طالبانو د تیرو کلونو برخلاف په سږني پسرلي کې تر اوسه پورې عمومي عملیات نه دي اعلان کړي. تیر کال د دوی عملیات منصوري نومېدل او وړم کال عمري. سږ کال ، حد اقل تر اوسه دغسې څه نه وینو. له بلې خوا د کابل پروسې په کنفرانس کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته طالبانو که مثبت ځواب نه دی ورکړی نو په رسمي ډول یې منفي ځواب هم نه دی ورکړی.
ایا دغسې نخښې د جنګ او سولې په اړه د طالبانو د نوي نظر ښکارندویي کولای شي؟
پریکنده او مطمین ځواب به ګران وي خو د سولې عالي شورا ځینو مقاماتو او دغه راز ځینې امریکایي چارواکو داسې اشارې کړې دي چې طالبان د سولې د پروسې د پیل کېدو په اړه په خپل منځ کې په مشورو بوخت دي.
د سولې یو لوی خنډ پاکستان و چې په افغانستان کې د جنګ د اوږدېدو له برکته یې له امریکا او نورو هیوادونو څخه په میلیاردونو ډالر اخیستل. له پاکستان سره ویره وه چې که افغانستان کې د طالب جنګ ختم شي نو د پاکستان ستراتیژیک اهمیت به کم شي او بیا به څوک دومره ډیرې پیسې نه ورکوي. د پاکستان دغه وېره په ځای وه. یو وخت چې دنیا دوه قطبي وه، لویدیځوالو د کمونیزم په مقابل کې د پاکستان مرسته کوله او کله چې د طالب خلاف جګړه شروع شوه، پاکستان د لویدیځوالو لپاره یو ځل بیا په مهم ستراتیژیک ځای بدل شو او طبعا پاکستان نه غواړي چې جنګ ختم شي او دغه اهمیت له لاسه ورکړي. خو اوس چې امریکا د جنګ تر ختمیدو له مخه په پاکستان مرستې کمې کړې دي او فشار ورباندې مخ په زیاتیدو دی، نو پاکستان ممکن نور ډیره دلچسپي ونلري چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي.
له بلې خوا د ټرمپ له نوې ستراتیژي ښکاري چې جنګ ختمول او یو طرف ته کول غو اړي. طالبانو متاسفانه د اوباما له پالیسي د ځان او افغانستان په ګټه استفاده ونکړه او د امریکایانو دا خبرې چې ټول عسکر باسو یا دا چې له طالبانو سره دښمني نه کوو، د طالب مشرانو له خوا داسې تعبیر شوې چې که جنګ یو څه موده نور هم اوږد کړي، نو افغانستان به دوی ته پاتې شي.
د ټرمپ په افغان ستراتیژي کې د طالبانو په مقابل کې نرمي نشته او غواړي په پاکستان او طالبانو دومره فشار واچوي چې پاکستان او طالبان سوله په ګټه وګڼي.
په تیرو څو میاشتو کې د طالبانو ګڼ مطرح قوماندانان وژل شوي او په دوی باندې دومره فشار راغلی دی چې په تیرو لسو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
په دې منځ کې د سولې په لور بل مهم ګام د کابل پروسې په کنفرانس کې واخیستل شو. په دې کنفرانس کې ولسمشر غني د سولې داسې طرحه وړاندې کړه چې د سولې لپاره تر ټولو جامع طرحه بللای شو. که څه هم طالبانو نیوکه وکړه چې په دې طرحه کې د خارجي عسکرو د وتلو په اړه په وضاحت سره څه نشته خو د طرحې محتوا همدا ده چې په ټولو مسایلو بحث کیدای شي او طبعا د طالبانو لپاره تر ټولو مهمه مساله د خارجي عسکرو د وتلو په اړه خبرې دي.
که طالبان په دې فکر کې وي چې د سولې خبرې دې له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره پیل کړي، اشتباه کوي. یوه اشتباه یې دا ده چې امریکا به خبرو ته حاضره نه شي او افغان وژنه به ادامه ومومي. دویمه اشتباه یې دا ده چې که فرضا امریکا له طالبانو سره خبرو ته هم کېني، د خبرو محتوا خو نه بدلیږي. طالبان به ورته وایي چې عسکر وباسئ او امریکا به ورته وایي چې که له نورو افغانانو سره سوله کوئ او اسامه خېلو ته پناه نه ورکوئ. نو موږ وځو.
د خبرو همدغه محتوا او اجنډا به له افغان لوري سره د مذاکراتو محتوا او اجنډا هم وي. نو هر څومره چې طالبان خبرې ځنډوي، هغومره ځان او افغانستان ته جنجالونه زیاتوي. د ځان لپاره به یې جنجال دا وي چې د سر کسان به یې لا زیات له منځه ځي او د افغانستان لپاره به یې جنجال دا وي چې لا ډیرې میندې او خویندې به بورې ورارې شي او د یتیمانو لښکر به لا لوی شي.
د جنګ اوږدیدل د طالبانو لپاره بل لوی مشکل هم پیښولای شي او هغه دا چې په ډله کې به یې ډلګۍ جوړیږي او داخلي ستونزې به یې زیاتیږي. دا خبره په ډاډ سره کولای شو چې طالبان که په سږني پسرلي کې د سولې مذاکرات پیل کړي، نو دا به بل هر آینده وخت د دوی لپاره مناسب وخت وي. اوس لا د دوی ډله نه ده شړېدلې او خپلو ګڼو غوښتنو ته د رسېدو لپاره د چنې وهلو چانس لري.