تاند- د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رای ورکوونکو نوم لیکنه نن /شنبه/ په درست افغانستان کې پیل شوه.

په پلازمېنه کابل کې ولسمشر غني خپل نوم ولیکه.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د نوم لیکنې په یوه مرکز کې خپل نوم ثبت کړ.

ده پر ټولو افغانانو ږغ وکړ چې خپل نومونه د راتلونکو ټاکنو لپاره ثبت کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ مرکزونه پرانیستل شوي چې د رای ورکوونکو نومونه ولیکي.

د دې کمیسیون په وینا که څوک نوم ونه لیکي، په راروانو ټاکنو کې به د رای ورکولو له حقه محروم شي.

کمیسیون دغه راز د نوم لیکنې د کارت ورکول له تذکرې سره مشروط کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د سږ کال د میزان یا تلې په ۲۸ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخاباتو هممهال وشي.

مخکې د سرطان/ چنګاښ ۱۶ اعلان شوې وه خو د تخنیکي ستونزو له کبله وځنډېده.

له بېلابېلو ولایتونو رارسېدلي راپورونه وايي چې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی خو په ځینو سیمو کې د تذکرې لرلو شرط ممکن د دې سبب شي چې یو شمېر افغانان په راتلونکو انتخاباتو کې له رای ورکولو پاتې شي.

خو هم کتونکي او هم انتخاباتي مسوولان د تذکرو د لرلو شرط د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره ګټور بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *