د کابل خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ژوند کوي او تقريباً د نيم وطن ترهګريز بريدونه یې له سيمې تنظيم او رهبري کېږي.

د غوړی، شينواري، کټاره او ګرده مرغه په سيمه کې هغه طالب جنګيالي پټ دي، چې له ازرې، حصارت او سروبي څخه راتښتېدلي دي. دوی بمونه جوړوي، وسلې او مهمات يې خوندي کړي او په کابل ښار د بريد توان هم لري.

یوه سرچینه وايي، په خاکجبار کې دوه پخواني چارواکي انجینر افضل او قوماندان دیدار، چې يو مهال د کنړ والي و، په داخلي لانجو او نا امنۍ کې ښکېل دي او له وسله والو سره د همکارۍ شک پرې شوی دی.

خاکجبار له کابل څلويښت کیلومتره واټن لري، دغلته د وسله والو موجودیت د کابل لپاره د تهديد د کړکۍ په شان لاس په لستوڼي خطر دی. ځايي خلک ادعا کوي، چې ټوله سيمه یې د طالبانو په ولکه کې ده او له خلکو عشرونه ټولوي او حتی خپل قوانين عملي کوي.

ځايي خلک وايي، طالبان او وسله والې ډلې په شخصي لانجو کې ښکېل دي، خو د طالبانو ملاتړ د ځايي مشهورو مخورو له خوا چې پخوا دولتي چارواکي وو، کېږي. یوې سرچینې وویل، د مشرانو جرګې پخوانی غړى انجینر افضل او قوماندان دیدار چې يو مهال په کونړ کې والي و، په داخلي کشمکشونو او لانجو کې لاس وهي او د نا امنيو لامل دي.

په وروستۍ میاشت کې افغان امنيتي ځواکونو د لوګر په ازره او ننګرهار په حصارک ولسوالیو کې د طالب وسله والو پرضد سخت چاڼيز عمليات ترسره کړل، خو اوس د خاکجبار اوسېدونکي وايي، له یادو ولسواليو را تښتېدلي طالبان د خاکجبار په هغو سمڅو کې دېره دي، چې يو مهال مجاهدينو ورڅخه استفاده کوله.

ځايي خلکو د محور خبريال ته ويلي، طالبان له خاکجبار څخه د ټول کابل ښار امن تهديدولای شي او ټينګار کوي، چې په ښار نیم بريدونه له یادې سيمې تنظيم شوي دي. دوی وايي، مرموز لاسونه د خاکجبار د وسله والو ملاتړ کوي او له دولتي ګواښ څخه هم نجات ورکوي. تر دې وړاندې دولت درې پلا په خاکجبار کې د وسله والو پرضد چاڼيز عمليات کړي دي، خو لاهم ددې طالب اورپکو په مهارکولو نه دي توانېدلي.

د خاکجبار قومي مشر حاجي فريد وايي، د نا امنۍ ترڅنګ د ځمکو غصب او د غصب مافيا د خاکجبار سيمه په بې کچې نا امنه کړې ده. فريد ادعا کوي، چې د ځمکو په غصب کې د ولسي جرګې غړي هم ښکېل دي.

 ښاغلى فريد زياتوي، په وروستيو کې د کابل- جلال اباد سړک جوړېږي، چې وسله وال يې مخه نيسي. لس ورځې وړاندې يې د دغه سړک چارې ودرولې او طالبانو يې کارکوونکو ته ګواښ وکړ، چې که کار ونه دروي، نو وسايل به يې له منځه يوسي او کارکوونکي به يې ووژني.

د خاکجبار يو بل قومي مشر زيارت ګل وايي، طالبان غواړي افغان حکومت ته وښيي، چې کابل یې هم تر عملياتي نقشه لاندې دى.

د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض هم مني، چې په یاده ولسوالۍ کې د انکشاف او رغونې چارې ندي تر سره شوې :((شايد دا ستاسې لپاره ډېره په زړه پورې وي، چې ووايم، د کابل ښار په څلوېښت کيلومترۍ کې پرته د خاکجبار ولسوالي د روزګان او هلمند تر لرې پرتو ولسواليو وروسته پاتې او نا امنه ده.))

دى وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې خاکجبار ولسوالي تر ګردو نا امنه شوې :((کله ناکله خو په دې وويرېږو، چې ولسوالي سقوط ونه کړي، ځکه له مرکز هېره ده. په تېره يوه مياشت کې درې ځلې چاڼيزعمليات شوي، خو هېڅ مثبته لاسته راوړنه يې نده لرلې.))

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د کابل خاکجبار ولسوالي سقوط کوي”
  1. Salamona aw ihtiramat mo wamany,
    Da khakh-e-jabbar walasowaly pha hakla ba da wayam ch da naamaany ghangosa ziata kho amaaan kha dee nisbat da Uruzgan aw da Helman walayat da walosawlyou sakha, kho bia ham da khakh-e-jabbar pha walosawaly pha amniat da pakhwa pha shan na da, zaka ch pha dee 2-kalono k pa k so zaly dasi waqayee raghaly ch da dawlaty da wakro da mark sabab wagarzidaly. kho za ba da owayama ch da Khaki-e-Jabar khalak pa khapala amaan parasata khalak dee kho da so piso pa khatar ziny watan frosh pida kigy ch zan abad kray aw khapal kally aw watan wran kray ka chary da dasy khalko makha waniwal shy aw sok yee shafaras wana kary no Insha Allah ch khaki-e-jabar k ba da pakhwa pha shan amaan rashy aw baamaana ba v.
    Aw bal pha dee mattan k da Eng.Afzal Ahmadzai aw Qumandan Dedar yadwary ham shavy wa, dasy ba awayou ch hagha da dawaro shksy mamila ya lanja da pha dee k nor warsara his kum shirkat na kavi aw na ba yee wakry aw na wagowary ch dasy karona wakry ch hagh da khaki-e-jabar waloswaly khalko ta tawan warkary, kho nor hagh sisy mamilat dee ch sok sanga da aw sok sanga da aw da cha sar taraly khalak dee aw waly dawlat da dee pha Bab pashtana na kavi aw dawlat k ch sumra ham dee hagh tol khapala zanona pizany aw dawlat ham pha dee pohigy kho magar waly bia gam na porta kavi,

    Dera manana,
    M.Amin Alam Ahmadzai
    v.(Malang/Tagar)

  2. This is all false about the existence of Taliban in the district and the elder of this district (Haji Shalizai didar) already gave an interview on Ariana tv about this issue. This is all political game from the enemies of this district. Do someone believe the existence of Taliban in real? Does someone hear from the last 12 years that some terror activity took place from this district? And the answer is NO….
    I can ask a question, from where these Taliban is coming from? Who are making them?
    Nowadays I Hv heard that they have official office is Qatar
    And they are going to participate in the government also
    So why this game is not finishing now
    Why innocent people are being killed by name of Taliban
    Why they are involving more people by the name Taliban

    The district (khake jabar) is a secure and safe district and there isn’t any existance of Taliban, there is a shurah of elders of the district which is for security and safely

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *