تاند- د کونړ ولایتي اداره وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې له پورې خوا څخه د کونړ پر بېلابېلو سیمو تر ۴۳۵ زیات راکټونه ویشتي دي.

د کونړ د والي ویندوی عبدالغني مصمم وايي چې تر ټولو ډېر راکټونه پر دانګام ولسوالي لګېدلي دي.

د مصمم په وینا په دانګام کې څو کورونه نړېدلي او لږترلږه د یوه ملکي افغان د وژل کېدو خبر ورغلی دی.

د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې دوه ملکي افغانان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

تېره اوونۍ هم پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو د راکټي او هوايي بریدونو په نتیحه کې څلور تنه ژوبل شوي وو.

له تېرو ۷ کلونو راهیسې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو په تېره بیا کونړ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه کېږي خو افغان چارواکي وايي، د دې لپاره ځوابي بریدونه نه کوي چې د کرښې پورې خوا ته هم پښتانه افغانان اوسي او د پاکستان پوځیان غواړي چې افغانستان ځوابي اقدام وکړي څو د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته شي.

د کونړ ځینې اوسېدونکي وايي چې پاکستان د دې لپاره هم پر دې ولایت راکټي بریدونه کوي چې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي کډه شي او هلته داعش او طالبان اډې جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *