ژباړن: م.بریال
پلار یې ورځپاڼه لوسته؛ خو کله چې به دی په اصطلاح په مطالعه کې ښه غرق شو،نو ماشوم زوی به یې بیا ورته مزاحمت وکړ؛وروسته یې زغم بېخي پای ته ورسېد او له ورځپاڼې یې هغه پاڼه راپرې کړه،چې د نړۍ نقشه پرې چاپ شوې وه؛هغه یې سره څیرې کړه،زوی ته یې وویل:
راشه، زه درته د نړۍ نقشه درکوم؛وبه ګورم چې ته یې په څومره وخت کې سره یو ځای کولای شې!
ده غوښتل چې ماشوم په هغې بوخت کړي او خپله ورځپاڼه له کوم مزاحمت پرته ولولي؛خو څو شېبې لا نه وې وتې،چې زوی یې ورته نقشه راوړه.
پلار یې هېښ پاتې وو،ترې ویې پوښتل:
مور دې جغرافیه در زده کړې ده؟
زوی یې ورته وویل:
جغرافیه څه شی ده؟ کومه پاڼه چې تا راکړه پر هغې بلې خوا یې د یوه انسان انځور هم وو؛کله چې مې هغه جوړ کړ،نړۍ مې هم جوړه کړه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *