استاد شهسوارسنګروال
(په لنډيزسره ) :
د ۱۸ پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د فرانسې لوې انقلاب (۱۷۸۹ کال) په نړېوال ډګر کې یو ستر خوځښت وه. په ۱۹ پېړۍ (د صنعتی د انقلاب اغیز) په ځانګړي ډول د دغې پېړۍ په دویمې نیمایي کې یو شمېر ټولنیز، سیاسي او اقتصادي پرمختګونه… په سیمه ییزه کچه په افغانستان، ایران، ترکیه، هندوستان… کې د مشروطه غوښتونکو او ملي ازادي بښونکو غورځنګونو مبارزې اوپه نړۍواله کچه بيا، د لومړۍ نړېوالې جګړې په درشل کې په روسیه کې د اکتوبر انقلاب (۱۹۱۷ ز کال) چې د شلمې پېړۍ د یوې نیمې لسیزې یو موهمه نړېواله پېښه یې ګڼلی شو. دویمه نړېواله جګړه د نړۍ په تاريخ کې هغه بله موهمه نړيواله پېښه وه، چې سیاسي، پوځي، اقتصادي او کلتوري برخو کې ستر بدلونونه رامینځته کړل.
له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د نړۍ غوښنه برخه په دوه برخو ووېشلې شوه، چې یو شمېر هېوادونه د سوسیالستې هېوادونو پنوم، چې په سر کې شوروي اتحاد وه او یو شمېر نور هېوادونه د پانګوالۍ تر سستم لاندې د امریکا په ګډون چې د ګڼ شمېر لویدیزوالو له ملاتړ نه برخمن وو یو موټی شول.
سره د دې چې د دغو دوه بلاکونو ترمینځ سیاسي، اېډیالوژیکي او اقتصادي اختلاف شتون درلود بلکې سړه جګړه هم و غوځېده.
له دغو دوه بلاکونو سره بېره یو شمېر وروسته پاتي او مخ په ودې هېوادونه، یو شمېر خپلواک او نیمه خپلواک هېوادونه چې نور ورته د ښکېلاک ځغم پاتې نه وه او ډېر ګڼ اړخیزه زیانونه یې لیدلي ول د ناپېلو هېوادونو په نوم د یوه سیاسي خوځښت په لټه کې شول.
د امریکا نړېوال کېدل:
له دویمې نړېوالې جګړې وروسته امریکا د یوه ستر ځواکمن هېواد په توګه نړېوال ډګر ته راووت. دغه هېواد چې د خپلو ملګرو هېوادونو پر مټ جګړه ګټلې وه. په نوي شکل د بریتانیا، فرانسې او یو شمېر نورو زړو ښکېلالګرو هېوادونو ځای ناستی شو. امریکا له یوې خوا د یوه پوځي ځواکمن هېواد په توګه او له بلې خوا د اقتصادي پیاوړتیا او وړتیا پر مټ د دې جوګه شو، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه ځان پسې را کاږي. ډېر ځاني او مالي زیانونه یې د شوروي او د لویدیځو هېوادونو په پرتله ونه لیدل. نو ځکه د خپلې ځواکمنې پانګوالۍ (کاپيټالیزم) په زور یې د خپلې اېډیالوژۍ د پراختیا لپاره هڅې چټکې کړې.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې د خپلو متحدینو پر مټ په بېلا بېلووختونوکې د ناټو Nato سینټو«Cento» او د سیاټو«Sea to» د پوځي تړونونه بنسټ کېښود او د خپلو سیالانو په وړاندې ودرېد.
امریکا د تودې جګړې په څنګ کې د سړې جګړې ډګر هم تود ساتلی وه او خپل اېډیالوژيک دښمن شوروي ته یې یو لوی ګواښ متوجې کړې وه.
د سړې جګړې بنسټګر چرچل (۱۹۴۰ـــ ۱۹۴۵ د برتانی صدراعظم) په امریکا کې شاګردانو ته په (۱۹۴۶ کال) د یوې وینا په ترڅ کې شوروي ته ګوته ونیوله او د کمونیزم ایډیالوژي یې بشریت ته د یوه لوی ګواښ په بڼه وروپېژندله.
امریکا هم د دې لپاره، چې د دغې ایډیالوژۍ د ودې او پرمختګ مخه نیولې وي. له (۱۹۴۷ کال) نه یې د شوروي اتحاد هاندې هڅې له نږدې څخه څارلې.
خو کله چې د «مائو» په مشرۍ په چین کې انقلاب وشو (١٩٤٩ ز کال)، په سر کې د امریکا اندېښنه زیاته شوه، چې شوروي د چین په څېر یو ستر متحد پیداکړ.
د شوروي او چين سیاسي او اېډیالوژیکئ ملګرتیا تر پایه دوام ونه موند او امریکا له دې نه ګټه پورته کړه او دغه سیاسي کړکېچ ته يې لمن ووهله.
ولې بیا هم د نړۍ دغه درې ستر هېوادونه له یو لړ ستونزو سره مخ شول. په چین کې فرهنګي انقلاب، د شوروي اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او د امریکا او وېتنام جنګ د بېلګې په توګه یادولی شو.
نکسن د دې لپاره، چې چین په شا وډبوي نو بیا یې کسینجر په(۱۹۶۹ ز کال) چین ته واستوو، چې هم ورته د دوستۍ ټټر ووهي او هم د وېتنام په مسئله کې ورسره مرسته وکړي. نکسن د «ګوام» په جزیره کې خبریالانو ته وویل:
امریکا د اسیا د وچې هېوادونه هڅوي، چې خپل مینځي ستونزې پخپله حل کړي او ښايي، چې پدغه وچه کې یو ستر هېواد اټومي وسلې ته لاسرسی پيدا کړي.
له دې خبرې نه یې موخه د چین هېواد وه. نکسن ډېر زر په (۱۹۶۹ کال) د اکتوبر په (۲۵) مې نېټې جنرال یحی خان امریکا ته وغوښت، چې د ده په مینځګړیتوب د امریکا او چین په اړه اړیکو کې پرمختګ وشي.
امریکا د (۱۹۶۲ کال) د (هند او چین) جګړه هم په پام کې وه، چې شوروي اتحاد له هند نه ملاتړ وښود.
که څه هم شوروي کوښښ وکړ، چې هند او پاکستان په خپلو کې سره پخولا کړي. ان تر دې چې د دواړو هېوادونو مشران يې په(۱۹۶۶ ز کال) تاشکن ته وغوښتل .
ایوب خان په (۱۹۶۵ او ۱۹۶۷ کال) شوروي ته سفر وکړ او شوروي اتحاد هم خپل صدراعظم (۱۹۶۸ ز کال) پاکستان ته واستوه. ولې بیا هم امریکا، چین او پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې یو موټۍ شول.
د شوروي او هند اندېښنه هغه مهال لا زیاته شوه، چې چین په(۱۹۷۲ کال) نه یوازې د ملګرو ملتو غړیتوب ترلاسه کړ بلکې د امنیت په شورا کې د پینځم غړي په توګه ومنل شو.
شوروي اتحاد ته د چین پرمختګ د ځغم وړ نه وو، او ځکه برژنف له نکسن (د جون میاشت ۱۹۷۳ کال) سره ولیدل او د امریکا ولسمشر په قول چې پخپلو خاطرو کې دې ته ګوته نیولې ده، چې برژنف ورته وویل: شوروي دې ته تیار دي، چې د اړیکو په تړاو یوه ګډه اداره جوړه شي… دغه لیدنه پداسې وخت کې وشوه، چې نکسن له دېنه دمخه د چین له ولسمشر «چوین لای» سره اړیکې ټينګې کړې وې.
د شوروي اتحاد ماتې او پرمختګونه:
کومو هېوادونو چې په دویمې نړیوالې جګړه کې ډېر مالي او ځاني زیانونه وګالل یو هم شوروي اتحاد وه.
که څه هم د شوروي اتحاد چارواکو دغه زیانونه د تزاري روس له هغه سیاسي زیان سره د پرتلې وړ نه وو، چې په لرې ختیځ کې د جاپان په وړاندې پخپلو موخو کې ماته وخوړه او پاتې راغی.
شوروي اتحاد له دویمې نړیوالې جګړې دمخه کومه سیالي او ښکېلتیا چې له بریتانیا او فرانسې سره لرله له جنګ نه وروسته بدلون وموند،چې د شوروي د سیاسي ډګر سیالان په لومړي سر کې امریکا او وروسته بیا د چین هېواد د روسانو سیاسي ډګر ته را ودانګل.
د دواړو سیو سیالستي هېوادونو ترمینځ سیاسي لانجه په (۱۹۶۰ کال) هغه مهال رامینځته شوه، چې د چين هېواد په شوروي تور ولګوه، چې غواړي له یوې خوا په مارکیستي اېډیالوژي کې بدلون راولي او له بلې خوا د چین خلاف له نړیوالې سرمایه داري ټولنې سره هم غږي شي.
په (۱۹۶۳ کال) دغه ستونزه (د روسیې او چین) ترمینځ هغه مهال لا پراخه شوه، چې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او شوروي اتحاد اټومي وسلې ته د نه لاسرسی تړون لاسلیک کړ.
ولې بیا هم له دغه تړون نه یو کال وروسته په (۱۹۶۴ ز کال) چین د لومړي ځل لپاره اټوم بم وازموي.
په شوروي اتحاد او روسانو دغه تور هم د یو شمېر هېوادونو له خوا پورې کېده، چې د یو شمېر اسیایي او اروپایي هېوادو ځمکې لاندې کړي دي، چې موخه یې د مینځنۍ اسیا هېوادونه، د ختیځ اروپا (په غیر مستقیم ډول)، د بایکال ختیځې سیمې، ولادي وسټک او نورې سیمې د ساري په توګه یادولی شو.
شوروي اتحاد په دوه لورو کې جګړه پیل کړه، چېن يې دویم سیال او امریکا يې نړیوال اېډیالوژيک دښمن باله. خو د وېتنام جنګ د شوروي په ګټه تمام شو. د روسانو دا هم له یاده نه وه وتلې په سر کې د ستالین چې امریکې د نړۍ د ګواښولو په پلمه د جاپان په نګاساکې او هيروشیما اټوم بم استعمال کړ. دلته وو، چې سړې جګړې زور واخست، دواړو لورو یو پر بل تور لګوه او ځانونه یې یو د بل پر وړاندې سپینول.
د سړې جګړې په څنګ کې د وسلو او پوځي سیالیو ډګر هم تود شو. په (۱۹۴۷کال) د سیا(CIA) سازمان جوړ شو، امریکې د«مارشل پلان» پنوم د اروپا د رغاونې ټټر وواهه او په (۱۹۴۹ کال د اپرېل په ۴ مه نېټه) د شمالې انتلانتیک تړون (ناټو) هم مینځته راغی.
شورویانو هم د کمونستي بلاک د وارسا د پوځي تړون جوړولو تکل وکړ او ختیځه اروپا یې پخپل سیاسي او پوځي جال کې راښکېل کړه. امریکا د یو میلیون په شاوخوا کې پوځي ځواک د نړۍ په (۳۰) هېوادونو کې ځای پرځاې کړ. شوروي له امریکا سربېره چین هم دې ته پرې نه ښود، کوښښ یې کاوه، چې د درېیمې نړۍ هېوادونه ځانته را کاږي، چې د پرمختګ مخه ډب کړي. چین هم که له یوې خوا ناپېلي هېوادونه ځانته را کاږل له بلې خوا یې د شوروي ښکېلاک په وړاندې یوګوسلوایا او البانیه هم هڅول، چې له شوري اتحاد نه ځانونه ازاد کړي.
د ختيځ او لویديځ پنوم سیالۍ د تودې او سړې جګړې دغه مورچل د نړۍ وروسته پاتې او پرمخ ودې هېوادونو ته یو ستر ګواښ رامینځته کړ. نو ځکه خو د یوې نوې سیاسي فلسفې پر بنسټ د «ناپیلي غورځنګ» پنوم یو خوځښت د نړۍ په تاریخ کې مینځته راغی.
د نړۍ ناپيلي غورځنګ:
له دویمې تړیوالې جګړې وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونه د اندونیزیا په ګډون په اسیا او افریقا کې خپلواکي ته ورسېدل.
د هالینډ او اندونیزیا د ځواکونو تر مینځ خونړۍ جګړې نړۍ په تېره تر ښکېلاک لاندې او یا نوي خپلواک شوي هېوادونه ولړزول.
د (۱۹۴۹ ز کال) په سر کې د پینځلسو هېوادونو په ګډون په نوي ډیلي کې یو کنفرانس جوړ شو.
دغه کنفرانس پدې مفهوم چې ناپېېلي هېوادونه د لویديځ او ختيځ له سیالۍ څخه ځان وژغوړي جوړ شو.
د دې په څنګ کې په نا پيلتوب او بې پرې والي هم ټینګار وشو. دې ته هم ګوته ونیول شوه، چې باید د هالینډ پر وړاندې ټینګ دریځ ونیول شي.
«د هند صدراعظم جواهر لال نهرو په ځغرده وویل: چې موږ د دغې ګډې همکارۍ موخه په مثبتې بېطرفي او ناپېلتوب ټینګار دی.» له دې سربېره په دغو ټکو هم ټینګار وشو:
ــ په وېټنام او اندونیزیا کې د ازادی بښونکو غورځنګونو ملاتړ.
ــ د کوریا جګړې پای ته رسول.
ــ د لویدیز او ختیز له سیالۍ څخه برابر واټن نیول.
دا د ناپيېلي غورځنګ د ودې او پرمختګ سریزه وه، د اندونیزیا صدر اعظم د دې خبرې پخلۍ وکړ او په (۱۹۵۳ کال) يې د یوې وینا په ترڅ کې پارلمان ته وویل:
اوس د دې وخت رسېدلی دی، چې د اسیا او افریقا هېوادونه پخپلو کې سره ښې اړیکې ټینګې کړي.
د امریکا او شوروي هېوادونه دواړه دې ته متوجه شول، چې باید له دغه ستر ځواک نه د خپلو سیاسي موخو او ګټو لپاره کار واخلي، شوروي ځان پدې بریالی ګاڼه، چې په اسیا او افریقا کې چې کوم خوځښت پیل شوي دي ګوته یې ډېره بریتانیا او فرانسې ته نیول کېده، ځکه چې یو شمېر هېوادونه د دوئ تر ولکې لاندې ول. امریکا بیا د چين په مرسته کوښښ کاوه، چې پدغه غورځنګ کې د شوروي د پیاوړتیا مخه ونیسي. ځکه چې چین هم د ناپيلي غورځنګ له لارې او هم د یو شمېر کمونستې هېوادونو پر مټ شوروي اتحاد ته ډېر زیانونه رسولی شول. مسکو هم بیا پدې هلو ځلو کې وه، چې پکن د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې د شوروي رول تت او بې اغیزې نکړي. کوښښ یې کاوه، چې پدغه غورځنګ کې یو شمېر هېوادونه د ځان پلوي کړي. خو هغه وه، چې چین د اندونیزیا یا Bandung د باندونګ په تاریخي کنفرانس کې برخه واخسته، چې په (۱۹۵۵ کال) د اپرېل په میاشت کې جوړ شو.
پدغه کنفرانس کې (۲۷) هېوادونو برخه اخستې وه لکه افغانستان، ایران، اندونیزیا، اردون، برما، کمبودیا، سیلون، چین، مصر، حبشه، ګولد کوست، هندوستان، عراق، لاوس، لبنان، لبیریا، نیپال، شمالي وېتنام، پاکستان، فلپین، سعودي عربستان، سوډان، سوریه، تایلند، ترکیه، جنوبي وېتنام، او یمن.
د افغانستان په استازیتوب سردار محمد نعیم خان پدغه کنفرانس کې برخه اخستې وه.
د باندونګ د کنفرانس په ادامه په (۱۹۶١ ز کال) د ناپيلو هېوادونو بله غونډه د یوګوسلوایا پلازمېنه بلګراده کې جوړه شوه، چې محمد داود پکې د افغانستان په استازیتوب برخه درلوده.
کله چې محمد داود واک ته ورسېد، د خپل واک په وروستیو کې په دې ټکي ټینګار کاوه، چې کیوبا چې یو سوسیالستي هېواد او د شوروي اتحاد پلوی دی. باید پدغه کنفرانس کې برخه وانخلي.
شوروي اتحاد ته د دې خبرې معنی دا وه هغه وخت چې په الجزایر کې د ناپيلو هېوادو غونډه جوړېده، دوئ ټینګار کاوه، چې موږ هم یو اسیایي هېواد یو باید برخه واخلو. ولې د چین صدراعظم «چاون لای» شوروي یو اروپایي هېواد ګاڼه… محمد داود چې نه غوښتل په کیوبا کې دغه غونډه جوړه شي د روسانو له مخالفت سره مخ شو. بیا هم دغه کار لکه د الجزایر غونډې په څېر عملي نشو، ځګه چې په الجزایر کې کودتا وشوه او د ناپيلو هېوادونو کنفرانس هم جوړ نه شو.
همداراز په افغانستان کې هم کودتا وشوه او محمد داود له مینځه لاړ. دده دهغه اند پخلى ونه شو چې غوښتل يې کیوبا کې د ناپيلو هېوادونو کنفرانس جوړ نشي. دا ځکه چې کیوبا یو ناپیلی هېواد نه ګڼل کېده.