۲۰۱۸ز کال محکومو افغانانو د پنجاب پر ضد د فبروري په لومړۍ پرلت وکړ او نړۍ يې په شور راوستله، د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتون پنجاب د ظلمونو په غبرګون خپل غږ پورته کړ او دغه ملکوتي غږ له لروبر څخه بدرګه شو، پنجاب په وېره کې شو، منظور پښتون د امن غوښتلو او خپل حق تر لاسه کولو لپاره سوله ايز پرلت وکړ او د زرګونو محکومو افغانانو ځوان رهبرشو.
نوموړي په خبرو کې د محکومو افغانانو باندې د پنجابي ریاست او سامراجي استخباراتي کړيو له لوري د کېدونکو ظلمونو د مخنيوي غوښتنه کړې او افغانان يې خپل اتحاد او اتفاق ته رابللي دي، افغانانو د يووالي په تکل د افغان ژغورنې له غورځنګ سره يو ځای شوي دي.
د شهيد نقيب مسید له شهادت څخه وروسته همدا ځوان رهبر د څو کسو په ملتيا د پنجاب د ظلم په وړاندې د عدالت غږ اوچت کړ، د محکوميت دا غږ زرګونو افغانانو بدرګه کړل، په محکوم افغانستان کې د ازادۍ سترې جلسې او په مورنۍ خاوره کې د سولې د راتلو او افغان ژغورنې په ننګه روان پرلتونه د افغانانو د يووالي ستره الګو ده، افغان وژنې په وړاندې د لوی افغانستان په بېلا، بېلو ولايتونو کې روان پرلتونه به مو د جدايي ناسور درملنه هم وکړي، محکوم افغانستان کې روانې سوله ايزې سترې غونډې د افغانانو د ويښتابه نوی پړاو دی، چې د پنجاب او ای، ایس، ای له ګواښونو سره، سره بیا هم خپل ملي رسالت سر ته رسوي.
منظور پښتون راپورته کېدل او په محکوم افغانستان کې د امن، سولې او ازادۍ غږ ټول افغانان په شور راوستي دي، شريک درد د ټکور وخت راغلی دی، د متحد او لوی افغان د يووالي هيلې په حقيقت بدلې شوې دي.
د زلمو په ډله کې د مېندو، خوېندو، مېرمنو ګډون دا خوځښت نور هم ځواکمن کړی دی.
که د محکوم افغانستان په ستېج زموږ خوېندې د ازادۍ غږ پورته کوي، نو په مورنۍ خاوره کې هم مېندو د سولې اواز اوچت کړی او په همدې هيله يې خپلو ځوانو زامنو او مشرانو سره پرلت کړی او دا لومړی ځل دی، چې د يو ستر تغير د راتلو په تکل پېغلې او ځوانان په ګډه میدان ته راوځي او د وحشتونو په خلاف د عدالت غوښتنه کوي.
زموږ د سولې او يووالي غږ دې ځواکمن وي.
د بسیا او سرلوړي لوی افغانستان په هيله