اغا ملوک سهار

طرحه: آغاملوک سهار

ډیر ځلې مې اورېدلي وو، چې د ملي پولیسو او ملي اردو یا نورو دولتي ادارو د موټرو تېل په لویه او وړه کچه غلا کیږي. خو نن په دي اړه د سیګار په راپور کې راغلي، چې د امنیتي ځواکونو د موټرو نه شاوخوا ۱۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تیل غلا سوي.

دا دي یو هیواد لپاره چې په بهرنیو مرستو ولاړ دی، خپله د پولیس او اردو په اکمال کې پاته دی او په امنیتي سکټور کې په دومره لوړه کچه فساد به ډیر بد، د شرم او ناهیله کوونکي خبر به وي.

خو پوښتنه داده چې ایا د تیلو د غلا مخه نیول کیږي که نه؟

ځواب بلی ده، زه د افغانستان په شرایطو برابر او خورا دقیقه حل لاره ورته ښيم، داسې حل ندی چې نه عملی کیږي، یایې عملی کول خورا ستونمن دي، بلکې اسانه دی او زه عملاً درته ښیم چې څومره دقیقه ده او څومره اسانتیاوې رامنځته کوي.

زموږ د شرکت یوه لویه برخه د موټرو او وسایلو ته جي پی ایس نصب کول دی. موږ هغه ادارو چې دوي غواړې د موټرونو په تیلو هم کنټرول ولري، دوي ته د تیلو د کنټرول سیستم ورکړي، نو هر څه چې زه وړاندی کوم هغه په افغانستان کې عملې دي، ددي سیستم ټولې ننګونې او حللارې ماته معلومې دي.

موږ د موټرو په ټانکیو کې د تیلو راډ یا د تیلو سنسر په نوم یوه آله نصب وو، چې لمړی ټانکۍ سورۍ کیږي، او د تیلو راډ په کي نصبیږي، او دا راډ له جې پی ایس آلې سره وصل کیږي او وروسته له سیستم سره عیاریږي. چې بیایې د ختلو او یا بدلولو امکان نسته که لږ هم لاس وهنه په وسي، نور د موټرو د تیلو سیستم کار پریږدی.

کله چې د تیلو راډ یا سنسر په ټانکۍ کی نصب سي، نور د موبایل اپلیکشن هغه که اندرویډ وي، یا ای او ایس او یا کمپیوتر له لارې څارې، چې ټانکۍ کې څو لیتره تیل دی، څومره مصرف سوي،په ګراف یا لیکلی بڼه نظر فاصلی یا وخت ته، هر څه ۹۹٪ دقیق ښیې.

دا هم درته معلومیږي چې چیرته ټانکۍ ته تیل اچول سوي، د هغه ځای آدرس، نقشه، وخت نیټه او یا که تیل ختلي وي، چیرته مصرف سوی، په کوم سرعت ګرځیدلی، د هغه ځاي، وخت او نیټه هر څه درته معلومیږي،حتا کولای سي د یو کال مخکي ټوله تاریخچه په څو دقیقي کې وګوري.

د تیلو د څار سیستم دا اسانتیا هم لري که چیرته انترنیټ نه وی، نو تر ۵۰۰ کیلومتره موټر تیل مصرف کړی یا تیل واچوي او دیته ورته اړوند هر څه وسي، هغه ډیټا ذخیره کوي، کله چې یو ځل هم په ۵۰۰ کیلومتره فاصله کې له انترنیټ سره وصل سي، نو ټوله ډیټا په یو ځای سرور ته لیږي، که چیرته انټرنیت هیڅ نه وي، مهمه ډیټا د اس ام اس له لارې تر لاسه کوي.

تر اوسه چې موږ د لسګونو ادارو موټرونو ته د تیل د څار دا سیستم نصب کړي، نو موږ ته په عملي بڼه معلومه سوي، چې ددوي د تیلو مصرف تر ۳۰٪ کم سوی، د موټرو نور مصارف هم کم سوي لکه د موبلایل کم مصرف سوي، ټایرونو ډیر دوام کړي، او د موټر چلوونکی چلند هم معلومیږي چې موټر څنګه چلوې.

زه باور لرم که دولتي موټرونو ته دا سیستم نصب سي تر دي په لوړه سلنه به مصارف کم سي او دا به لوی شفافیت او موثریت وي، او د ډیرو غلاوو او بې ځایه مصرفونو مخه به ونیول سي.

له نصب کیدو نه وروسته که هرڅومره موټرونه هم وي، د موبایل یا کمپیوتر په سکرین یو ځایې معلومیږي، چې چیرته دي او ایا اوس چلاند دی که ولاړ دي، سرعت او نور هر څه د یو کس په وسیله د انټرنیټ په مټ له هر ځای نه څارل کېږي، که چېرته موټر ګرمیږي هم سیستم خبرتیا تر لاسه کوي، که موټر ته یوه خاصه ساحه وټاکي چې له هغي ساحې نه د باندی سي یا وغواړې داخل سي بند سي، نور موټر بندیږي، حتا په خپله کیلې هم نه چلاندیږي تر څو بیرته د سیستم څخه چلاند نه سي.

زما هیله له چارواکو نه داده، چې د ازمویښت او امتحاني دورې لپاره دي د یو کنډک یا وړې امنیتي اداری موټرونو ته دا سیستم نصب کړي. زه به یې دا سیستم ددوی په سمیز سرور یا په کلوډ ورته عیار کړم. چې هر څه دوی خپله کنټرول کړي چې هیڅ اندیښته نه وي، هسي هم ددی سیستم هک کول یا د لاس وهنې امکانات په نشت حساب دي. ځکه د خوندیتوب لوړ ضریب لري. دوی دي وګورئ چې د پخوا په نسبت یې د تیلو مصرف او د مټرونو په رغولو او بیا ترمیم کې مصرف یې څومره کمیږي، څومره سهولت او شفافیت رامنځته کیږي.

دا دې یوې طرحې خلاصه ده ځکه په ډیرو تخنيکې اړخونو یې دلته بحث نه کیږي، چې دي سیسټم ته څنګه او څومره سرور په کار دی، په ټوله کې څومره بودیجې ته اړتیا لري، باید چیرته هاسټ سي، په یو موټر په اوسط ډول څومره مصرف راځي، څنګه باید انسټال سي، او څومره ډیټا پکیج هر موټر ته پکار دی،جي پی ار اس څه مرسته کوي، ایا دا سیستم هر باید څو ځایه کنټرول، بکپ او وڅارل سي، دیته ورته ډیر تفصیل یې ما سره سته دلته مې هڅه وکړه یوازې عام فهمه لنډیز تاسو شریک کړم.

لاندې سکرین شاټونو ددي سیستم څرنګوالې ښیې.

One thought on “دولت څنګه د ملي پولیسو او ملي اردو د تیلو د غلا مخه ونیسي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *