ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېری کسان په سختو شرایطو کې هم ارام وي او غواړي خپله ارامي وساتي. پوهېږئ د هغوی د آرامۍ راز په څه کې دی؟ کله چې هغوی کولای شي له شک پرته تاسو هم دغه چاره ترسره کولای شی. تاسو هم کولای شی دغه ارامتیا تر لاسه کړئ، خو په دې شرط چې پوه شی څه ډول مثبت فکر وکړی او پر منفي موخو خط را کش کړی. اوس دغه پوښتنه را برسېره کېږي چې «څه ډول کولای شو چې په سختو شرایطو کې هم مثبت فکر وکړو؟» ستاسو په اند دغه څه امکان لري؟

اوږده ساه واخلئ او د ژوند اوسنیو شرایطو ته په ژوره وګورئ، له ځانه سره فکر وکړئ څه ډول کولای شی په ښه توګه د ټولو ستونزو څخه را ووځی. ستاسو یوازېنۍ دنده دا ده چې په څه ډول له دې موقعیت څخه ځان را وباسی. که مو د راوتلو مناسبه لار پیدا نه کړه کولای شی له هغو کسانو مشوره واخلی چې په دې برخه کې پوره تجربه لري. په یاد مو وي چې ستاسو دنده یوازې (د حل لاره) پیدا کول دي نه کوم بل څه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *