د نړۍ د یو ستر اقتصادي قوت په توګه له چین سره د افغانستان جوړېدونکې اړیکي مثبت ارزول کېږي، خو پوښتنه داده چې آیا چین به دا هرڅه له افغانستان سره د اخلاص له مخې وکړي؟ چې هېڅکله هم نشي کېدلای.

خو هغه بدیل چې افغانستان به یې چین ته ورکوي پدې ارزي، چې ددې یارانې په بدل کې ورکړل شي او یا افغانستان دا وړتیا لري؟

پورتینو پوښتنو ته هله مثبت ځواب ورکول کېدای شي، چې افغان حکومت پدې معیارونو ځان برابر کړي او وکولای شي د نړیوالیتوب پر لور له دې یو ګام نور پرمختګ هم مناسبه ګټه واخلي.

له امریکا، پاکستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو سره د چین اړیکي افغانان هغه هیلې ته لږ څه ور نږدې کولای شي، چې له افغانستان سره په رغېدو ترلاسه کېدای شي.

د تېرې اونۍ په سر کې د ولسمشر کرزي د دفتر مشر کریم خرم له شهنیوا خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې ویلي و، چې پر پاکستان د چین د اغېز له امله کېدلای شي په افغان سوله کې د چین ـ افغانستان اړیکي ښه نتیجه ورکړي.

هغه همدا ډول په افغانستان کې د چین له پانګونې هم خوښي ښودلې وه، چې بېلګې یې د آمو د نفتو حوزې پر قرارداد سربېره د عینک کان د قرارداد یادونه کېدلای شي.

په اقتصادي برخه کې د چین د اړیکو تاریخ په افغانستان کې د لس کلن کېدو پر لور دی، خو تر څنګ یې اوس د سولې په برخه کې د اړیکو رامنځته کېدل یې نوې خبره ده.

په نړۍ کې چین په اقتصادي مافیا اوښتونکی هېواد ګرځي. ددې دلایل ګڼ دي، خو په افغانستان کې یې د وروستیو قراردادونو بېلګې ورکولی شو، چې د نفتو د دریو حوزو غوښتنه یې نوې او د عینک کان او ځینو نورو برخو پانګونه یې پخوانۍ هغه ده. همدا ډول د چین صادرات هم بېلګه یادولی شو.

د هغه متل په مصداق چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي، نو له چین سره د وروستیو رامنځته کېدونکو اړیکو په اړه هم باید سر له اوسه له پوره غور او دقت کار واخیستل شي.

د افغانستان په ګڼو کاني زیرمو کې د چین پانګونه ددې لپاره ده، چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته سیمه د ځان لپاره خالي کړي. سمه ده چې دا کار د افغانستان لپاره هم ګټه لري، خو د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له مشورې پرته نشي کېدای، ځکه د یو اقتصادي قوت په توګه امریکا او نور هېوادونه هم اړتیا لري چې له چین سره خپلې اړیکي وزغلوي.

هلته چې د چین او امریکا د اړیکو رامنځته کوونکی منځګړی یا دلال پاکستان بلل کېږي، نو پدې اړیکو کې د پاکستان نظر له پامه نشي غورځول کېدای.

د پاکستان د غوښتنو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې د ډېری هېوادونو، پانګونه او سیاسي اړیکي باید له یو فلتر تېر شي او په سیمه کې هغه فلتر چې اوس پاکستان بلل کېږي، نو د چین اړیکي هم ترې تېرېدونکې او چاڼ شوې دي، چې که سر له اوسه پکې مستقل والی رامنځته نشي، نو د ګټې پرځای به یې تاوان زیات وي.

پدې درې اړخیزه اړیکو کې د چین رول له وړاندې مهار شوی بلل کېږي، چې له دې زیاته تمه ترې بې ځایه ثابتېږي.

اوس چې افغانستان د چین اړیکو او په سوله کې مداخلې ته سترګې پر لاره دی او د ولسمشر کرزي وروستی څلور ورځنی سفر هم په همدې موخه دی، نو ګڼې پوښتنې شته، چې آیا دغه اړیکي به ګټه رامنځته کړای شي او کنه؟

د اقتصادي مافیا په توګه چین له وړاندې ځانته په افغانستان کې زمینه سازي کړې. د عینک کان د قرارداد نوي کېدو غوښتنه یې د هغې مافیا له څنډې پرده پورته کوي، چې پخپله یې په سیمه کې نا امني هم رامنځته کړه او پخپله خوښه یې ددې قرارداد ځینې برخې فسخه هم کړې.

د نا امنیو لپاره د څو مخ پټو کسانو په برابرولو کې ورسره ګاونډیانو ښه کافي مرسته وکړه، چې د لوګر د نا امنیو داستان هم همدې ماجرا ته ورسېږي.

دا ښیي، چې د چین پانګونه د سیمې له هېوادونو سره د یوې تګلارې او پلان په اساس پرمخ وړل کېږي، نو د سولې هڅې هم همداسې در واخله.

پردې سربېره د ګواردر بندر پرسر له پاکستان سره د چین اړیکي ښیي، چې د پاک ـ چین د اقتصادي اړیکو محور را ګرځول هومره په اسانه او ازارنه نشي کېدلای، څومره یې چې افغان حکومت فکر کوي.

په افغان سوله کې د یو ستر او غښتلي قوت په توګه د چین اړیکي مبثته خبره ده، خو یو ځل بیا باید تاکید وشي، چې دا اړیکي باید په افغان دیپلوماتکیو اساساتو ولاړې وي، نه له هېواده بهر په فلتر شویو اړیکو.

چین په پاکستان فشار راوړلی شي، خو هغه پاکستان چې د امریکا د فشارونو زور ذوب نشوای کړای د چین د فشارونو زور ته به څومره هیلې تړلې وي.

ډېر کله دا ډول سفرونه یوازې په نمایشي اساساتو پیل او پای ته رسېږی، خو د نړیوالتوب په هېنداره کې نور وخت ضایع کول د افغانانو هیلې نشي انځورولی، هغه هیلې چې کله په امریکا پورې تړل کېږي او کله په…. او دا ځل په چین پورې تړل شوې دي. دا ټولې هیلې هغه وخت د رشتیا کېدو پر لور کېدلای شي، چې افغانستان پر خپلې بهرنۍ دپیلوماسۍ یو ځل بیا له سره کتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *