غني حسن

که تاسي ښه کار لرئ د یو کسب، کار یا په یوه سازمان او اداره کې مدیر یاست یا تازه غواړئ کار مو شروع کړئ، بهتره ده، چې په خپل ځان کې داسي عادتونه ایجاد کړئ، چې ستاسي په رفتار، د کامیابۍ  په تولید او پر هغه اشخاصو چې ستاسي سره کار کوي یو مثبت تاثیر ولري. پس ډیره بهتره ده، په هغه مواردو کې چې تاسي غواړئ و هغو ته ورسیږئ او د هغه کار سره چې علاقه لرئ پای ته ورسوئ، فکر وکړئ او د هغه پر اساس پلان ورته جوړ او مخې ته ولاړ شئ. زموږ سره اوسئ په دې مقاله کې ۱۲ ساده عادتونه مو تاسي ته معرفي کړیدي، چې ډیر زیاد ګتور او په عملي کېدو کې یې د یوه منیجر یا مدیر  او یا هم ستاسي په رفتار کې د تغییر ایجادولو وړ دي او ستاسي په کار یا مسلک کې ښه والی راولي.

غني حسن

کله چې په لومړي ځل نوي وظیفې ته معرفي شوم، له ځان څخه مې وپوښتل کوم لامل وو، چې زما رسیدل دې کامیابۍ ته موثر شوی دی. باور، پیسې د نورو ستاینه دا هغه څه وه، چې وتوانیدم دکار د رشد په مسیر کې دا هر څه په لاس راوړم. اوس چې زه د هرڅه په اړه فکر، کوم چې مخکې پیښ شوي، زه ډیر خوشحاله یم چې د ارزښتمنو خلکو سره اړیکې لرم.

۱ـ د نورو خبرو ته غوږ ونیسئ او د امکان په صورت کې ورسره مرسته وکړئ

د نورو خبرو ته غوږ نیول او توجه کول دا یو ډیر ارزښمن کار دی. شاید ستاسي په نظر مهمي خبري نه کیږي او مقابل لوری فقط خپل ځان معرفي کوي او یا د څو توصیو په ویلو سره چې په ظاهره به ساده وي؛ خو اورېدل یې مهم دی. هره وینا یا خبره په دغه عبارتونو پای ته ورسوئ: (( څنکه کولای شو ستاسي سره کمک وکړم؟)) او تاسي متوجې شئ، چې دغه ساده عبارت په عملي کولو کې ستاسي د اړیکو په ښه والي کې د نورو سره څوندي موثره تمامیږي.ځیني وخت په یوه رابطه کې د حل لاري وړاندي کول یا پیدا کول ساده دي؛ خو که په ریښتیا د دمقابل لوري خبرو ته غوږ ونیول شي، بیا حتمآ دا کار کېدای شي

۲ـ د مقابل طرف خبرو ته د غوږ نیولو پر مهال مهمې نقطې یاداښت کړئ

کله چې د مقابل لوري ضرورتونه، پیښنهادونه او غوښتنې یاداښت کړل شي، مالومات د لنډمهالي حافظې څخه اوږد مهالي حافظې ته انتقالیږي، کله چې یاداښت کړل شوي نقطې په یوه عادت بدلوئ، اسانه کولای شئ عملي يې کړئ او په دې جریان کې به مو نوي نظریات ذهن ته هم را روان وي او هغه څه چې ګټور او د عملي کېدو وړ وي هغه یاداښت کړل شوی یاداښت دی، چې دا ستاسي په حافظه کي ښه پاته کیږي او د ضرورت په وخت کې نژدې او اسانه کولای شي هغه ته لاسرسی پیدا کړئ.

۳ـ مهربان اوسئ

مهربانه او زړه سواندي اوسئ او دا ښه ځانګړتیا د ځان یو عادت وګرخوئ. کوشش وکړئ عصباني نه شئ او دا پیاد ولرئ، چې عاقلانه رفتار، زړه سوی او مهرباني درلودل په اکثره وختونو کې ښه نتیجه ورکړېده. په حقیقت کې  په دغه میتود یا طرقه کې ستاسي سره چې ښه مرسته کوي هغه دغه میتود دئ: ”د نورو سره په اړیکې ساتلو کې اسانتیا رامنځته کړئ“.

۴ـ د خپلو شاوخوا خلکو سره داړیکو ساتنې سره سره ډیر اهمیت ورکړئ

په ورستیو کې مې د یو انټرنیټي نظر پوښتنې له طریقه له ډیرو خلګو وغوښتل چې په کاري اړیکو کې مهم ترین عاملونه راته واستوئ. جالبه ده، چې اکثره یې پر دې معتقد وه، چې د یوې وظیفې په ښه دوام او موثر پاته کېدو کې مهم  لامل د ښو اړیکو ساتل ډیر اهمیت لري. ځینې وختونه د یو ساده احوال پوښتنه کول په مناسب وخت کې کولای شي، چې د اوږدې مودې له پاره تاسي یو ښه حساب پرانیستی وي.

۵ـ په خپلو تعهداتو عمل وکړئ

زه یو غونډي ته بلل شوی وم، چې تقریبآ ډیري ویناوي د چاپیریال، د موسمونو، واوري او ګلونو په اړه وې، ما خپله وینا ځکه رد کړه، چې زه اصلآ په دې موضوع ډیر نه پوهیدم. په داسي حال کې چې د پروګرام جوړونکو ته مې اطمینان ورکړئ وو، چې په مراسمو کې مو ګډون کوم او د دې دپاره چې وتوانیږم پر وخت پروګرام ته ورسیږم، مجبوره شوم د هوا د لارې دې نژدې ښار ته ولاړ سم او زه له دې ځایه د موټر په واسطه توانیدم چې و پروګرام ته ځان ورسوم؛ خو  راته خپل تهعد مهم وو. که چیري همیشه پر خپلو تهعداتو ودریږئ، کولای شئ د نورو اعتماد او باور را جلب کړئ او یوه ښه او قوي کاري اړیکه ولرئ.

۶ـ هغه اشخاص چې درته ډیر مهم دي، ډیره توجه وکړئ

که اړیکې مو له یو چا سره ضعیفي وي؛ نو مهمه نه ده چې تاسي د هغه په اړه څه فکر کوئ بلکي دا فکر وکړئ چې هغه ستاسي سره یو ځای کار کوی او هغه سره مینه ولرئ. خود خواد یا پر ځان یوازي بسیا کیږئ مه دا اشخاص نادیده مه ګڼئ، بلکي په ژوند کې د همدې خلکو تر لاس لاندې مهم کارکوونکي، شریکان او مدیران لرئ او په حقیقت کې هغوی نادیده مه ګڼئ، هغوی کولای سي ستاسي په اړیکه هغه چا سره ستاسي اړیکي جوړي کړي کوم چې تاسي په اړه اقدام تر اوسه نه دی کړی.

۷ـ همیشه بهترین فعالیت ولرئ

که غواړئ د خپل ژوند کار اوکسب ته ښه والی وبخښئ. لازمه ده چې لازم اعتبار په لاس راوړئ او هڅه وکړئ چې هرڅه په مناسب ځای کې وساتئ. په هر صورت ستاسی دکسب اعتبار باید د ټولو کارونو انګیزه ونه اوسي. ستاسي ډیر جذب د کسب د اعتبار د ډیرولو  باعث کېدای شي، نه یوازي دا چې اهدافو ته به ورسیږئ، بلکې ناکامۍ ته به مو ماته ورکړې وي او ممکنه ده چې ستاسي شخصیت به نورو ته اندښمن وي.

۸ـ نور تایید کړئ

تر ټولو اسانه کار چې تاسو کولی شئ د ښه دندې سره مخ شئ، ووایاست: ((ډیر ښه کار وو)) یا (( زه باوري یم، چې هغوی به ستاسي د کار درناوی کوي)). د نورو د کار درناوی کول او د هغوی تاییدول یو ډیر ښه عمل دی او دا به د دې باعث شي چې د یو مثبت رفتار تبدیلېدل په یوه ښه عادت سره.

۹ـ مناسبه ډالۍ انتخاب کړئ

د ډالۍ ورکولو په وخت کې خپل ځان ته مه متوجه کیږئ بلکې د مقابل لوري احساس درک کړئ، فکر وکړئ او وګورئ چې ایا هغه ستاسي په دې ډالۍ سره خوشاله دی که نه.

۱۰ـ د ښه کارونو دفاع وکړئ

ډیری وخت موږ د ځورونې لپاره عادت شوی یو او دا هیر وو، چې د ښو کارونو او خدمتونو له پاره مننه او بخښنه لازمه ده، د خدماتو او ښه خلکو په اړه فکر وکړئ چې تر اوسه یې ستاسو سره مرسته کړې ده او د دې خدماتو او خلکو ستاینه وکړئ. د ښې دندې ارزښت یا ډالۍ ورکول یوازې دا نه چې د ارزښت وړ دي، بلکې خلک کولی شي ښه او خورا ډاډمن احساس وکړي.

۱۱ـ مهمي پیښې په پام کې ونیسئ

د هغه افرادو چې واده یې کړی وي او ستاسي سره یو ځای کار کوي د واده او زېږد کلیزې یې پیاد ولرئ، په دې وجه چې شاید ستاسي همکارانو څخه یو په تشویش او یا یو مصبت کې وي یا کوم بل مشکل کې قرار ولري  بهتره ده، چې په دغسې مهمو پیښو کې حد اقل یو میسج، زنګ ، ایمیل یو ساده کارت او یا هم ټلفوني اړیکه او یو کوشنی پروګرام ورته نیول ددې باعث کېدای شي، چې هغه یو ښه احساس وکړي د هغه غمونه او تشویشونه لیري شي د دوستۍ او دودیزه کاري فضا کې ستاسي دا اړیکه به یو ډول د تخصصي اړیکو تر څنګه یو مسلکي شکل هم ونیسي، چې دا بیا د یوې ادارې له پاره د ښې هماهنګۍ پیل دی.

۱۲ـ مثبت کارونه مو په بورډ کې تنظیم کړئ

د ښو عادتونو درلودل کولای شي چې ستاسي په کاري ساحه او مسلک کې کامیابه مرسته وکړي، خو په دې مانا نه دی، چې کله د کاري چاپیریال څخه وځئ او ټول هغه رفتارونه او ښه عادتونه مو هیر کړئ. ملګري، کورنۍ، میرمن او نور هغه خلک چې ستاسو سره په تماس کې دي هم اړتیا لري، چې ستاسو سره ښه اړیکه ولري. په کاري ساحه او شخصي ژوند کې د دغې روحیې د دوامداره پاته کېدو د پاره دغه مثبتي ځانګړتیاوې لوړوي. په دغه ساده کړنو او دغه ځانګړتیاوو د خپلو مشتریانو، شریکانو او کارمندانو سره زما اړیکو ډیر تاثیر کړی دی، او ما په روښانه توګه زما په کار او شخصي ژوند کې خورا لوی تاثیر لیدلی دی. زه هیله لرم چې تاسو به په دې ژوند کې د پام وړ دغه ساده او عادي بدلونونه به ستاسي په ژوند کې خورا ښه تغییر راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *