حبیب الله جاج پښتونزوی

«بیا نازل سو پر پښتون د غـــم سورسات

بــیا لښکر ســو د مــرگي بــانـدي رامــات

نـن بـیـا بـلـه بگـــړۍ ولـــوېـده له ســـره

مــرگي واخیست لـه ژوندونـــه بـیا کسات

زمـانه راته له خښـــمه ســـره و شـنه ده

تـه وا زړه ئې نه ســـړیږي پــــه مـمـات»

(استاد معصوم هوتک)

د استاد پښتونزوی په باب چې د ده د مړینې په پار څه لیکم، دا مې ټول د سترگو لیدلی حال دی.  د خپلو زدکړو د لیسانس په دوره کې څلور کاله په ټولگي کې ورته ناست یم. استاد جاج پښتونزوی د خبرو کولو او تدریس یو منحصر به منفرد سبک درلود چې ما په هیڅ استاد کې نه و لیدلی. ډیر لږ داسې پیښیدل چې د زړه خبره یې پر ژبه نه راتله، تُورت او سپین سپیڅلی سړی و، ډانگپیلې خبرې یې کولې او له هیڅ چا څخه نه ویریده.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چ استاد د نورو بیشمیره علمي لارښونو تر څنگ، زما د لیسانس د دورې د پایلیک (مونوگراف) لارښود استاد هم و. هغه عالمانه او استادانه لارښونې یې چې د مونوگراف د لیکلو په برخه کې ما ته کړیدي، تر نن پورې زما د علمي ــ ادبي څیړنو د لارې څراغ دي.

استاد حبیب الله جاج پښتونزوی مې د ۱۳۵۵ کال په حمل میاشت کې، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې ولید او په هماغه لومړي سمستر کې یې موږ ته تدریس پیل کړ. په هغه وخت کې د ده شخصیت له دوو اړخونو ما ته د پام وړ و:

ــ ډیر متحرک او شیک پوشه سړی و،

ــ د هغه وخت په نویو علومو او نویو تیوریو سمبال و او خپل دغه نوي علوم او تیوریگانې یې په خوږه ژبه او ځانگړي انداز سره وړاندې کول.

زما چې یادیږي جاج صاحب موږ ته د لرغوني یونان او روم اساطیر، لویدیز ادبي ښونځي، ادبي کره کتنه او نړیوال ادبیات تدریسول.

د غربي اساطیرو او لرغوني روم په باب یې په خپلو لکچرونو کې چې کوم ځایونه او اشخاص یاد کړي وو، روم ته مې د سفر په وخت کې ټول یاد ځایونه ولیدل او په موزیمونو کې مې د یادو اشخاصو مجسمې ولیدلئ؛ د هر څای او هرې مجسمې په لیدلو سره د جاج صاحب خبرې او لکچرونه را یادیدل؛ ټول څه چې ده ویلي وو، کټ مټ هلته د ځایونو او اشخاصو د معلوماتو په پاڼو کې لیکلي وو. په روم کې هغې ودانۍ ته هم ورغلم چې غلامان به یې سره جنگول، د مریانو د جنگولو د ځای نندارې ته تر لسو دقیقو ډیر ودریدم. په روم کې د تاریخي ځایونو د لیدلو په موده کې مې استاد جاج او د ده لکچرونه داسې په ذهن کې تداعي کیدل او بیرته را یادیدل، لکه دی چې راسره وي او همدا اوس یې راته تشریح کوي.

د گیلگمش د حماسې تشریح یې ډیره په خوند کوله. زما ښه په یاد دي چې د شپې پوهنځي یو شاگرد (میا جان اقرار) ته یې د زدکړو د پایلیک (مونوگراف)  په توگه دنده وسپارله چې دا مشهوره حماسه په پښتو نظم ولیکي. میا جان اقرار چې ډیر تکړه ناظم و، دا کار یې په ډبره ښه وجه د جاج صاحب په لارښونه تر سره کړ.

د استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د جنازې په ورځ (۰۹/۰۴/۲۰۱۸) زه د تصادف له مخې په کابل کې وم، د ځنازې په مراسمو کې مې گډون کړی و او په لمدو سترگو مې خپل یو زړه سواندې ښونکي سره وروستۍ مه ښه وکړه.

په ځنارې کې یې د کورنۍ غړو، گڼشمیر خپلوانو، بې شمیره شاگردانو او فر هنگیانو گډون کړی و.

استاد جاج له تعلیم، پوهنتون، پوهې او د نوي نسل له روزلو سره دومره مینه درلوده چې له تدریس، ټولكي پوهنتون او شاگردانو نه یې جدايي ته مړینه ویله. دا د ده د زوی د خولې خبره ده چې د ده یو شاگرد او           همکار  ته یې کړې ده:

«په کومه ورځ چي مي پلار تقاعد سو او کور ته راغی، سخت خفه وو او ما ته یې وویل چي بچیه زه نن مړ سوم داسي یې و نه ویل چي تقاعد سوم.»

په میډیا کې د استاد جاج په مرگ باندې كڼشمیر فزهنگیانو خواشیني څرگنده کړیده چې ځینې یې د بیلگې په توگه د ده د شخصیت د درناوي له پاره را نقلوم:

استاد بریالی باجوړی:

«استاد جاج په ابدي سفرولاړ

۱۳۵۵کال دکابل پوهنتون ته راغلم دلومړي ځل لپاره مي جاج صاحب وليد. دنګ پوخ زلمي توره دريشي

سره نيکټايي فعال اوبا انرژي خوزند شخصيت و. نوي له امريکي نه راغلي

ودنويوعلومواونويوتيورګانوسره. دلومړي ځل لپاره يي په څانګه کي دنړيوالوادبياتوتدريس پيل کړ. ديونان اسطوري ادبي کره کتنه اوغربي مکتبونه دده مضامين وو چي ډيرخلک ورسره نابلد وو اوحتي ځينو خوبه ويل چي جاج صاحب ديونان جغرافيه تدريسوي. کله يي چي دګيلګمش حماسه تدريسوله نوځينو به داخبره کوله خودوخت په تيريدو سره دجاج صاحب دمضامينو په اهميت ورو ورو خلک پوهيدل. جاج صاحب دډيرلوړاستعداد خاوند و دتدريس يوخاص اصول يي درلودل زما نه ياديږي چي په ټولګي کي به چا دستړيا احساس کړي وي. صنف يي ژوندي اوويښ ساته. ددرس په جريان کي به يي نکلونه دمثال په توګه وړاندي کول اوټول نکلونه به يي دخپل کلي په ميرزا ګل کاکا پوري تړل چي درس. به يي ډير جالب کاوه کلونه وروسته چي زه بيا استاد شوم نويوه ورځ تري ماپوښتنه وکړه چي دا دميرزا ګل کاکا کيسي څنګه وي جاج صاحب راته ته وويل چي دميرزا ګل کاکا په نوم هيڅوک نه وخو دميرزاګل کرکټراوس هم زما په ذهن کي نقش دي. زه ډير وروسته په دي پوه چي ده زموږ لپاره جالب کاوه. جاج صاحب ډيرخوږ نثرليکه چي دده دنثرنموني په وږمه مجله کي خپري شوي دي. حبيب الله جاج پښتونزوي دډيرلوړ استعداد خاوند و خوغربت اوبيوزلي دده ځواني اواستعداد وخوړ ډيرژريي په ملا کړوپ کړ هغه ورځ چي تقاعد وشو وي ويل چي تقاعد دوهم مرګ دي. در ي څلورکاله دناروغي په بسترپروت و اونن له موږنه دتل لپاره جلا شو روح دي ښادوي

چــي پـيــداشوي تــاژړل خـلکـوخنداکړه
داسي مړشه چي ته خاندي خلک ژاړي»

عبد الغفور لیوال:

«خوست ته د سفر پرمهال د خپل مهربانه استاد له مړینې خبر شوم. استاد جاج پښتونزوی زما د خوښې مضمون ( نړیوالو ادبیاتو) استاد و، له هغه مې ډېر څه زده کړي ول. خدای دې پرې ورحمیږي. 
د استاد پوهه د هغه په شاګردانوکې د جاریه صدقې په څېر لا ژوندۍ ده او باور لرم، چې پر هغې نړۍ به یې ابدي ژوند ته رڼا او د سترڅښتن بښنه ورپه برخه کړي.»

ډاکتر لطیف یاد:  

«دکابل پوهنتو ن دادبیاتو دپوهنځي دپښتو څانګې داستا د ارواښاد پوهندوی حبیب الله جاج پښتونزوی په مړینه سخت خواشینی شوم.دده مړینه دپښتوژبې اوادب لپاره ستره ضایعه ده . هغه وخت چې زه دافغانستان دعلومو اکاډیمۍ علمي غړی وم دی به دپښتو څیړنو نړیوال مرکزته راته اوخپلې مقالې به یې دکابل مجلې ته دچاپ لپاره له ځانه سره راوړې .دپښټو څیړنو دنړیوال مرکز دپښتو مجلې او نوروعلمي او تحقیقي مجلو کې کې هم دده ډیرې مقالې خپریدلې . سربیر پردې ده دکابل پوهنتون دپښتو ادبیاتو په څانګه کې ډیر شاګردان وروزل. 
الله تعالي دې دي وبخښي او جنت الفردوس دې ځای شي . آمین یا رب العا لمین»

د استاد حبیب الله جاج پښتونزوی روح دې ښاد وي

یاد یې تلپاتې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *