ارشیف

تاند- د هرات په شینډنډ ولسوالي کې یوې چاودنې لږترلږه ۸ تنه ملکیان شهیدان کړي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل کړي دي.

د هرات د والي ویندوی وویل چې چاودنه نن مازدیګر ۵ بجې یوه جومات ته څېرمه وشوه.

راپورونه وايي چې د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، بم هغه مهال په یوه رکشا کې وچاودېده چې خلک له جوماته راوتل.

تراوسه څرګنده نه ده چې د حملې اصلي هدف څوک و.

تر دې دمه کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً طالبان او داعشیان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *