تاند- د امریکا د فضايي علومو څېړونکو له شمسي نظامه دباندې ۹۵ نوې سیارې وموندلې.

د ساینس الرټ د راپور له مخې د ناسا څېړونکو دا ستوري د کیپلر ټیلسکوپ په وسیله د کې ۲ ماموریت په لړ کې کشف کړي دي.

تراوسه پورې د کیپلر کې ۲ ماموریت په لړ کې له شمسي نظامه دباندې د کشف شویو سیارو شمېر نژدې ۳۰۰ ته رسېږي.

د کیپلر ماموریت په ۲۰۰۹ م کال پیل شو. له هماغه وخته تراوسه پورې د لمر په شاوخوا کې د مځکې مدار څاري.

د ناسا د معلوماتو له مخې، له شمسي منظومې دباندې ۲۳۴۱ سیارې تایید شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *