الف ب. دانش
په دې کې شک نشته چې ډېری نارینه مو تذکرې لري خو اړینه ده چې د کورنۍ ښځینه غړي مو هم تذکرې ترلاسه کړي چې څو مثبتې پایلې لري.
اول: د تذکرې په اخېستو سره د افغاني هویت شرط پوره کیږي.
دوهم: هغه خویندې چې تر اوسه ښوونځي ته ځي، د دولسم صنف فراغت یا کانکور ته د شمولیت لپاره د تذکرې درلودل اړین دي.
دریم: کله نا کله بهر ته د مریضۍ یا بل څه لپاره د پاسپورټ اخېستو پر وخت تذکره شرط ده چې ځينې بیړنیو حالاتو کې تذکره اخېستل ناشوني وي او یا ډېر وخت اخلي.
څلورم: د تذکرې په اخېستو سره په ملي پروسو (ولسمشریزې، پارلماني او ولایتي ټاکنو) کې د ګډون حق اوس په تذکرې پورې مشروط دی.
پنځم : دولت سره د اړونده کلي، ولسوالۍ او ولایت د احصایې په راټولولو کې مرسته کول دي چې انکشافي پروژې (کلیو پراختیا وزارت او داسې نور ) بیا همدې احصایې ته په کتو اړونده ولسوالۍ یا کلي ته بودیجه ټاکي.
شپږم: د ثبت و راجستر شوي کورنۍ په درلودلو سره به د سیالانو (نورو ولایتونو) سیال شی. خبرې ډېرې سر یې یو دی بس د کورنۍ ټولو هغه غړو ته مو چې قانوني عمرونه یې بشپړ کړیدي ، تذکرې واخلئ و ما علینا الا……