ناصرخان شیرزی

د انسان په فطرت کې جنګ، جګړې، ځان ښودنه ،ځان غوښتنه ،واک کول، زور لرل، د زور ازمیښت او ډیر نور… نغښتي دي.

تیرې نړیوالې جګړې هم فقط د دغو خبرو لپاره شوی دی،چې په لکونو ککرۍ تر خاورو لاندې شوي.

داځل به د جرمني جګړه نه بلکي د امریکا او روس جګړه به پیښیږي، د نړۍ هیوادونه به د یو او بل ملاتړ وکړي او نړیوال جنګ به رامنځته شي،چې داځل به تر تیرو جګړو زیات قربانیان ولري،ځکه جنګي قوي وسلې او اټومي وسلې به وکاریږي.

د جنګ میدان:
تر ډیره احتمال دی چې دغه جګړه به سوریه یا افغانستان کې پیلیږي ،د راپورونو له مخې ځینی کیمیاوي وسلې د سوریې په جګړه کې کارول شوي هم دي.

ګټه:
جنګ هیڅ ګټه نلري، فقط انسان وژنه او د زور ازمېښت دی او د نړۍ نقشه به بدله شي، په لکونو خلک به تر خاورو لاندې شی ، انساني پرمختګونه به له منځه لاړشي ، اوسنی پرمختګ به دوه پیړۍ وروسته شاتګ وکړي.

حل لاره:
د سیمو هیوادونه او موجود ولسونه کولی شي ددغسي نړیوالو جګړو مخه ونیسي، کله چې ولسونه بیداره وي نو هلته د زور ازمایښت، په زوره واک او نور… څوک نشي کولی.

3 thoughts on “د نړیوال جنګ احتمال | ناصرخان شیرزی”
  1. سلامونه
    ورور ناصر خان شیرزی !
    زما په نظر د م.م.م. د مینځ ته راتلو موخه او هدف د بیا نړیوالې جګړې مخنیوی ده. دا چې بیرته ېې ویتو میتو ابرقدرتانو لاس کې نیولې او له بلې خوا د دوهم نړیوال جنګ نه تر اوسه څومره انسانان په ناحقه جګړو لکه د کوریا،ویتنام،اندونیزیا،فلسطین،منځنۍ او لاتینی امریکا کې، افریقا، قبرس، افغانستان، عراق-ایران، بالقاناتو(پخوانی یوګوسلاویا…) ،سوریه، روهینګیا ،اوکراین، ……. د اسلحو تولیدوونکو هیوادو او لویو قدرتونو له خوا په لس هاوو ملیونونه وژل سوي او لا هم قتلیږي ؟ ؛ که دومره پیسې چې پر اسلحو جوړولو او جنګونو لګیدلي که د انسانانو په بهبود او د دنیاوالو د ژوندونونو په ښه کیدو لګیدلای وای اوس به ټوله دنیا لکه اروپايي اتهادیه آرامه او بی له ډزوډوزه ورځ په ورځ پرمختګونه کولای!. له مرضونو نه خو بې له هغې هم په ملیونهاو انسانان مري !.
    بیا هم ناصر ساب که د نړۍ سوله دوستو خلکو د جنګ مخنیوی ونسوای کولای؛ زما په نظر یا باید لندن نه، یا تلابیب او یا هم لاهور نه پیل شي ؛ځکه دا د شیطاني مثلثونو میندې دي. افغانستان اوسوریې خپل نوبتونه تېرکړي دي.
    ان اکرمکم عند الله اتقاکم. و من الله التوفیق.

  2. وروره دا د حل لیاره دی ښه سو چه راوښودله
    زموږ غُلانو خو سر نه په خلاصیدی
    ؤلسونو که غوښتای یا ئې کولای شوای چه د جنګ مخه ونیسی نو اصلاً به د لومړی ورځی جنګ نه وای
    خبره په ؤلسونو کی نده بلکه خبره په (دووسونو) کی ده

  3. صافی صیب سلامونو ته مو وعلیکم سلام ، ستاسی د اړینو معلوماتو او نظرونو نړۍ مننه.
    قدرمن حضرت صیب واقعاً ستونزه په جعلي رهبرانو کې ده، رب دې نور دلته امن او سوله راولي،ډیره مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *