تاند- په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ګڼ پلویان نن/ جمعه/ په هرات کې راټول شول او له ده یې وغوښتل چې ځان د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړي.
دوی له ښاغلي خلیلزاده وغوښتل چې ژر تر ژره ځان کاندید کړي او انتخاباتني هلوځلو ته تیار شي.
د ښاغلي خلیلزداد د ولسمشرۍ د نومونې ملاتړکوونکي، چې د هرات په لوبغالي کې راټول شوي ول، د شفافو او ازادو انتخاباتو پر ترسره کېدا تاکید وکاوه.
دوی همداراز غوښتنه وکړه چې امنیتي اورګانونه باید په ناکرارو ولایتونو کې ژر تر ژره امنیت ټینګ کړي.
د غونډې برخوالو له ټولو خلکو وغوښتل چې د خلیلزاد د نومونې ملاتړ وکړي ځکه چې د دوی په وینا په دې کار کې د ملت خیر دی.
دا په داسي حال کې ده چې ویل کېږي خلیلزاد د ولسمشرۍ د کاندید پر سر له چینو ستومانه شوی او له هلوځلو یې لاس اخیستی دی.
سره له دې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نومونې بهیر نژدې لس ورځې پخوا پیل شوی تراوسه پوري یوازې یوه تن ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی دی.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدان نهه ورځې نور (د اکتوبر تر شپږمې پوري) وخت لري چې ځانونه کاندید کړي.
تر ټولو مخکې عبدالله عبدالله ویلي و چې ځان به ژر کاندید کړي. د ښاغلي عبدالله یوه ویندوی انجنیر عاصم د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي و چې ښاغلی عبدالله به د پنجشنبې په ورځ /۲۶ سپټمبر/ خپله نومونه رسماً اعلان کړي.
د عبدالله عبدالله ملګرو ویلي و چې دوه مرستیالان یې څرګند دي. عبدالهادي ارغندیوال د لومړي مرستیال او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه اعلان شوي ول خو ارغندیوال رسنیو ته ویلي چې ده له عبدالله سره موافقه نه ده کړې.
په همدې حال کې جنرال دوستم ویلي چې له انتخاباتي اتحاده په دې خاطر وځي چې عبدالله عبدالله د دغه اتحاد د کاندید په توګه د لومړي مرستیال چوکۍ جنبش ته نه ده ورکړې.
د ملي اتحاد، چې اکثره مشران یې د پخوانۍ شورای نظار غړي دي، یوه بل مشر احمد ضیا مسعود د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د یوې بلې کاندېدې فوزیې کوفي په غونډه کې ګډون وکړ او په غیرمستقیم ډول یې د عبدالله له کاندیدېدو سره مخالفت څرګند کړ.