پښتون تحفظ موومنټ تر اوسه د منظور پښتین په مشرۍ ښه روان دی. د دوی جلسو او په ټولنیزو شبکو کې غږ اوچتولو د دوی هغه مخالفین چې یو مهال يې دوی بېخی له پامه غورځولي وو، هم اړ کړل چې غوږ ورته کېږدي.
دوی څه غواړي؟
یو مهال پرې ټولو پاکستاني سیاستوالو غوږونه کاڼه کړي وو؛ خو اوس يې غږ ورسره بدرګه کوي. د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په څرګنده وویل چې د دوی ځینې غوښتنې سمې او د قانون مطابق دي. ښايي دوی په دې خبرو سره راتلونکو ټاکنو کې د رایو اخیستل هم پام کې نیولي وي.
ملت پال پښتانه چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې، د دوی د ملت پاله سیاستونو له امله ورسره د پوځ له لوري ناسم چلند شوی او د شک په سترګه ورته کتل شوي، اوس هم د منظور پښتین په مشرۍ راپورته شویو پښتنو ته، چې رهبرۍ کې یې ملتپاله هم دي، د شک، تر شا يې دسیسو او پاکستان ماتوونکو په سترګه کتل کیږي؛ خو واقعیت دادی چې د پاکستان له جوړېدو وروسته تر ننه، ظاهراً ملتپاله پښتنو مشرانو دغه څه نه دي غوښتي او یوازې يې د پاکستان دننه او پاکستاني قانون په چوکاټ د خپلو حقونو د غوښتلو غږ پورته کړی چې منظور هم د تېرو ملتپاله پښتنو پر پل، پل ايښی دی.
اصلي خبره داده چې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د ناټو له یرغل وروسته د کرښې اخوا پښتانه په یوه او بل نوم سخت ځپل شوي دي. قبایلي سیمې چې تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د پاکستاني پوځ له ادارې وتلې او سیمه ییزې ملېشې اداره کولې، په همدغه کال د طالبانو د ټکولو په نوم پوځ ورننوت چې هلته ورسره اوضاع بل شکل اختیار کړ.
له شک پرته چې د ضرب عضب او له دې وړاندې په بېلابېلو نومونو شویو پوځي عملیاتو کې عامو خلکو ته زیان رسېدلی. خلک، لکه څنګه چې يې کورنۍ وايي، له کورونو ایستل شوي، تري تم دي، عام خلک بې ځایه شوي او بازارونه يې وران شوي دي.

د ورکو کړل شویو خلکو محاکمه کول، د ځمکنیو ماینونو ایستل، په تالاشیو د مغرورو پښتنو او بیا په ځانګړي ډول د ښځینه وو بې عزتي نه کول او د راو انوار مسئله، هغه څه دي چې هر په عقل روغ پاکستانی به يې مني.
د پښتون ژغورنې غورځنګ کارنامه څه ده؟
د پاکستان دغه لنډ سیاسي تاریخ کې پوځ تر ډېره واکمن پاتې شوی او ځان يې داسې پياوړی کړی چې بهرنی او کورنی سیاست تر ډېره یا چلوي او یا يې پر پالیسو اغېز لري.
له منظور پښتین وړاندې د ډېرو نورو قومونو خلکو او سیاستوالو د پوځ او ادارو له حاکمیت او په چارو له اغېز لرلو سره مخالفت کړی. دغه مخالفت اوس هم په یوه او بله بڼه کيږي. پوځ د نورو ګوندونو مشران او وتلي سیاستوال هم په نښه کړي.
که څه هم پوځ د نواز شریف د لرې کېدو مسئله کې خپل رول ردوي؛ خو نون لیګ يې نه ردوي. د شریف په ګوند کې ډېر کسان شته چې د پوځ د سیاستونو مخالف دي. د بهرنیو چارو د وزیر، خواجه اصف، چې وړاندې دفاع وزیر و، د ده په اړه ویل کېږي چې د پوځ له ډېرو کړنو سره مخالف دی؛ خو مجبور دی.
په خپله نواز شریف، مریم نواز او نور په اشارو باندې ان په کورني سیاست کې د پوځ او ادارو ښکېلتیا ته د (امپایر) او نور نومونه کاروي. ځینې ورته (نامعلوم افراد) هم وايي. واقعیت دادی چې پوځ او ادارې هلته داسې پياوړې دي چې سیاستوال ورسره په ښکاره مخالفت ته زړه نه ښه کوي او له ښکېلتیا ورسره ځان ساتي. د پوځ اغېز له دې هم مالومیږي چې رسنۍ هغو غونډو ته پوښښ نه ورکوي چې د پوځ خلاف نارې په کې وهل کيږي.
دلته د منظور پښتین په مشرۍ د راپورته شویو پښتنو کارنامه داده چې دوی له سټېج او لاډسپيکر څخه په پوځي ادارو نیوکې کوي او بېلابېل تورونه پرې لګوي. له دې وړاندې به ښايي د پاکستان په تاریخ کې چا دا کار نه وي کړی.
منظور او ملګرو يې د هغه چا په خلاف غږ پورته کړی چې نور پاکستاني ملکي سیاستوال يې هم په ډېرو کورنیو او بهرنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف دي.
په دې ډول نو منظور او نور ملکي پاکستاني سیاستوال په یوه صف کې ولاړ دي؛ خو منظور او ملګري يې هغه څه په ښکاره وايي چې نور يې نه وايي او یا يې نه شي ویلای.
د منظور پښتین غوښتنې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دي، ښايي چې د پوځ ډېره برخه به يې هم مخالفت و نه کړي؛ خو دا چې دوی د پوځ پر ضد تونده ژبه کاروي؛ نو ښايي چې پوځ غوسه کړي.
زموږ افراطي څرګندونې
له ډيورنډ کرښې دېخوا د منظور پښتین او ملګرو څخه يې ډېرې افراطي او احساساتي غوښتنې او په تړاو يې ډېرې افراطي او غېر معقولې خبرې کېږي. ځینې نه، بلکې لوی اکثریت ترې په همدې روان وضعیت کې د خپلواکۍ (پښتونستان) او د لوی وطن جوړولو د غږ پورته کولو هیلې کوي، هڅوي يې او نږدې راتلونکې کې یې تمه ترې لري.
خو معقول منظور او ملګرو یې له پېله تر اوسه یوازې د پاکستان له اساسي قانون سره سمې غوښتنې کړي. که باچا خان کومې غوښتنې او یا سیاست درلود، هغه هم د پاکستان د قانون په چوکاټ کې و، که د ولي خان سیاست و او که د باچا خان د کورنۍ د نورو سیاستوالو سیاست دی. له هغه مهاله چې باچاخان پاکستان ته د وفادارۍ لوړه ورکړه، بیا يې له پاکستانه د بېلتون خبره په څرګنده بېخي و نه کړه، بلکې د پاکستان د جوړښت په بنیاد يې د پاکستان دننه د کورنۍ خپلواکۍ او د صوبې له پاره د حقونو اخیستو خبره کوله. دا غوښتنه ولي خان هم کړې، اسفندیار يې هم لري او منظور او ملګري يې هم د پاکستان له قانون پورته غوښتنې نه لري او نه د پاکستاني قانون او نه يې د پاکستان د ماتولو په خوا ګام پورته کړی او ښايي چې تر اوسه به یې فکر هم نه وي کړی.
زه فکر کوم چې له کرښې دېخوا موږ ډېر خوش باوره یو او له هر څه سره ډېر احساساتي او افراطي چلند کوو. موږ ډېر زیات د پېښو سرچپه احساساتي فیسبوکي تحلیلګران لرو، د دوی د زیاترو تحلیلونه له تاریخ، ځمکنیو واقعیتونو، روان وضعیت او پایلو ته له کتو پرته وي. په دغسې روان وضعیت او پېل کې دلته منظور ځینې میرویس نیکه بولي، ځینې احمدشاه ابدالي ګڼي او ځینې يې دویم باچاخان. اصلن دوی له یوه بل سره د پرتلې وړ نه دي.
دا به وروسته مالومه شي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به څومره بریالی شي؛ خو اوس چې يې غږ د نړۍ لر و بر ته رسېدلی او د پاکستان دننه هم ورته غبرګونونه ښودل کیږي، ګومان کيږي چې ډېر به بریالی شي او له کرښې د اخوا پښتنو له پاره خپلې څلور روا او د غورځنګ اساسي غوښتنې به په اړوندو ادارو ومني. زه ورته یوازې هیله مندي لرلای شم؛ خو افراطي او احساساتي تحلیلونه او له پښتون ژغورنې غورځنګ نه د دوی د غوښتنو خلاف تمې او غوښتنې کول بې ځایه ګڼم.
دا چې له کرښې دېخوا له منظور او ملګرو يې څومره افراطي او احساساتي غوښتنې او تمې کيږي، دې کې هم منظور او ملګرو ته يې د ګټې پر ځای زیان وينم.
هو! خواخوږي او غږ رسول يې پر موږ د مسلمانۍ او پښتونولۍ حق دی.