سرخط ورځپاڼه

طالب به د کريم خليلي ملي دريځ ته په کتو د هغه تر ټول بېک‌ګراونډ ور تېر شي او د سولې په خبرو کې به نرم شي.

طالب به د اکرم خپلواک د فساد پر درنو پېټو تله تېره کړي، د خو سولې په شورا کې دومره زور، وړتيا او استعداد نه‌شته چې هغه دې د جګړه مار له اوږې توپک واخيستلای شي او خبرو ته دې يې کښېنولای شي.

د افغانانو يوه لويه بدبختي دا ده چې د څه پر ضد د مبارزې اداره يې جوړه کړې، هغه اداره د هماغه څه د ملاتړ اداره شي.

او د څه د ملاتړ اداره چې يې جوړه کړې ده، هماغه اداره داسې کارونه کوي چې ملاتړ پر ځای پاتې وي، تخريب يې پيل کړی وي.

د سولې شورا کټ مټ لکه په افغانستان کې د ماين پاکۍ اداره.

له بېلابېلو ولايتونو په وار وار راپورونه ورکول شوي دي چې په ځينو سيمو کې د ماين پاکي اداره يا په ځمکه کې خښ کړل شوي ماينونه باسي نه او بده لا دا چې په ځينو سيمو کې يې په لوی لاس ږدي، بيا نو کله څوک پرې ختلي وي او کله کله دوی بېرته تشکيل وکړي، لاړ شي او هماغه خپل ماين خنثا کړي.

د ماين پاکۍ اداره داسې فکر کوي چې که له دې خاورې څخه ماينونه پاک شول، دوی به بيا د بېګا ډوډۍ له کومه کوي، اداره به يې اداره ختمه شي او دوی ته به بيا څوک نه اړتيا لري، نه دوی ارزښت لري، نه به څوک اهميت ورکوي، نو ښه خبره دا ده چې بايد د ماينونو کيسه لا اوږه او لا اوږده شي.

د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې هم کټ مټ همداسې کار روان دی او ښکاري چې د سولې شورا هم پر دغه خونړۍ لاره روانه ده.

همدا شورا وه چې په وار وار يې سوله مسخره کړه. د کم عمر ماشومانو ته به يې توپکان ور په اوږه کړي ول، مولونه يې ور وهلي وي، اوږدې اوږدې چپنې يې پر اوږو ور هوارې کړې وي، بيا نو عکسونه ورسره اخلي او د ولس سترګو ته خاوري پاشي چې دا دی خونړي ترهګر يې د سولې له پروسې سره يو ځای کړل.

په ډېرو ولايتونو کې د سولې لپاره له حکومت سره د يو ځای کېدونکيو کسانو ډلې مالومې دي، په دوه درې مياشتې کې يو وار مول وهي، زاړه او زنګو وهلي توپکان ورباندې وېشل کېږي او عکس اخيستلو ته درول کېږي.

په کابل کې يې د سولې لپاره د زرو کسو يوه غونډه رابللې وه، دوه ورځې يې په خپل منځي ناندريو تېرې شوې. ته او خدای څوک چې په خپلو منځو کې نه سره جوړېږي، هغه به دښمن څنګه دې ته لېواله کړي چې سوله وکړي.

په سوله شورا کې يې د خدای چهار عيب شرعي کسان سره راټول کړي او بيا چې طالب سولې ته غاړه نه ږدي، ملامت هم لا طالب دی.

کله يې ښځې روانې کړې وي، سوله ورباندې کوي، کله يې بله معامله پيل کړې وي، کله بله، خو له ټولو هڅو يې داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې له دې حکومت او نظام څخه د خلکو زړونو توروي.

موږ نه وايوو چې د سولې په برخه کې دې د ښځو رول نه وي، په افغاني اصولو کې د جګړې په ختمولو کې د ښځو رول تر هر چا قوي دی، د ښځې پلو چا ته د قران نيولو هومره اهميت لري، د ښځې نوها، د ښځې نانواتې، خو بدمرغي ګوره چې زموږ نه دښمن اصولو ته ژمن دی، نه د سولې لپاره د سولې شورا له خوا لېږل شوې ښځې هماغه ښځې دي. نه پلو لري، نه په اصولو پوهېږي، نه يې د نانواتې چل زده دی، د سولې شورا ښځه په پتلانه کې کندهار ته روانه وي، سوله راولي، خاورې به يې راولي.

په ورستيو ورځو کې چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو کې د ولس له خوا د سولې لپاره خېمې درول شوې دي، د سولې شورا بړېڅي بيا تاوده شوي دي او د سولې نغارې يې غاړې ته اچولې دي.

خپلواک يې په رسنيو کې تر خوله ځګونه بادوي او طالب ګواښي چې که سوله و نه کړي، د ولس له ډغرو سره به مخ شي، بل يې بل ځای او بل يې بل ځای.

که د سولې شورا سوله راوستای شوای، په دې دومره کلونو کې به يې له دوکاندارانو او ماشومانو پرته، کوم ترهګر وسلې ايښودو ته لېواله کړی وای.

د دغې شورا کارونه او هڅې سراسر د سولې او هېواد په زيان دي، دوی حتا دومره بدنام دي چې که د سولې د خېمو ملاتړ هم وکړي، خېمو او د ولس غږ ته تاوان رسوي.

طالب که سوله کوي هم، خو چې د سولې شورا د سولې په پروسه کې دخيله شي، طالب لاس اخلي.

نو ښه دا ده چې د سولې شورا له خيره بېزاره، شر دې نه رسوي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *