ښکاري په ځنګله کې د ونو لښتې داسې راکشولې لکه لامبوزن چې د اوبو څپې پورې وهي. د نریو لښتو غږ و چې پریښودې یې، پر یوې بلې لګیدې او د ده ستما وه. سړی ډاډه و چې کبلۍ یې ویشتې ده.

 مخته یې خځلې ګڼې شوې، لاره نه وه. چپ لور ته تاو شو. وړاندې د ګړنګ پر ژۍ ودرید. په ګړنګ کې د رابوټیدلو بوټو ترمنځ مځکه نه ښکاریده. څو کاڼي یې ورواچول، که کبلۍ هلته پټه وي چې راووځي.

زړه یې منلې وه چې ټپي کبلۍ د همدې خوړ خوا ته تللې. پر یوې څانګې یې ځان ځوړند کړ، لاندې یې وکتل خوړ ته ښکته کیدل سخته و. ملګری یې هم پسې راورسید، ده ته یې لاس ورکړ، راپورته یې کړ.

د ټوپک لټ یې کش کړ، څلور پرله پسې هوایي ډزه یې وکړل. له ونو کارغان والوتل.

ملګري ورته وویل:

-ما درته ویل چې کبلۍ نه ده لګیدلې کومه ده اوس به له ډاره هم راوتلې وه؟

-په خدای ولګیده

-نو والوته

د ښکاري هغه شیبه سترګو ته ودریده چې پر کبلۍ یې ډز وکړ او هغه ونګوښیده. ترژبې لاندې یې وویل:

« پښه یې هسې نه وي اوښتې»

ملګري یې د ده پر اوږه لاس کیښود. ده خپله پښه د ټوپک پر کونداغ ووهله. چیغه یې کړه، که کبلۍ راووځي، خو د ژور ګړنګ له شاوخوا یې یوازې خپل غږ راغبرګ شو.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *