تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن /جمعه/ په نیویارک کې د ناټو له سرمنشي سره په کتنه کې یو ځل بیا په دې ټینګار وکاوه چې په سیمه، په تېره بیا افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرستې ته ژمن دی.

نوازشریف د ناټو له سرمنشي اندریس فوګ راسموسن سره د م.م. د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ په کتنه کې وویل:«د پاکستان حکومت به د هراړخیزې پخلاینې ګډ هدف ته د رسېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ وکړي.»

د ناټو سرمنشي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ګډ هدف د ترلاسه کولو لپاره به د ناټو او پاکستان ترمنځ همکاري دوام وکړي.

ده همداراز پاکستان په دې وستایه چې د ناټو ځواکونو د اکمالولو لپاره یې ترانزیتي لار ورکړې او اجازه ورکوي چې ناټو خپل وسایل د پاکستان له لارې وباسي.

دواړو خواوو همداراز د ناټو له لوري پاکستاني پوځیانو ته د مسلکي زده کړو د ورکولو په اړه خبرې وکړې.

پاکستان هڅه کوي چې خپلو پوځیانو ته د مسلکي زده کړو لپاره د ناټو لا زیات ملاتړ ترلاسه کړي.

نوازشریف د ناټو د مرستو او ملاتړ د خپلولو لپاره د دغه تړون سرمنشي اندریس فوګ راسموسن ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *