پنکج سارن

تاند- په داسې حال کې چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ پالیسي خپله کړې، هند غواړي چې دا هیواد په افغانستان کې له ثبات او سولې سره همکارۍ ته وهڅوي.

د روسیې په چارو کې د هند ځانګړي استازي پنکج سارن یوې هندۍ ورځپاڼې ته وویل، هڅه کوي چې روسیه په افغانستان کې د ګډو هدفونو تعقیبولو ته وهڅوي.

ده انډین ایکسپریس ته وویل، هند د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د تګلارې پر اساس له روسیې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي نو پکار ده چې په افغانستان کې هم دواړه له یو بل سره همکاري وکړي.

د ښاغلي سارن په وینا، د افغانانو اقتصادي وده، سوکالي، ثبات، له مخدرو موادو سره مبارزه او د تروریستي ډلو ماتې د دواړو هیوادونو ګډ هدفونه دي.

ده همداراز وویل چې د دغو هدفونو لپاره له روسي چارواکو سره خبرې کوي.

د روسیې لپاره د هند ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې وروستۍ حللار باید د دغه هیواد له منځه او د بهرنیو له لاسوهنې پرته ترلاسه شي.

پکنج سارن دا هم وویل چې د افغانستان او هند اړیکې ځانګړې دي ځکه چې دا اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري او افغانانو تل هند ته په ښه سترګه کتلي دي.

د روسیې لپاره د هند ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې اوس د افغانستان پر سر روسیه تر هند پاکستان ته زیاته نژدې شوې ده.

دواړه خواوې فکر کوي چې په افغانستان کې یې ملي ګټې شریکې دي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان روسیه له طالبانو سره په تسلیحاتي ملاتړ تورنه کړه او ویې ویل چې روسان د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

خو د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي دا تور رد کړی او ادعا یې کړې چې طالبانو دوی ته ویلي چې وسلو ته اړتیا نه لري، بلکې پیسې یې پکار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *