې موضوعاتو مو ورسره خبرې وکړې نو دوي هم دا نیک اقدام ترسره کړ))

د پوهنې رئیس په اند په ۱۳۹۷ کال کې به په همدې سیمه کې د ښوونځیو لپاره درې ودانۍ هم جوړیږي چې دا به د دې سیمې د پوهنیز بهیر په ښه والي ښه مثبت اغیز ولري.

دې ته ورته تازه د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت په سرحدي ولسوالۍ پټان کې د مقبلو قوم په يوه ستره غونډه کې چې پخپله د قومي مشرانو له لوري جوړه شوې وه، تړون وکړ چې د ښونځيو پر شوراګانو سربېره به په هر مسجد  شوراګانې جوړوي او هر هغه څوک چې ښوونځی یې تر یوه حده ویلی وي او بیرته یې پریښی وي، او یا هم یوه ماشوم د ښوونځي عمر پوره وي او کورنۍ یې په ښوونځي کې نه شاملوي کورنۍ به یې ناغه کیږي او ماشوم به په زور ښوونځي ته لیږي.

یوازې دا نه؛ بلکې د لجې منګل ولسوالۍ له تړون څو ورځې وړاندې د پکتیا ولس (ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ) تر نامه لاندې سولییز لاریون هم وکړ. لاریونوالو په شعارونو کې وویل «پوهنه رڼا ده، موږ د پوهنې ریاست ملاتړۍ یو، ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ.» 

د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی وايي چې سږ کال دوی ۲۳۰۰۰ نوي زده کوونکي جذب کړي چې د دې له جملې ۱۰زره یې نجونې دي، د نوموړي په اند سږ کال به په پکتیا ولایت کې ۴۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او شاوخوا ۱۲ ښوونځي به ترمیم شي.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د قومونو له لوري د زده کوونکو د جذب اړوند تړونونه کیږي، او د سیمې اوسیدونکو په نظر تر اوسه ډیر ګټور تمام شوي.

One thought on “د زده کړې په برخه کې د پکتیا د جاني خېلو د قومي مشرانو پرېکړې”
  1. جانیخیلو پر تاسو افتخار دی ! تاسو د خپلو اولادونو تعلیم لپاره فوق العاده تړون کړۍ دی د تاسو دی !!!ملی اقدام ته مبارکی وایم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *